Cheena Media

Cheena Media "چینه"د نړۍ تازه او هر اړخیز معلوماتو او خبرونو خپرولو مواثق ادرس

کورنیو چارو وزارت:زمونږ مالومات ښيي چې کونړ کې ٦١٠ کسان شه یدان او ١٣ سوه ټپیان دي.سیمې ته بېلابېلې ډلې رسېدلي چې خلکو س...
01/09/2025

کورنیو چارو وزارت:
زمونږ مالومات ښيي چې کونړ کې ٦١٠ کسان شه یدان او ١٣ سوه ټپیان دي.
سیمې ته بېلابېلې ډلې رسېدلي چې خلکو سره مرستې وکړي.

دا سړی پاکستان حکومت لخوا ونیول شو ! او  له دندی لری شو.د تورخم په پوله کې د ایف آی اې د یوه چارواکي لخوا د دندې پر مهال...
28/08/2025

دا سړی پاکستان حکومت لخوا ونیول شو ! او له دندی لری شو.

د تورخم په پوله کې د ایف آی اې د یوه چارواکي لخوا د دندې پر مهال د مسافرو د ثبتولو او د خپلو دندو څخه د غفلت کولو یوه پیښه راڅرګنده شوې ده، چې ویډیو یې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده.

د ایف آی اې عمومي رییس د پیښې سمدستي خبر اخیستی او د ایف آی اې د پیښور زون له رییس څخه یې راپور غوښتی دی.

د ایف آی اې د ویاند په وینا، په پیښه کې ښکیل چارواکی احتشام الحق سمدلاسه له دندې ګوښه شوی او د هغه په ​​وړاندې یې د څانګې تحقیقات پیل شوي دي. معطل شوی چارواکی د تورخم د کډوالۍ په چیک پوسټ کې ځای پر ځای شوی و.

د ایف آی اې ویاند وویل چې اداره یې مسافرو ته د باعزته، معیاري او عصري کډوالۍ اسانتیاوو چمتو کولو ته ژمن ده. د هیڅ چارواکي لخوا د واک څخه ناوړه ګټه اخیستنه یا ناوړه ګټه اخیستنه به ونه زغمل شي او د قوانینو او مقرراتو د سرغړونې په وړاندې به بې توپیره اقدام وشي.

27/08/2025

ننګرهار اچين کې د دوو کورنيو ترمنځ ۸۰ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه. د دوی ترمنځ ۶ کسان وژل شوي او يو ټپي شوی وو.

د عزیزي ګروپ له خوا د ۱۰زره میګاواټه برښنا د تولید لومړي فاز چارې پېلیږي د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال د عزیزي انرژي ...
27/08/2025

د عزیزي ګروپ له خوا د ۱۰زره میګاواټه برښنا د تولید لومړي فاز چارې پېلیږي

د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال د عزیزي انرژي ګروپ له مشر میرویس عزیزي سره وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي عزیزي د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید پروژې د پرمختګ راپور وړاندې کړی او ویلي یې دي، چې دغه پروژه په درېیو فازونو وېشل شوې، چې لومړی فاز یې د ۴ زره مېګاواټه برېښنا تولید ظرفیت لري.
د اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې لمخې، چې د دغه فاز عملي چارې به ژر پیل شي، چې تخنیکي سروې یې په بغلان، بلخ، جوزجان، هرات او بامیانو کې بشپړه شوې ده.
اقتصادي مرستیال اړوندو وزارتونو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او یوه ګډه کمېټه یې د پروژې د تعقیب او نظارت لپاره ټاکلې ده.
***

راتلونکي آسياجام کې د افغانستان احتمالي يوولس‌کسيزه لوبډله 💥- کوم بدلون ته اړتيا شته؟
26/08/2025

راتلونکي آسياجام کې د افغانستان احتمالي يوولس‌کسيزه لوبډله 💥

- کوم بدلون ته اړتيا شته؟

غزلشاعر: اجمل اندپۀ شا مې لـــــه دې پـــــورې غـــــرۀ ستار راؤړے وويو پنډ مې د ټپـــــو پۀ ټولــــــــــــــــــه لار ...
16/08/2025

غزل
شاعر: اجمل اند
پۀ شا مې لـــــه دې پـــــورې غـــــرۀ ستار راؤړے وو
يو پنډ مې د ټپـــــو پۀ ټولــــــــــــــــــه لار راؤړے وو

دا نن چې يوه پېغلـــــه وه خــــــزان خــــــزان روانه
پرون سيند يو زلمـــــے لکـــــــــــــــــه بهار راؤړے وو

دا څومره قامتونه دغې سپېنې جامې ړنګ کـــــــړل
دې پير خــــو پۀ لستوڼي کښې خامــــــار راؤړے وو

تر ډېره مې پۀ ياد د بنګـــــــړؤ شړنګ د ملنګ بنګ وو
پۀ سترګـــو کښې مې ټول خمــــــــار خمار راؤړے وو

د ښار د ښائستونـــــــــو مازيګـــــر به پکښې ورک شو
لېمـــــــــــــــــــــو کښې مې چينه چيلم چنار راؤے وو

چې ځم لاس پۀ سينه وړم له يو مات زړۀ سره درومم
يو روغ زړۀ مې د کلي نه تـــــــــــــــــــر ښار راؤړے وو

د جوبایډن لور له خپل خاوند څخه د طلاق اخیستلو پرېکړه کړې.د راپورونو له مخې؛  د امریکا پخواني ولسمشر جوبايدن لور  ۴۴ کلنې...
16/08/2025

د جوبایډن لور له خپل خاوند څخه د طلاق اخیستلو پرېکړه کړې.
د راپورونو له مخې؛ د امریکا پخواني ولسمشر جوبايدن لور ۴۴ کلنې (ایشلي بایډن) له خپل خاوند څخه د جلا کېدو لپاره د فلاډیلفیا کورني عدالت په محکمه کې د طلاق غوښتنه کړې ده.
نوموړې ۱۳کاله وړاندې د (هوورډ کرین) په نوم له یوه ډاکټر سره واده کړی و.
د طلاق اصلي علتونه تر اوسه پورې رسماً نه دي څرګند شوي، خو د ځینو راپورونو له مخې، ایشلي بایډن په خپل انسټاګرام یو عکس خپور کړی چې پکې د نوموړې خاوند یوې بلې ښځې ته لاس ورکړی او جوړه روان دي..

16/08/2025

سهارنۍ حدیث
‏ ‏رسول الله ﷺ فرمایي:
کامل مسلمان هغه څوک دی چې د هغه له ژبې او لاس څخه مسلمانان په امن کې وي.

کابل💞
15/08/2025

کابل💞

Address

Achen District , Abdul Khil
Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Cheena Media posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category