Ikramullah Hamkar official

Ikramullah Hamkar official Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Ikramullah Hamkar official, Publisher, Nangarhar, Jalalabad.

08/05/2024

تازه غزل
ته چې لاړي په زړګي مې بيا خواري ونکړه
د تانه پس مې له هيچا سره یاري ونکړه

ستا بي باوره میني داسي بي باوره کړم چې
د هر چا زړه وو. مګر ما مهرباني ونکړه

ويل يې راشه خامخا درسره وينم کينو
ما يې پوښتنه بيا ماښام او سبايي ونکړه

زړه مې درد کوو يو وخته پوري سم خوږيدو
خو ستا له ياد سره دوهم ځل مې دوستي ونکړه

ځانته حیران یمه چې څنګه زه ژوندی پاتي يم
ستا په تګ باندې ما ولي خودکشي ونکړه

ستا په ياد باندي لګيا دی اکرام شمعي بلئ
او ته لګيا يې چې اکرام انډيوالي ونکړه
اکرام

زړه خو چې تا په مخه واخیستمهټولې دنیا په مخه واخیستمهزه په خپل ښار کښې لکه ورک لیونےداسې سودا په مخه واخیستمهځه د‌ ارمان...
31/10/2023

زړه خو چې تا په مخه واخیستمه
ټولې دنیا په مخه واخیستمه

زه په خپل ښار کښې لکه ورک لیونے
داسې سودا په مخه واخیستمه

ځه د‌ ارمان دعا قبوله شوله
غم په رښتیا په مخه واخیستمه

ما يي ایله د‌بڼو جنګ اولیدو
زه يي بیګا په مخه واخیستمه

نن د احساس ګریوان ته لاس اچوم
نن يې صفا په مخه واخیستمه

د‌ اسمانونو زور ته ودریدمه
خو ستا ادا په مخه واخیستمه

خپلو خیالونو د‌ نظره کړمه
خپلې ادا په مخه واخیستمه

د‌ خورو زولفو لیونو خیالونو
څه وارخطا په مخه واخیستمه

صاحب شاه صابر

Address

Nangarhar
Jalalabad
2500

Telephone

+93780095498

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ikramullah Hamkar official posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category