Ba Rish

Ba Rish حقیقی لیکنی ،خکلی مطالب زمونږ سره کتلی شی

30/04/2025
د خپل قدر ساتنه وکړه!هر څوک د الماس ارزښت نه پېژني،ځکه یې ځینې د شګو سره پرتله ګڼي!اې ته د چا د نظر محتاج نه یې!ته يوازې...
08/04/2025

د خپل قدر ساتنه وکړه!
هر څوک د الماس ارزښت نه پېژني،
ځکه یې ځینې د شګو سره پرتله ګڼي!

اې ته د چا د نظر محتاج نه یې!
ته يوازې د خپل احساس ارزښت وکړه!
دا ځکه چې رښتینې خزانه،
تل د ناپوهانو له سترګو پټه وي!
Rish

ایا ته دی له ژوند نه راضی یی؟ ایا تا له خپل زړه نه تر اوسه هڅه کړی؟ایا ستا یادیږی چه ستا سره پیسې  نه وی کوم لعنتی انسان...
07/04/2025

ایا ته دی له ژوند نه راضی یی؟

ایا تا له خپل زړه نه تر اوسه هڅه کړی؟

ایا ستا یادیږی چه ستا سره پیسې نه وی کوم لعنتی انسان ستا سره کمک کړی وه؟

ایا تاسره چه پیسې نه وی، نو ملګرو او یا ستا نږدی ورور یا پلار ستا سره کومه مرسته کړیوه؟

زموږ خپل رزیل او بد وخت ډیر ژر هیریږي، چه کله تیر شی بیا نو هیڅ فرق نه راکوی/خو چه سوک لږ هم غیرت وه لری هغه خپل تیر وخت په پام که نیسی او ځان په دی پوهوی چه راتلونکې که له داسی کړنو او توهین سره نه باید مخامخ شی.

دا خلک تاسو ته عزت، ارزښت او وخت هغه وخت درکوی چه ته یا ددوی د کار اسانه کولو لامل وه ګرځی او یا هم ښی ډیری پیسې وه لری، دا لعنتی خلک ستا پاک زړه، غیرت او ایماندارۍ ته نه ګوری، بلکی ستا جیب ته ګوری چه څومره وزن لری!

خپلوان (اکا ګان، تره زامن) تر ټولو لوی رزیلان دی، دوی هغه خلک دی چه هیڅکله نه غواړی چه تاسو دی پرمختګ وه کړی!
ــــــــــــــــــــــــــــ
✍تاسې یې یادادشت ڪـــړئ!"

24/03/2025

کله چې غوصه درشي، (اعوذ بالله من الشیطان الرجیم) ووایه، ترڅو شیطان له تا لیرې شي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي، که تاسو غوصه شئ او ولاړ وئ، نو کينئ؛ او که ناست وئ، بیا څملی.

د غوصې پر وخت خبرې کول د ستونزو سبب کېږي. چوپ پاتې کېدل به د غوصې د زیاتېدو مخه ونیسي.

د اسلام په مبارک دین کې سپارښتنه شوې چې د غوصې پر وخت اودس وشي، ځکه چې اوبه اور مړ کوي، او غوصه هم د اور په څېر ده.
مشالونه ..!!

علم کې تکبر، د ناپوهي انتهاځینې خلک فکر کوي چې دوی د عقل سرچینه دي،لکه ټوله پوهه یوازې د دوی په ذهن کې راټوله شوې وي،او ...
13/03/2025

علم کې تکبر، د ناپوهي انتها

ځینې خلک فکر کوي چې دوی د عقل سرچینه دي،
لکه ټوله پوهه یوازې د دوی په ذهن کې راټوله شوې وي،
او نور خلک "جاهلان" او "بې شعوره" دي.
دوی تل هڅه کوي چې نور ټیټ او ځان لوړ وښيي،
په بحثونو کې د خپلې "برترۍ" ثابتولو لپاره بې بنسټه دلایل راوړي،
او د نظر اختلاف نه شي زغملای.

خو حقیقت دا دی چې څومره چې علم زیاتېږي، همدومره عاجزي راځي.
ریښتینی پوه هغه څوک دی چې د نورو درناوی کوي،
له زده کړې خوند اخلي، او خپل علم د تکبر لپاره نه،
بلکې د خیر لپاره کاروي.

خو که یو څوک ځان "د هر چا پوه" وګڼي،
په حقیقت کې هغه تر ټولو ناپوه وي.
ځکه اصلي هوښیارتیا دا ده،
چې انسان زده کړې ته همیشه چمتو وي،
نه دا چې خپله ناپوهي "پوهه" او خپل غرور "دانايي" وبولي!



#مشالونه

زما ایمان، زما عقل، زما هوش، ستا سترګو یووړ...🙂«مشالونه»😍
10/03/2025

زما ایمان، زما عقل، زما هوش، ستا سترګو یووړ...🙂
«مشالونه»😍

دغه عکس لپاره یوه یوه وړه جمله ولیکئ...:)
09/03/2025

دغه عکس لپاره یوه یوه وړه جمله ولیکئ...:)

څو  :1_ ځان له نورو سره مه پرتله کوئ. ځکه چې دا پرتله کول ستاسو د خپګان لامل کيږي.2_ د هر چا څخه یو څه زده کړئ. ځکه د هر...
08/03/2025

څو :

1_ ځان له نورو سره مه پرتله کوئ. ځکه چې دا پرتله کول ستاسو د خپګان لامل کيږي.

2_ د هر چا څخه یو څه زده کړئ. ځکه د هر شخص پوهه او هنر جلا وي.

3_ انسان دوه غوږونه او یوه خوله لري. پدي معنا چې څومره وايې د هغه دوه چنده بايد واوري.

4_ هڅه وکړئ چې په خلکو کې ښه وګورئ. ځکه هيڅ انسان کامل ندی حتما خطا تري کيږي.*

5_ کله چي کوم کار کوی نو د خپل ځان وپوښتئ، "ایا دا زما لپاره اړین دي.
تاسو یې یاداشت کړئ.
آرواپوهنه

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ba Rish posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share