طورخم نيوز Torkham news

طورخم نيوز Torkham news Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from طورخم نيوز Torkham news, Media/News Company, Jalalabad.

26/10/2025

ترکیه کې د مذکراتو تازه جزیات!

د افغانستان مذاکراتي ټيم وروسته له پنځلس ساعته مسلسل بحثونو تيره شپه دوه بجې پکستاني لورې ته د خپل طرفه نهايي شوې مسوده ورکړه چې پکې تمرکز په دې شوی وو چې دوی د افغانستان ځمکنی او هوايي حريم نقض نه کړي او د افغانستان په ضد هيڅ ګروپ يا مخالف ته اجازه ورنکړي چې ددوی هيواد زموږ په ضد وکاروي. همداراز امادګي ښکاره شوه چې د اور۔ بند د هوکړې د تعقیب په موخه يو څلور اړخيز چينل ايجاد شي چې د سرغړونو د ارزونه او معلومات پکې تبادله کړل شي.

دوی ته دا مسوده د منځګړو له خوا وسپارل شوه او اوس سهار شپږ بجې ددوی له لورې دويمه مسوده سپارل شوي ده.

نن دولس بجې به يو وار بيا دواړه ټیمونه د منځګړو په حضور کې سره يو ځای کيږي او کوښښ به کوي چې يوې نهايي نتيجې ته ورسيږي.

25/10/2025

ګاونډیان ادعا کوي او وایې پر کنړ سیند د بریښنا بند جوړولو مشوره هم د هند ده🤣.

25/10/2025

په ترکیه کې خو د نن ورځي د مذاکراتو نتیجه اعلان نشوه.
الله دی پکي خیر واچوي.

25/10/2025

د پاکستان دفاع وزیر خو افغانستان ته دجنګ ګواښونه شروع کړل فکر کوم مذاکراتو نتیجه نه ده ورکړې.

25/10/2025

تاجکستان کې د مقاومت جبهې پر فعالیتونو بندیز ولګیدو. 💪

25/10/2025

په کونړ سیند د بریښنا بند جوړیدل دښمن له اقتصادي پلوه سقوط کوي.

25/10/2025

طورخم ګيټ لا هم بند دی
فيصله لا نه ده شوې هر کله چې د خلاصون پريکړه وشوه تاسو ته خبر درکوو!
ان شاء الله

25/10/2025

د افغانانو په غوښتنه!
که چیرته پاکستان د افغانانو لپاره د ویزو ورکړه همداسي دریدلي اوسي، افغان حکومت ته پکار ده چې یو رسمي اعلان وکړي تر څو نور هېوادوال ویزو ته په اپلي کولو باندی خپلي پیسي بي ځايه مصرف نکړئ ځکه پیسي مصرف شي او ویزه نه ورکوی.
ستاسي نظر څه دی؟

25/10/2025

له تېرو 25 ورځو راهسي په کابل کې د پاکستان سفارت هیڅ نارمل سیاحتي ویزه نه ده ورکړي.
فقط او فقط1300ډالرو والا ته ویزی ورکړل شوی.

25/10/2025

په کابل کې د هند سفارت!
ډیر ژر به افغانانوته د هند ویزو د ورکړي پروسه شروع شي.
مریضانو،تجارنواو محصلینو ته به ارجنټ ویزی ورکوي.

25/10/2025

دواړه خواوو خلک نن په مذاکراتو کې د طورخم ژر خلاصیدو جدي غوښتنه کوي.

24/10/2025

د طورخم ګیټ خلاصیدو خبره به سبا له مذاکراتو وروسته روښانه شي.

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when طورخم نيوز Torkham news posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share