Nan radio 99.9fm

Nan radio 99.9fm د افغانستان او نړی تازه خبرونه

04/08/2025

د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د یوې نر‌سې د قتل په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.

په جلال‌ آباد کې د تورو شیشو پر موټرونو عملیات دوام لري د ننګرهار امنیې قوماندانۍ د ډایاک آمریت په هڅو د تورو شیشو لرونک...
28/07/2025

په جلال‌ آباد کې د تورو شیشو پر موټرونو عملیات دوام لري

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ د ډایاک آمریت په هڅو د تورو شیشو لرونکو وسایطو د پاکولو کمپاین په پوره جدیت روان دی.
مسؤلين وايي؛ دا کمپاین، چې څو ورځې وړاندې پیل شوی، اوس هم د ښار په بېلابېلو سیمو کې دوام لري.
چارواکي وايي؛ موخه‌ یې د ښار د امنیت روڼوالی، د عامه نظم ټینګښت او د وېروونکیو ناقانونه نښو له منځه وړل دي. د دغه کمپاین پرمهال هغه وسایط، چې تورې شیشې لري، درول کېږي او شیشې‌ یې د قانون له مخې پاکېږي.
د ډایاک آمریت مسؤلین ټینګار کوي، چې دا لړۍ به تر هغه دوام ومومي، څو د ښار فضاء له بې‌ باورۍ، وېرې او شک څخه پاکه او خلکو ته د شفاف، قانونمند او امن ژوند زمینه برابره شي.
له ښاریانو هم غوښتنه کېږي، چې د قانون پلي کولو په برخه کې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي او د تورو شیشو له استعماله ډډه وکړي.

فرانسه وايي د فلسطین دولت به په رسمیت وپېژني؛ اسراییل او امریکا پرې غبرګون ښودلید فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ویلي، هېوا...
25/07/2025

فرانسه وايي د فلسطین دولت به په رسمیت وپېژني؛ اسراییل او امریکا پرې غبرګون ښودلی

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ویلي، هېواد یې نیت لري چې راتلونکې سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په غونډه کې د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندنه اعلان کړي.
مکرون هیله ښودلې چې دا اقدام به په سیمه کې د سولې د ټینګېدو سره مرسته وکړي، خو دا پرېکړه سملاسي د اسراییلو او د امریکا متحده ایالتونو له سخت غبرګون سره مخ شوې ده.

په نورستان کې د ټرافیکي پېښې له امله ۴ تنو ته  مرګ ژوبله اوښتې  نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ اړوند دوران ساه  سیمه کې یو...
23/07/2025

په نورستان کې د ټرافیکي پېښې له امله ۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ اړوند دوران ساه سیمه کې یو موټر چپه شوی چې له امله یې یو تن ماشوم مړ او د موټر چلوونکي په ګډون یوه مېرمن او ماشومان ټپیان شوي دي.
د نورستان امنیه قوماندانۍ ویاند غلام رحمان حیدري وایي، ټپیان ساحوي روغتون ته لېږدول شوي دي، چې د ماشومې روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
د حیدري په وینا، د پېښې لامل د موټر تخنیکي ستونزه وه.
د یادونې ده،چې په نورستان کې ډېری ټرافیکي پېښې د سړکونو خرابوالي له امله رامنځته کېږي چې وخت ناوخت خلکو ته د مرګ ژوبله اړولی

پاکستاني پوځیانو څو ورځې د پکتیا اړوند د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پنځه افغان ځوانان کوزې پښتونخوا ته د اوښتو پر مهال د ...
22/07/2025

پاکستاني پوځیانو څو ورځې د پکتیا اړوند د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پنځه افغان ځوانان کوزې پښتونخوا ته د اوښتو پر مهال د ورانکارو فعالیتونو په تور نیولي دي.

جلال آباد ښار کې د غلو ۱۳ کسيزه ډله نيول شوېد ننګرهار امنيې قوماندانۍ رسنيز دفتر رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ويلي، د ج...
20/07/2025

جلال آباد ښار کې د غلو ۱۳ کسيزه ډله نيول شوې

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ رسنيز دفتر رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ويلي، د جلال آباد ښار اوومې امنيتي حوزې منسوبينو په خپله ساحه کې د غلو ديارلس کسيزه ډله نيولې، چې له خلکو څخه به يې د توفنګچې او چاقو په زور مبايل، نغدې پیسې او نور قيمتي توکي اخیستل.

خبرپاڼه زياتوي؛ نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی، چې له پوښتنو او ګروېږنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

د سوریې په سویدا کې د وژل شویو شمېر تر ۷۰۰ واوښت
19/07/2025

د سوریې په سویدا کې د وژل شویو شمېر تر ۷۰۰ واوښت

خبرتیا!د ننګرهار امنیه قومنداني له ټولو درنو ولسونو څخه هیله کوي چې د هوا د تودوخې د زیاتوالي له امله دې د اورلګېدنې له ...
17/07/2025

خبرتیا!

د ننګرهار امنیه قومنداني له ټولو درنو ولسونو څخه هیله کوي چې د هوا د تودوخې د زیاتوالي له امله دې د اورلګېدنې له احتمالي پېښو سره د مخامخېدو لپاره لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.

د ګرمۍ په موسم کې د برېښنایي وسایلو زیات استعمال، سوځنده موادو ته نږدې چلند او د احتیاطي اصولو نه مراعت ممکن د ناوړه پېښو لامل وګرځي. له همدې امله سپارښتنه کیږي چې:
1:د برېښنا، ګاز، تېلو او نورو سوځنده توکو د کارولو پر مهال پوره احتیاط وشي.
2:ابتدایي اور وژونکي وسایل دې په کورونو، هټیو، مارکیټونو او ادارو کې ولرئ.
3:د ماشومانو د لاسرسي وړ ځایونو کې دې خطرناک وسایل کې نښودل شي.

او د هر ډول احتمالي خطر پر مهال دې ژر تر ژره له اړوندو امنیتي او اطفائیه ادارو سره اړیکه ونیول شي.

که د اورلګېدنې پېښه رامنځته شي، د ننګرهار د امنیه قومندانۍ د اطفائیې منسوبین چمتو دي چې په لږ وخت کې د پېښې ځای ته ځان ورسوي او له تاسو سره مرسته وکړي.

📞 د اړیکو شمیرې:0728344198 0700612220 _ 0770970851 0730094900
او یا هم د 📞101 وړیا شمېرې سره اړیکه ونیسی.

ننګرهار کې د لډو لوبې پر سر شخړه کې د وژل شوي کس قاتل ونیول شود ننګرهار امنیې قوماندانۍ رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې وی...
13/07/2025

ننګرهار کې د لډو لوبې پر سر شخړه کې د وژل شوي کس قاتل ونیول شو

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ولایت کامې ولسوالۍ اړوند قلعه‌اخند سیمه کې د لډو لوبې پر سر رامنځته شوې لفظي شخړه په فزیکي نښته اوښتې، چې له امله یې یو تن وژل شوی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې پېښه کې یو ۲۵ کلن ځوان د لرګي په ګوزار سخت ټپي او له لږ ځنډ وروسته یې ساه ورکړې.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مسؤولین وایي، د پېښې له راپور سره سم امنیتي ځواکونه سمدلاسه سیمې ته رسیدلي، قاتل یې نیولی او دا مهال تر جدي عدلي څېړنو لاندې دی.
چارواکي زیاتوي، چې موضوع به له بشپړو پلټنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

د کورینو چارو وزارت ویاند ویلي چې امنیتي ځواکونو د بلخ په مرکز مزار شریف ښار کې هغه ماشوم ژغورلی چې د انسان تښتونکو له ل...
13/07/2025

د کورینو چارو وزارت ویاند ویلي چې امنیتي ځواکونو د بلخ په مرکز مزار شریف ښار کې هغه ماشوم ژغورلی چې د انسان تښتونکو له لوري تښتول شوی و.

ښاغلي قانع ویلي، انسان تښتونکي او د هغوی پټنځایونه له منځه تللي خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

د نورستان نورګرام پولیسو دوه کسان د غلا او منکراتو په تور نیولي.نیول شویو کسانو له جملې یو کس دکانونو او کورونو څخه غلاو...
11/07/2025

د نورستان نورګرام پولیسو دوه کسان د غلا او منکراتو په تور نیولي.

نیول شویو کسانو له جملې یو کس دکانونو او کورونو څخه غلاوې کول او بل تورن کس د نورګرام په بېلابېلو سیمو کې منکرات او ناوړه کړنې ترسره کول د یاد ولسوالۍ پولیسو له لوري ونیول شول.

تورن کسان اوسمهال د نورګرام جنایي پېښو ضد منسوبینو تر پوښتنې لاندې دي، چي وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارلي شي.

د نورستان امنیه قوماندانۍ رسنیز دفتر

يو موټر چلوونکی د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوید ننګرهار امنیې قوماندانۍ له‌ خوا رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ...
10/07/2025

يو موټر چلوونکی د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ له‌ خوا رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد ویلي، چې درې ورځې وړاندې انسان‌ تښتوونکو یو موټر چلوونکی د خوږیاڼو ولسوالۍ له وزیرو سیمې څخه تښتولی و او د چپرهار ولسوالۍ مربوطاتو ته یې انتقال کړی و.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د چپرهار ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د عملیاتو له لارې یاد موټر چلوونکی د انسان‌ تښتوونکو له منګولو وژغوره او بېرته یې خپلې کورنۍ ته وسپاره.

د خبرپاڼې له مخې، انسان‌ تښتوونکو له دغه کس د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو غوښتنه کړې وه، خو د امنیتي ځواکونو پر وخت اقدام سره، نه یوازې یاد کس ژغورل شوی، بلکې له احتمالي ځاني او مالي زیان څخه يې هم مخنیوی شوی دی.

ژغورل شوي تن او د هغه کورنۍ له امنیتي ځواکونو مننه کړې، چې پر وخت یې اقدام وکړ او دوی یې وژغورل.

Address

4 Zone
Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Nan radio 99.9fm posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category