Pashto Media

Pashto Media just great Afghanistan (Loe Afgoanistan)

يواځي او يواځي لوي افغانستان

د حماس ډلې د سياسي مشر اسماعيل هنيه له ترور وروسته، طالبانو د نورو ژبو تر څنګ په اردو هم خپله اعلاميه صادره کړه. تر دې و...
02/08/2024

د حماس ډلې د سياسي مشر اسماعيل هنيه له ترور وروسته، طالبانو د نورو ژبو تر څنګ په اردو هم خپله اعلاميه صادره کړه.

تر دې وړاندې يې هم د ګڼو نورو مواردو په اړه په اردو ژبه اعلاميې خپرې کړې دي.

د طالبانو تر دې اقدام وروسته د ټولنيزو شبکو فعالانو له لوري دا ثبوت راوړل شوی، چې (طالبانو اردو د ارګ رسمي ژبه ګرځولې ده).

د محمد ظفر په نوم يو تن ليکلي، پوښتنه دا ده، چې په افغانستان کې څو سلنه خلک په اردو ژبه خبرې او ليک کولی شي، چې طالبان هڅه کوي د هغوی د پوهولو لپاره مسلسل اردو خپله رسمي ژبه وګرځوي؟

نوموړي زیاته کړې: «دې ته فرهنګي يرغل ويل کېږي. دا له مولانا فضل الرحمان سره د هغه قرارداد برخه ده، چې د افغانستان نصاب به د پاکستان د علايقو په اساس جوړېږي. د پاکستان رسمي ژبه هېڅکله هم د افغانستان رسمي او اداري ژبه نشي کېدلای!»
Copy

د بنګله دیش د ازادۍ او د پاکستاني پوځ قتل عام په اړه یو څه حقایق!کله چې انګریز په ۱۹۴۷ کال کې پاکستان جوړ کړ نو هغه وخت ...
01/08/2024

د بنګله دیش د ازادۍ او د پاکستاني پوځ قتل عام په اړه یو څه حقایق!
کله چې انګریز په ۱۹۴۷ کال کې پاکستان جوړ کړ نو هغه وخت پاکستان دوه ټوټې وو چې یوه ټوټه یې د هند ختیځ ته (اوس بنګله دیش بلل کیږي) او بله یې د هند لویدیځ ته (اوسنی پاکستان) پرته وه. تر اویایمې لسیزې دا دواړه سیمې یو پاکستان وو او د ختیځ او لویدیځ پاکستان په نوم یادیدل. خو د ختیځ او لویدیځ پاکستان د خلکو پرته له دینه نور هر څه (ژبه، کلتور...) مختلف وو.
د ختیځ پاکستان نفوس او وسایل تر لویدځ پاکستانه ډیر وو خو د ټول پاکستان واک بیا د لویدیځ پاکستان له پنجابي سره وو ځکه د ختیځ پاکستان بنګالیان په ډیرو ډلو ویشل شوي وو. د لویدیځ پاکستان پنجابي حکومت له ختیځ پاکستان سره لکه د خپلې مستعمرې په شان چلند کاوه. د دوی حقوق یې نه ورکول او دوی یې تر ځانه ټیټ ګڼل. خپلمینځي اختلافاتو هم بنګالیان کمزوري کړي وو او د لویدیځ پاکستان واک یې په دوی غښتلی کړی وو.
په ۱۹۶۹ کې جنرال یحیا خان له ایوب خان څخه د پاکستان واک ترلاسه کړ. یحیا خان چې په خټه پنجابی وو د پاکستان تر جوړیدو وړاندې د برتانوي هند نظامي افسر وو چې په دوهمه نړیواله جګړه کې یې هم برخه اخیستې وه. جنرال یحیا غوښتل چې پاکستان کې د پوځ قدرت ته خاتمه ورکړي او ټاکنې ترسره کړي. خو ده په عین وخت کې دا هم غوښتل چې دا ټاکنې د غربي پاکستان استازی (ذولفقار علي بوټو) وګټي تر څو قدرت له غربي پاکستان سره پاتې شي.
همدارنګه جنرال یحیا غوښتل پاکستان په نړیواله کچه مطرح کړي. هماغه وو چې د امریکا د ولسمشر ریچرډ نکسن او د چین د مشر ماو زیډانګ تر مینځ یې ملاقات برابر کړ تر څو امریکا او چین ديپلوماتیکي اړیکې پیل کړي. د سړې جګړې په وخت کې د امریکا او چین اړیکو جوړولو کې پاکستان (جنرال یحیا خان) هم مهم رول لوبولی وو. یحیا خان له نیکسن او د هغه له استازي هنري کیسنجر سره قوي اړیکې درلودې.
تر ټاکنو څه کم یوه میاشت مخکې په شرقي پاکستان (بنګله دیش) تر ټولو خطرناک سمندري توپان (سایکلون) راغی او شاوخوا درې لکه انسانان یې ووژل. د ځینو جزیرو ان ټول وګړي یې له مینځه یوړل. خو یحیا خان چې د پاکستان قدرت یې په لاس کې وو، نه یوازې مرسته ور ونه لیږله بلکې پوځ ته یې امر وکړ چې لیږل شوې مرستې هم په عوامو تقسیم نکړي. یحیا خان پوهیده چې بوټو ته هسې هم بنګالیان رایه نه ورکوي ځکه نو تر دې ښه ده چې دوی مړه شي او هیڅ ټاکنو کې برخه وانخلي تر څو د ده د کاندید د ګټلو چانس ډیر شي. د یحیا خان د مرستې نه کولو په نتیجه لا ډیر بنګالیان له مینځه لاړل. د یحیا خان پنجابي جنرالان د بنګالیانو مرګ ته خوشاله وو او ان یې په پټو مجلسو کې ویل چې دغه سمندري توپان مو نیم میلون غمونه را کم کړل.
کله چې ټاکنې راغلې بنګالیانو هم خپل اختلافات څنګ ته کیښودل او په ګډه یې شیخ مجیب رحمان ته رایه ورکړه او هغه یې صدراعظم کړ. پنجابي یحیا خان چې ځان یې تر بنګالیانو پورته ګڼه دا نشوه زغملای چې د ختیځ پاکستان یو بنګالی دې ټاکنې وګټي او په پاکستان دې حکومت وکړي. هماغه وه چې شیخ مجیب یې بندي کړ. د یحیا خان د دې کار په مقابل کې بنګالیان سرکو ته راووتل او مظاهرې یې شروع کړې. یحیا خان هم ورپسې پاکستاني پوځیان ورولیږل او د دوی په ضد یې عملیات شروع کړل. د دغو عملیاتو نوم یې آپریشن سرچلایټ (لاسي برق عملیات) کیښود. (که نور معلومات غواړئ یوټیوب کې پدې اړه ډیرې ویډیوګانې شته. آپریشن سرچلایټ ولیکئ ډیرې ویډیوګانې به مخې ته درته راشي).
د مرګوني سمندري توپان لا څلور میاشتې نه وې تیرې شوې چې پاکستاني پوځیانو په بنګله دیش کې د عامو خلکو قتل عام شروع کړ او په څه کم درې میاشتو کې یې شاوخوا درې میلونه بنګله دیشیان ووژل. میلونونه نور ترینه هند ته وتښتیدل. د پاکستان پواسطه د بنګالیانو دا قتل عام د شلمې پيړۍ یو له لویو قتل عامو څخه دی.
بنګالیانو بله چاره نه درلوده. یا به د پاکستاني پوځیانو لخوا وژل کیدل او یا به یې جګړه کوله. هماغه وو چې د پاکستان یرغلګر پوځ په ضد یې جګړه شروع کړه.
هند چې له پاکستان سره یې څو جګړې هم کړې وې له بنګالیانو سره مرسته شروع کړه چې په نتیجه کې یې هند او پاکستان هم ونښتل. هند سره د شوروي مرسته او وسلې وې او پاکستان سره د امریکا مرسته او وسلې. دا چې هند شوروي او پاکستان په ځانګړې توګه یحیا خان امریکا ته نژدې کس وو شوروي او امریکا هم په دغه سیمه کې جګړې ته نژدې شول. نکسن د انټرپرایز په نوم لویه امریکايي سمندري بيړۍ چې په کافي اتومي وسلو سمبال وه د بنګال خلیج ته ولیږله. په مقابل کې یې شوروي په اتومي وسلو سمبال درې اوبتلونه د بنګال خلیج ته ولیږل او قومنده یې ورته وکړه چې امریکايي بیړۍ پرینږدي چې هند ته دومره نژدې شي چې په هند کې هدفونه وولي. نکسن هم امریکايي بیړۍ ته قومنده ورکړه چې په هر صورت خپل هدف ته ځان ورسوي او د شوروي ځواکونو په وجه شاته نشي. امریکايي بیړۍ هدف ته روانه وه او د شوروي اوبتلونه هم تیارسۍ ولاړ چې اجازه ورنکړي. دواړه طرفونه له یو بل څخه یوازې یو څو ساعته لرې وو.
هماغه وو چې بنګالي ازادي خوښو جنګیالیو ډهاکه (د بنګله دیش پایتخت) ونیو. نژدې یو لک پاکستاني عسکر هندوستان ته تسلیم شول او پاکستان ماتې ومنله. شیخ مجیب یې له بندیخانې خلاص کړ او د بنګله دیش لمړنی ولسمشر شو.
که بنګله دیشي ازادي خواهه ځواکونو هماغه وخت ډهاکه نه وای نیولې نو ډیر امکان شته چې نړۍ ان هغه وخت د اتومي جګړې په وجه تباه شوې وای.
پټه دې نه وي چې پاکستاني ځواکونو تر درې لکه زیاتو بنګله دیشي پيغلو عزت هم لوټ کړ. همدارنګه د بنګله دیش وسایل او ان له بانکو یې پیسې ورته چور کړې. د دې تر څنګ یې تر وسه د بنګله دیش کدرونه او پوهان ووژل تر څو بنګله دیش په پښو ونشي دریدلای او دوی ته محتاج وي.
له پاکستاني پوځیانو سره د بنګله دیش یو زیات شمیر ملایان او مذهبیان ولاړ وو په ځانګړې توګه د جمیعت اسلامي غړي. د بنګله دیش حکومت څو لسیزې وروسته ډیری دا مذهبیان اعدام کړل.
د اتومي جګړې له اړخه یې که تیر شو نو مونږ پدې جګړه کې د پاکستاني پوځیانو تکتیکونه لیدلای شو. همدا تکتیکونه یې په بلوچستان او افغانستان کې هم استعمال کړل او دا دی اوس یې په پښتونخوا کې هم استعمالوي. د پاکستان د لاس غټه آله دین دی. بنګله دیشي مذهبیان هم لکه زمونږ د ټالیبانو غوندې خلک وو چې خپل وطن او خپل خلک یې د پاکستان د ګټو لپاره قرباني کړل. خو بنګله دیشیانو اخر هم ځان له پاکستاني شره خلاص کړ. اما فکر نه کوم چې افغانان دې داسې څه وکړي.
بل درس ترینه دا واخلئ چې په نورو خلکو تر افغانانو ډیر سخت وختونه راغلي خو هغوی د خپلو مټو او خپل فکر په زور ترینه ځانونه ویستلي.

اجمل ستانکزی
Copy

راشد خان دوهم لوبغاړی شو چې د کرکټ په شل اوریزه سیالیو کې یې ۶۰۰ ویکټې پوره کړې.له راشد وړاندې دغه ریکارډ د ویسټ انډیز ټ...
30/07/2024

راشد خان دوهم لوبغاړی شو چې د کرکټ په شل اوریزه سیالیو کې یې ۶۰۰ ویکټې پوره کړې.
له راشد وړاندې دغه ریکارډ د ویسټ انډیز ټول چاري لوبغاړي «ډي جي براو» له ځان سره لري چې د ۲۰۲۴ م کال په نړیوال شل اوریز جام کې د افغانستان د توي اچونې روزونکی هم و.
راشد خان تر اوسه ۴۴۱ نړیوالې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي، چې تر ټولو غوره توپ اچونه یې په یوه لوبه کې د ۱۷ منډو په ورکړې سره د ۶ لوبغاړو سوځول دي.

30/07/2024

جلال اباده اوسي اباده

قران ملي بيرغ🇦🇫 کي تاو کړي،اوچت يي کيږدي چي خوندی شي ارزښتونه🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫
29/07/2024

قران ملي بيرغ🇦🇫 کي تاو کړي،
اوچت يي کيږدي چي خوندی شي ارزښتونه

🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫

اټکد افغانستان په صفری نقطه پرته ولسوالۍ ده!نوی نسل باید پدې وپوهیږي چې زموږ سرحد او دعوه تر همدې ځایه ده.ان شاءالله هغه...
29/07/2024

اټک
د افغانستان په صفری نقطه پرته ولسوالۍ ده!
نوی نسل باید پدې وپوهیږي چې زموږ سرحد او دعوه تر همدې ځایه ده.

ان شاءالله هغه ورځ راتلونکی ده چي د همدې ولسوالۍ کنټرول بیرته نیسو.
د اټک په پول د افغان بیرغ د رپا په هیله او انتظار!

لوی افغانستان

راشد خان د ملي بیرغ د ورځي په مناسبت ټولو هيوادوالو ته د ملي بيرغ مبارکي ورکړي ده.
28/07/2024

راشد خان د ملي بیرغ د ورځي په مناسبت ټولو هيوادوالو ته د ملي بيرغ مبارکي ورکړي ده.

‏ویې خندل او پېغور یې راکړ!!داسې مطمئن وغږېد لکه په کابل کې چې د دوئ چارواکې ناست ويدا انځور مو مرګ دی، ویښ شئ!!!
28/07/2024

‏ویې خندل او پېغور یې راکړ!!
داسې مطمئن وغږېد لکه په کابل کې چې د دوئ چارواکې ناست وي
دا انځور مو مرګ دی، ویښ شئ!!!

د 🦁 زمري ٧مه د ملي بيرغ ورځ دې تل نېکمرغه وي.د نړئ په لر او بر کي دي ټول افغان ملت دا د ورځ نيکمرغه او مبارک دي وي.د يو ...
28/07/2024

د 🦁 زمري ٧مه د ملي بيرغ ورځ دې تل
نېکمرغه وي.
د نړئ په لر او بر کي دي ټول افغان ملت دا د ورځ نيکمرغه او مبارک دي وي.
د يو ازاد خپلواک په ځان بسيا او سوکاله (لوي افغانستان) په هيله.

هسکه مينه‌‌، سپين غر ، د مورګي لمن.
28/07/2024

هسکه مينه‌‌، سپين غر ، د مورګي لمن.

د ګیله من شعري ټولګه " له تاسو دومره ګیله من یمه چې حد نه لري" چاپ شوه.د اجمل اټک یوسفزي په زیار په دغه ټولګه کې له ټولن...
27/07/2024

د ګیله من شعري ټولګه " له تاسو دومره ګیله من یمه چې حد نه لري" چاپ شوه.
د اجمل اټک یوسفزي په زیار په دغه ټولګه کې له ټولنیزو رسنیو پرته هغه شعرونه هم شته چې تر اوسه چا نه دي اوریدلي.
دا د ګیله من دوهمه شعري ټولګه ده، تر دې وړاندې یې د {اویا کاله برباد شوم} په نوم هم یو کتاب چاپ شوی و.

Address

Jalalabad
2601

Telephone

+93774412051

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Pashto Media posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share