
24/04/2025
د نفـرتــــــــــــــــــــــــــونـو اُور مـا هـم سیـزي تـا هـم سیـزي
ستـا د لاســــــــــــــــــــونـو اُور مـا هـم سیـزي تـا هـم سیـزي
که سـولـه راشــــــــــــــــــــــــي، نـو د دواړو ابـادي بـه راشـي
خـو دجنګـــــــــــــــــــــونـو اُور مـا هـم سیـزي تـا هـم سیـزي
د کتـابـونـو ژونـد بيخـــــــــــــــــــــــــي د جنتـونـو ژونـد دي
او دبمـــــــــــــــــــــــــــونـو اُور مـا هـم سیـزي تـا هـم سیـزي
د دې معصـومـــــــــــــــــــــــــــو ازارونـه بـه دنيـا ړنګـه کـړي
د دې کــــــــــــــــــــــورونـو اُور مـا هـم سیـزي تـا هـم سیـزي
اے زړۀ تـرڅــــــــــــــــو بـه د فـريـب پـهٔ دائـرو کښـې اوسـې
د ښـائيستــــــــــــــــــــونـو اُور مـا هـم سیـزي تـا هـم سیـزي
چـې زه دې څـۀ يم؟ تـه مې څـۀ ئـي؟ مـونـږه دواړه څـۀ يؤ؟
د دې سـوالـــــــــــــــــــونـو اُور مـا هـم سیـزي تـا هـم سیـزي
نـور مـې غـزل کښـــــــــــــــې بـاجـوړيـه نـامـه يـاده نـه کـړې
د تهمتـــــــــــــــــــــــــــونـو اُور مـا هـم سیـزي تـا هـم سیـزي
امین باجوړی