Sahil Janan

Sahil Janan ساحل جانان د ترنم او ادبي ليکني پيج

16/11/2025
25/08/2025

*همداسې ښه یمه چې مړ شمه او ساه نه غواړم*
*سمه ده تــا پســـې نــور نه ژاړمه تا نه غواړم*

*خلک که مینه کوي خلک پوه شه مینه پوه شه*
*خــــو زه مــــې ځـــان بربادولو له بلا نه غواړم*

*خیر چــاته نه وایم چې پرې یی ښودم لاړه رانه*
*ناروا وکــــړه خـــــو زه دومره ناروا نه غواړم*

*صحـــــــــــي ده ته که رانه کرکه کوې کرکه کوه*
*خـــــــو زما مخکې دې رقیب سره خندا نه غواړم*

*نصیبه ما خو هغه څه غوښته چې را دې نه کړه*
*نــــــوره دې خوښه درنه هغه او زه دا نه غواړم*

*مــــاته کـــــه وایــــی نـــو غزل به د تائید ووایی*
*مــــاته یی مـــــه وایه شیرونه د بل چا نه غواړم*

26/06/2025

مغرور دې په ښايست باندې اسمان دى کابلۍ
خو خېر غواړې اوس، خپل وطن دې وران دى کابلۍ

نو ته خو د کنعان د يوسف خېلو شهزادګۍ يې
په دې ښار کې خو حسـن ډېر ارزان دى کابلۍ

افسوس نه دى چې زه د احمد شاه بابا د کور يم!
او ته ژاړې د بل ور ته، ارمــــان دى کابلۍ

د چا نه دې د سوې لوپټې پوښتنه وکـــړم؟
په دې جنګ کې خو لاس د خپل افغان دى کابلۍ

پخپله دې په خپل حسن تمام وطـن لـمبه کـړو
اوس ژاړې چې زما پکې جــانان دى کــــابلۍ

په بوې کې د بارودو اخلو ساه Darwish روښانه
زما د زړه کــابل هـــغسې وران دى کــــابلۍ

26/06/2025

سینه کې به مې څنګه پټ ټپونه درته ښايم
د درد به مې زه کوم،کوم ثبتونه درته ښايم
د زړه پرسر مې کټ،مټ به همداسې وي ولاړې
تڼاکې مې د خپلو د لاسونو درته ښايم

26/06/2025

نه زور منې نه عذر نه زارئ بلا وهلې
نو چاته دي ساتلې ده خولګۍ بلا وهلې

ډېر وخت وشو چې نښکاري بیخې ده نادرکه
بیخې ده رانه ورکه مکتبئ بلا وهلې

ښایسته نازکي ګوتې دي قلم سره جوړیږي
اوښان دي درنه پاتي شه کوچۍ بلا وهلې

کتاب مې د لیلا او د مجنون ورته تمام کړ
خو بیا هم پوهه نشوه په یارئ بلا وهلې

جانانه چې یا موږ پورې دا نوم د ملا نه وای
یا دا د خلقي لور نه وائ خلقی بلا وهلې

‎‌‌‌‌‌‌‌‌‌‎‌‌‎‌‌‍‌‍‌‍‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‎‌‌‎‌‌‍‌‍‌‍‌‌‌‎‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‎‌‌‎‌‌‍‌‍‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‎‌‌‎‌‌‍‌‍‌‍‌‌‌‎‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‎‌‌‎‌‌‍‌‍‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‎‌‌‎‌‌‍‌‍‌‍‌‌‌‎‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‎‌‌‎😍😘✌

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Sahil Janan posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share