Heela Radio & Television

Heela Radio & Television هيله راډيو ټلوېزيون په لغمان کې خپلواک رسنيز مرکز!
(1)

پزشکيان:افغانستان او پاکستان د وروستیو شخړو پر مهال د خپلو پولو له لارې د ایران پر وړاندې د احتمالي ګواښونو د مخنیوي په ...
10/08/2026

پزشکيان:
افغانستان او پاکستان د وروستیو شخړو پر مهال د خپلو پولو له لارې د ایران پر وړاندې د احتمالي ګواښونو د مخنیوي په برخه کې له تهران سره همکاري کړې ده. د ايران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، د افغانستان او پاکستان حکومتونو امنیتي ځواکونه ګومارلي وو او ژمنه یې کړې وه، چې اجازه به ورنه کړي څو له خپلو خاورو څخه څوک ایران ته واوړي او په دغه هېواد کې بې‌ثباتي رامنځته کړي. د ایران ولسمشر زیاته کړې چې افغانستان، پاکستان، ترکمنستان، روسیه او عراق له ایران سره په دې برخه کې رغنده همکاري کړې ده.

د پاکستان د جنګ ورځپاڼه:د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، لوړپوړو چارواکو او سوداګرو په ګډه غونډه کې پرېکړه کړې ...
09/08/2026

د پاکستان د جنګ ورځپاڼه:
د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، لوړپوړو چارواکو او سوداګرو په ګډه غونډه کې پرېکړه کړې چې له افغانستان سره ټولې ټرانزیټي لارې بېرته پرانیستل شي. په غونډه کې د سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د عادي کولو پر اړتیا ټینګار شوی د راپور له مخې، د سرحدي لارو د بیا پرانیستو موخه د سوداګریزو فعالیتونو پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکو ته د عادي حالت بېرته ستنول دي.

کاناډايي رسنۍ: ددې هېواد په کولمبیا ایالت کې د پراخو ځنګلي اورونو له امله بېړنی حالت اعلان شوی دی. د راپور له مخې، د بال...
09/08/2026

کاناډايي رسنۍ:
ددې هېواد په کولمبیا ایالت کې د پراخو ځنګلي اورونو له امله بېړنی حالت اعلان شوی دی. د راپور له مخې، د بالډ رېنج په نوم اور په چټکۍ سره د سمرلنډ او پېچلنډ سیمو ته نږدې پراخېږي، چې له امله یې تر ۲۰ زرو ډېر کسان له خپلو کورونو خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي. د اور د پراخېدو له امله ۹۷مه لویه لار هم د پېچلنډ او پنټکټن ترمنځ تړل شوې ده.

افغانستان ته د قزاقستان د اوړو صادرات د پام وړ زیات شوي. د راپورونو له مخې د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د قزاقستان...
08/08/2026

افغانستان ته د قزاقستان د اوړو صادرات د پام وړ زیات شوي.
د راپورونو له مخې د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د قزاقستان د اوړو صادرات ۱،۸۷ میلیونه ټنو ته رسېدلي چې ۱۸،۳ سلنه زیاتوالی ښيي. د قزاقستان د غلو ټولنې د معلوماتو له مخې، افغانستان د دغه هېواد د اوړو د صادراتو له مهمو بازارونو څخه دی. دا زیاتوالی داسې مهال دی، چې افغانستان د پاکستان له لارې د سوداګریزو لارو له محدودېدو وروسته له منځنۍ اسیا سره خپلې سوداګریزې او ترانزیټي اړیکې پراخې کړې دي.

د هلمند د کرنې ریاست:په دې ولایت کې هره ورځ نږدې ۷۰ زره لېټره شیدې تولیدیږي. د مسوولینو په خبره د شیدو د تولید زیاتوالي ...
08/08/2026

د هلمند د کرنې ریاست:
په دې ولایت کې هره ورځ نږدې ۷۰ زره لېټره شیدې تولیدیږي. د مسوولینو په خبره د شیدو د تولید زیاتوالي د مالدارانو عواید لوړ کړي او د کورنیو د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې یې مهم رول لوبولی دی. په دغه ولایت کې د شیدو د پروسس څو کارخونې هم فعالیت کوي، چې هره ورځ شاوخوا ۳۰ زره لېټره شیدې راټولوي او له پروسس وروسته یې بیا د ولایت ترڅنګ د نورو سیمو بازارونو ته هم وړاندې کوي.

لغمان کې د یو میلیون ډالرو په لګښت د ګرانېټ ډبرو د پروسس کارخونه جوړه شوې.ددې ولايت د صنعت او سوداګرۍ رياست مسؤلين وايي ...
04/08/2026

لغمان کې د یو میلیون ډالرو په لګښت د ګرانېټ ډبرو د پروسس کارخونه جوړه شوې.
ددې ولايت د صنعت او سوداګرۍ رياست مسؤلين وايي د کورنیو تولیداتو ودې، صنعتي پیاوړتیا او له طبیعي زیرمو د ګټې اخیستنې په موخه د لغمان مرکز مهترلام تیګړیو پله ترڅنګ د ګرانېټ ډبرو د پروسس یوه عصري کارخونه جوړه شوې ده، چې ۳۰ کسانو ته پکې د کار زمينه هم برابره شوې.

ډونالډ ټرمپ:له وروستیو څرګندونو سره سره، د واشنګټن او تهران ترمنځ د نوو یا ځانګړو خبرو اترو لپاره تر اوسه کوم پلان نه دی...
04/08/2026

ډونالډ ټرمپ:
له وروستیو څرګندونو سره سره، د واشنګټن او تهران ترمنځ د نوو یا ځانګړو خبرو اترو لپاره تر اوسه کوم پلان نه دی جوړ شوی. تر دې مخکې ټرمپ ویلي وو چې د ایران پر وړاندې د پلان شوي برید له ځنډولو وروسته به د امریکا او ایران خبرې د دوشنبې په ورځ پیل شي او زیاته کړې یې وه چې د خلکو وژنه نه غواړي او هوکړې ته لومړیتوب ورکوي. خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، چې تهران او واشنګټن اوس مهال هېڅ رسمي مذاکرات نه لري.

هندي رسنۍ:ددې هېواد په کیرالا ایالت کې د بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۷ زر...
03/08/2026

هندي رسنۍ:
ددې هېواد په کیرالا ایالت کې د بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۷ زره او ۷۰۰ کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.
د کیرالا سیمه‌ییز حکومت ویلي، د سېلاب‌‌ځپلو سیمو د پاکولو او د مرستو د بهیر د چټکتیا لپاره اقدامات روان دي.

چارواکي وايي: کندهار او پکتیا ولایتونو کې له پاکستانه افغانستان ته د قاچاق کېدونکو وسلو او مهمات کشف او ضبط شوې ده. د ۲۰...
03/08/2026

چارواکي وايي:
کندهار او پکتیا ولایتونو کې له پاکستانه افغانستان ته د قاچاق کېدونکو وسلو او مهمات کشف او ضبط شوې ده. د ۲۰۵ البدر قول اردو د خبرپاڼې له مخې، د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د سکاڼ په سیمه کې ۱۷۰۵ د ثقیل مرمۍ، ۱۲۰۵ د کلاشنکوف مرمۍ او شپږ د کلاشنکوف شاجورونه له دوو شکمنو کسانو سره نیول شوي دي. بلخوا، د پکتیا امنیې قومندانۍ ویلي، د ډنډ پټان له لارې غزني ته د لېږد په حال کې ۳۰ تمانچې او ۱۳ کلاشنکوفونه هم ضبط شوي او په تړاو یې دوه کسان نیول شوي دي.

د هوا پېژندنې ریاست: نن دوشنبه د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل کړی د هوا پېژندنې ریاست یوه خبرپاڼه...
03/08/2026

د هوا پېژندنې ریاست:
نن دوشنبه د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل کړی د هوا پېژندنې ریاست یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغو ولایتونو کې، نورستان، کونړ، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او بدخشان شامل دي.

Address

01
Jalalabad

Telephone

+93771005675

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Heela Radio & Television posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Heela Radio & Television:

Shortcuts

Share