23/07/2026
افغانستان او مالیزیا د کتابتوني همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
د افغانستان د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم په کوالالمپور کې د مالیزیا د ملي کتابتون له مسؤلینو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د کتابتونونو د پراختیا، فرهنګي او علمي همکاریو، د تجربو د تبادلې او د کتابتوني خدمتونو د پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې. د مالیزیا مسؤلینو د افغانستان د عامه کتابتونونو د پیاوړتیا په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.