RasaNews/رسا نيوز

RasaNews/رسا نيوز RasaNews/رسا نيوز

جلااباد نېوز/ Jalalabad News
د افغانستان، سېمې او نړۍ اقتصادي ،سياسي ،ټولنيز،فرهنګي، سپورتي،جالب ، تکنالوژۍ او همدراز نور مهم کورني او بهرني خبرونه له هر چا مخكې تر تاسو در رسوي.

نو هيله ده چې زموږ page درسره like کړئ او نورو دوستانوسره يې share کړئ.

نوټ!! زموږ تول خبرونه کره،دقيق او باوري دي موږ تل هڅه کوو چې دقيق خبرونه خپاره کړو.

د ستاسو ملاتړ زموږ بريا ده....

‏د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې له زیانمنو خلکو سره د اروپایي ټولنې د ۵۰ ملیونه ایرو د نوې مرست...
09/11/2022

‏د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې له زیانمنو خلکو سره د اروپایي ټولنې د ۵۰ ملیونه ایرو د نوې مرستې خبر ورکوي. دغه پروګرام، وایي، د یوه کال په تېرېدو سره چې د افغانستان خلک له سختو او بېساري اقتصادي ستونزو سره مخ وو او طبعي پېښو هم دغه ستونزې زیاتې کړي.

05/11/2022

د کابل اتمه ناحیه کې شپږ تنه غله ونيول شول.
د کابل امنيه قومندانۍ د اتمې حوزې پوليسو شپږ تنه مشهور غله چې په بېلابيلو غلاوو کې يې لاس لاره ونيول او د قانون منګولو ته یې وسپارل

02/09/2022

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مشره وايي، هغه افغانان چې باید محاکمه شوي وای اوس په لوېدیځ او د سیمې په هېوادونو کې مېشت دي.

01/09/2022

په تخار ولایت کې یوې نجلۍ ځان وژنه کړې
د تخار د پولیسو ویاند مبین ساپي ويلي، چې د چارشنبې پر ورځ (د وږي نهمه) د دشت قلعه ولسوالۍ په قم النګ کلي کې یوې پېغلې نجلۍ د کورني تاوتریخوالي له کبله لومړی ځان ته اور ا[ولی او بیا یې روغتون ته پر لار ساه ورکړې ده.
د پوليسو د څرګندونو له مخې؛ تراوسه په دې اړه څوک نيول شوی ندی.

01/09/2022

د سوریې رسنۍ وایي، اسرائیل د دغه هېواد پر ځینو برخو توغندیز بریدونه کړي او مرګ‌ژوبله یې اړولې ده.

‏د پاسپورټ ریاست:تېر کال مو ۷ لکه او ۱۴ زرو نه زیات پاسپورټونه توزیع کړي او ۴ میلیارده افغانۍ عاید مو درلود.وایي، ۲ میلی...
24/08/2022

‏د پاسپورټ ریاست:
تېر کال مو ۷ لکه او ۱۴ زرو نه زیات پاسپورټونه توزیع کړي او ۴ میلیارده افغانۍ عاید مو درلود.
وایي، ۲ میلیونه پاسپورټ کتابچې نورې چاپوو.

د د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ لپاره د دوى وسله وال مخالف مولوي مهدي يې وژلى دى٠د طالبانو ...
17/08/2022

د د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ لپاره د دوى وسله وال مخالف مولوي مهدي يې وژلى دى٠
د طالبانو حکومت نن چهارشنبه اګست ۱۷ (زمري ۲۶) په یوې اعلامیې کې ویلي چې مولوي مهدي یې د هرات ولایت اړوند سرحدي سیمه کې چې د دوی په وینا غوښتل یې ایران ته «وتښتي» له منځه وړی دی.

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي: "د سرپل ولایت په بلخاب کې د اسلامي امارت په خلاف، مهدي نومی له بغاوت وروسته له څو تنو ملګرو سره غرونو ته تښتیدلی و او غوښتل يې چې ایران ته تېښته وکړي، د کشف او استخباراتو سرحدي ځواکونو له خوا د هرات او ایران ترمنځ په سرحدي سیمه کې په نښه او د خپلو اعمالو په سزا ورسېد."

محمد اشرف غني وايي، جنرال دوستم او عطا محمد له دولت امکانات واخیستل، چې شمال ساتو، سبا خبر شوم ازبیکستان کې ناست ديپخوان...
11/08/2022

محمد اشرف غني وايي، جنرال دوستم او عطا محمد له دولت امکانات واخیستل، چې شمال ساتو، سبا خبر شوم ازبیکستان کې ناست دي
پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په خپله تازه مرکه کې ویلي، بلخ ته وروستي سفر کې يې جنرال دوستم او عطا محمد نور ته امکانات ورکړل، چې شمالي ولایتونه وساتي، خو سبا خبر شوم، چې دواړه نظامي دریشۍ کې ازبیکستان ته تللي دي.

دفاع وزارت یو ځل بیا له تاجکستان او ازبکستان څخه غوښتي چې د تېر  نظام د نسکورېدو پر مهال ياد هېوادونو ته وړل شوې چورلکې ...
08/08/2022

دفاع وزارت یو ځل بیا له تاجکستان او ازبکستان څخه غوښتي چې د تېر نظام د نسکورېدو پر مهال ياد هېوادونو ته وړل شوې چورلکې بېرته ا.ا. وسپاري.
د ياد وزارت ویاند عنایت خوارزمي رسنيو ته ویلي، چې دې هیوادونو ته وړل شوې چورلکې د افغانستان پانګه ده او هیڅوک یې د ګرځولو حق نه لري.
د نوموړي په خبره، چې په دې برخه کې د دوی جدي هڅې دوام لري ترڅو د افغانستان دغه وړل شوې پانګه بېرته هیواد ته راوګرځول شي.

20/07/2022

‏کابل کې د اهل تشیع پر جومات برید کوونکی هدف ته تر رسېدو وړاندې ونیول شو
د کابل استخباراتو ریاست وايي، چې ځواکونو یې د اهل تشیع پر جومات برید کوونکی هدف ته تر رسېدو وړاندې نیولی دی.

د افغانستان د ازادو سیالیو یا 'فري‌فایټ' لوبغاړي احمد ولي هوتک په یوه سخته سیالي کې چې روسیه کې وشوه، خپل روسی سیال ایوا...
16/07/2022

د افغانستان د ازادو سیالیو یا 'فري‌فایټ' لوبغاړي احمد ولي هوتک په یوه سخته سیالي کې چې روسیه کې وشوه، خپل روسی سیال ایوان کازاچینکو مات کړ.
ولي هوتک – چې پر مخ یې ټپونه ښکاري- بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته په یوه راستولي کلیپ کې ویلي،‌ هدف یې د میلیونونو افغانانو خوشالول دي.

Address

Jalalabad

Telephone

+93748029117

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when RasaNews/رسا نيوز posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share