
23/08/2025
خبرتیا!
هغو افغان کډوالو ته، چې په پاکستان کې اوسېږي او خپل ګران هېواد افغانستان ته د ستنېدو په حال کې دي، خبر ورکول کېږي، کله چې خپل هېواد ته راستنېږئ، نو مخکې له دې چې پاکستاني پولیس ستاسو د POR کارتونه له تاسو واخلي، حتماً د خپل کارت کاپي واخلئ او یا یې په خپل موبايل کې د دواړو مخونو روښانه عکسونه ذخیره کړئ، ترڅو په تورخم بندر کې له ستونزو سره مخ نه شئ.
یادونه: که تاسو د خپل POR کارت عکس یا کاپي ونه لرئ، په تورخم کې له تاسو سره هېڅ ډول مرسته نه کېږي.