Arzakht 99 FM

Call Directions Website Contact the business

Arzakht 99 FM ارزښت راډیو! د ارزښتونو پالونکې

د افغانستان او قطر ترمنځ د چاپېریالي همکاریو پر پراختیا خبرې شوېد افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، د دې ادارې ...
15/10/2026

د افغانستان او قطر ترمنځ د چاپېریالي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، د دې ادارې عمومي رییس مطیع‌الحق خالص په کابل کې د قطر له سفیر میردف علي القاشوطي سره د چاپېریالي ستونزو، اقلیمي بدلونونو او نړیوالو مالي سرچینو ته د افغانستان د لاسرسي په اړه خبرې کړې دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، خالص په دې لیدنه کې ل د قطر له سفیر څخه غوښتي چې د درېدلو چاپېریالي پروژو د بیا پیل، د اوبو مدیریت، د فاضله اوبو د تصفیې او په نړیوالو چاپېریالي غونډو کې د افغان استازو د ګډون په برخه کې
همکاري وکړي.

مجاهد: د پاکستان کورنۍ ستونزې پر ټوله سیمه منفي اغېز کوي.د ا.ا ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان سیاسي، امنیتي، ټولنیزې او...
12/10/2026

مجاهد: د پاکستان کورنۍ ستونزې پر ټوله سیمه منفي اغېز کوي.
د ا.ا ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان سیاسي، امنیتي، ټولنیزې او اقتصادي ستونزې د اندېښنې وړ بللې او ویلي یې دي چې دغه ستونزې پر ټوله سیمه منفي اغېز کوي.

مجاهد ټینګار کړی چې پاکستاني چارواکي د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان اچولو سره خپلې ستونزې نه شي حل کولای.

نوموړي زیاته کړې چې بې‌اساسه تورونه لګول، د افغانستان د څېرې خرابول او د عملي حل‌لارو د موندلو پر ځای د دغه هېواد پر ضد تبلیغاتو ته تمرکز کول، ناکامه تګلاره ده.

د اسلامي امارت ویاند له پاکستانه غوښتي چې د خپلو کورنیو ستونزو د حل لپاره رغنده ګامونه پورته کړي او د دغه هېواد د سیاستوالو او خلکو نظرونو او حقونو ته درناوی وکړي.

مجاهد همدارنګه د پاکستان د لومړي وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو پیل په پاکستان کې د پوځي کړیو له لوري شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ناامنۍ لامل هم ګرځېدلي دي.

د نوموړي په وینا، دغو کړیو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو او مذاکراتو مخه نیولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار یو ځل بیا ویلي چې اسلامي امارت باید اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار واخیستل شي.

نوموړي دا غوښتنه په اسلام‌اباد کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د لیدلوري په اړه د یوې غونډې پر مهال کړې ده.

اسلامي امارت تر دې وړاندې څو ځله ویلي چې د افغانستان
خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.


پنجشېر کې ۳۲۱ کیلوګرامه نشه‌يي توکي سوځول شويد اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ...
11/10/2026

پنجشېر کې ۳۲۱ کیلوګرامه نشه‌يي توکي سوځول شوي

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي، په پنجشېر ولایت کې ۳۲۱ کیلوګرامه بېلابېل نشه‌يي توکي سوځول شوي دي.

د دغه معینیت د اېکس‌پاڼې د معلوماتو له مخې، یاد توکي د ښاري محکمې د حکم پر بنسټ او د ځایي مسوولینو په حضور کې له منځه وړل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په تېرو څو میاشتو کې د نشه‌يي توکو د کاروبار په تړاو سلګونه کسان نیول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، په هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کاروبار بندیز لګېدلی دی. د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د نشه‌يي توکو لسګونه کارخونې کشف او له منځه وړل شوې دي.
#پنجشېر

#کشف

ننګرهار کې د ۱۶ ټنه زیتون اچارو د تولید پلاند ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت وايي، پلان لري چې سږکال په دغه ولایت کې شاو...
11/10/2026

ننګرهار کې د ۱۶ ټنه زیتون اچارو د تولید پلان

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت وايي، پلان لري چې سږکال په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۶ ټنه د زیتون اچار تولید او بازار ته وړاندې کړي.

د دغه شرکت د مسؤلانو په وینا، د ننګرهار په درې فارمونو کې د شنو زیتونو د راټولولو بهیر پیل شوی او راټول شوي زیتونونه به وروسته د اچارو جوړولو لپاره فابریکې ته ولېږدول شي.

#ننګرهار
#زیتون
#اچار

افغانستان، اوزبیکستان او هند د ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړېد افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې...
11/10/2026

افغانستان، اوزبیکستان او هند د ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان، اوزبیکستان او هند د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګریزې او پانګونې هوکړې لاسلیک شوې دي.

د یادې خونې د خبرپاڼې له مخې، دغه هوکړې د امام ابوحنیفه (رح) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې، د جمعې په ورځ په کابل کې د سوداګرو او پانګه‌والو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د غونډې پر مهال لاسلیک شوې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې زیاته کړې چې په دې غونډه کې د اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د سوداګرۍ پر وړاندې د شته خنډونو پر لرې کولو او د پخوانیو لاسلیک شویو هوکړه‌ لیکونو پر عملي کېدو هم ټینګار شوی دی.

د سرچینې په وینا، د دغو هوکړو لاسلیک به د افغانستان له خصوصي سکټور سره د اوزبیکستاني او هندي شرکتونو د سوداګریزو او پانګونې اړیکو د پراختیا زمینه برابره کړي.

د امام ابوحنیفه (رح) پنځم ملي او نړیوال نندارتون تېره جمعه په کابل کې پرانیستل شو، چې د بېلابېلو هېوادونو سوداګرو او پانګه‌والو پکې ګډون کړی و.


د زمري ۲۴مه په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان شوه.د کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې راتلونکې شنبه، ...
11/08/2026

د زمري ۲۴مه په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان شوه.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې راتلونکې شنبه، د زمري ۲۴مه د (کابل د فتحې) د پنځمې کلیزې په مناسبت عمومي رخصت اعلان کړې ده.
د خبرپاڼه له مخې، د دې ورځې په مناسبت به ټولې دولتي ادارې او اړوند بنسټونه رخصت وي.

خپل سیال یې په ۲۰ ثانیو مې مات کړ. د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي عبدالعظیم بدخشي د هند په حیدراباد کې په ترسره کېدونکې سی...
09/08/2026

خپل سیال یې په ۲۰ ثانیو مې مات کړ.
د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي عبدالعظیم بدخشي د هند په حیدراباد کې په ترسره کېدونکې سیالۍ کې خپل روسي سیال د لوبې په لومړیو کې ناک اوټ کړ او بریا یې خپله کړه.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، نن (یکشنبه، د زمري ۱۸مه) هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په سوېل‌ل...
09/08/2026

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، نن (یکشنبه، د زمري ۱۸مه) هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په سوېل‌لوېدیځه حوزه کې د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت د ارزونې معیاري لابراتوار پرانیست او ګټې اخیستنې ته یې وسپاره.
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د دغه لابراتوار د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې محصولات او خدمات باید د ملي او نړیوالو معیارونو له مخې وړاندې شي او د محصولاتو د واردولو په برخه کې باید ټاکل شوي معیارونه رعایت شي.
د دغه لابراتوار د پرانیستې په مراسمو کې د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي او د اسلامي امارت د کابینې یو شمېر غړو هم ګډون کړی و.


د کرکټ نړۍ کې د ویر ورځ؛ د ځدراڼ وروستي مراسم کابل کې کېږي.د راپورونو له مخې، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک ت...
07/07/2026

د کرکټ نړۍ کې د ویر ورځ؛ د ځدراڼ وروستي مراسم کابل کې کېږي.

د راپورونو له مخې، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ‌اچوونکي شاپور ځدراڼ جنازه به سبا مازیګر له هند څخه کابل ته ولېږدول شي.
ټاکل شوې چې د نوموړي د جنازې لمونځ به د پنجشنبې په ورځ د کابل په عیدګاه جومات کې ادا شي.
د شاپور ځدراڼ د مړینې له امله په خوست کې د کرکټ روانې کورنۍ سیالۍ هم د درناوي په موخه دوه ورځې ځنډول شوې دي.
شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ د ودې په مهم پړاو کې د ملي لوبډلې له پېژندل شویو لوبغاړو څخه و او د هېواد د کرکټ د نړیوال شهرت په سفر کې یې مهم رول درلود.

افغان کرکټ خپل مخکښ چټک توپ‌اچوونکی شاپور ځدراڼ له لاسه ورکړد افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ‌اچوونکی شاپور ځدر...
07/07/2026

افغان کرکټ خپل مخکښ چټک توپ‌اچوونکی شاپور ځدراڼ له لاسه ورکړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ‌اچوونکی شاپور ځدراڼ له اوږدې ناروغۍ وروسته د ۳۸ کلونو په عمر وفات شو. د نوموړي د مړینې خبر د افغانستان کرکټ بورډ (ACB) هم په رسمي توګه تایید کړی دی.
شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ د بنسټ اېښودونکو لوبغاړو له ډلې و او د ۲۰۰۰مې او ۲۰۱۰مې لسیزې پر مهال یې د ملي لوبډلې د نړیوال شهرت په ترلاسه کولو کې مهم رول ولوباوه. هغه د افغانستان لپاره ۴۳ یو ورځنۍ (ODI) او ۳۲ شل اوریزې (T20I) نړیوالې لوبې ترسره کړې او د خپل چټک کیڼ‌لاسي توپ‌اچونې له امله یې ځانګړی نوم ګټلی و.
د نوموړي له یادګاري شېبو څخه یوه هم د ۲۰۱۵ نړیوال جام کې د سکاټلنډ پر وړاندې د افغانستان تاریخي بریا وه، چې د وروستۍ منډې په جوړولو یې د هېواد د نړیوال جام لومړۍ بریا بشپړه کړه.
شاپور ځدراڼ له څو میاشتو راهیسې په هند کې د Hemophagocytic Lymphohistiocytosis (HLH) په نوم د معافیت سیستم له یوې نادرې او خطرناکې ناروغۍ تر درملنې لاندې و، خو د درملنې له هڅو سره سره یې ژوند ونه ژغورل شو.

Address

Jalalabad

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Arzakht 99 FM posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Arzakht 99 FM:

Shortcuts

Share

Category