29/11/2025
کابل په شش درک سیمه کې د سړکونو د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي!
د نهمې ناحیې اړوند د شش درک په سیمه کې د (۶) فرعي سړکونو د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دی او ټاکل شوې ده چې، ډیر ژر به قیر کولو ته چمتو شي.
یاد سړکونه په ټولیزه توګه (۱۵۰۷) متره اوږدوالي (۱۳) او (۲۴) مترو په سور سره ډیزاین شوي دي.
په دې سړکونو کې، د سړک غاړې لښتیو، پلیولارو، د ګلدانونو او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د دغو سړکونو په جوړېدو سره به د یادې سیمې د اوسېدونکو ترانسپورتي او چاپېریالي ستونزې په بنسټیزه توګه هوارې شي.