
07/07/2024
*څلور هغه شیان چی ته یی باید ترسره نه کړې…*
لومړی: مه ګوره!
دویم: مه وایــــه!
دریم: مــــــه اوره!
څلورم: مه پوښته!
*لومړې مه ګوره:*
۱- د خلکو عیبونو ته، مه کوره!
۲- هغو کوچنیو مسائلو ته چی ستا په #کورنی کی رامنځته کیږی، مه کوره
۳- هغو ښو کارونو ته چی نورو ته دی ترسره کړی، مه کوره
۳- کله هم داسی وښایه چی تا هیڅ څه هم نه دی لیدلی
*دویم مه وایه:*
۱- هر څه دی چی واوریدل، مه وایه
۲- په هغه چا چی خبری دی تاثیر نه لری، هیڅ مه وایه
۳- هغه خبره چی زړه خفه کوی، مه وایه
۴- چا سره دی ښه وکړل، مه ورته وایه
*دریم مه اوره:*
۱- هغه خبره چی ارزښت نه لری، مه اوره
۲- کله چی دوه کسان ورو غږیږی د خبرو د اوریدو هڅه یی مه یی کون
۳- غیبت، مه اوره
۴- کله هم ځان داسی وښایه چی تا هیڅ نه دی اوریدلی
*څلورم مه پوښته:*
۱- هغه څه چی ستا پوری اړه نه لری، مه پوښته
۲- هغه څه چی څوک یی له ویلو شرم کوی، مه پوښتته
۳- هغه څه چی د یو چا د زوریدو سبب کیږی، مه پوښته
۴- هغه پوښتنه چی په هغه کی کټه نشته، مه پوښته
۵- هغه څه چی د اختلاف او تفرقی سبب کیږی، مه پوښته.