افغان غږ

افغان غږ له مونږ سره یو ځای شۍ دنړۍ او افغانستان تازه اوکره خبرونه

03/12/2021
شریف شرافت صیب له پانی د شهید د ورور څو کرښیزما د شهيد ورور انجنير نوید جان د شهادت په اړه وضاحت:زما ورور انجنير نوید څو...
01/12/2021

شریف شرافت صیب له پانی د شهید د ورور څو کرښی
زما د شهيد ورور انجنير نوید جان د شهادت په اړه وضاحت:
زما ورور انجنير نوید څو ورځي مخکې پر خپل فیسبوک پاڼه پوسټ وکړ چې معلمانو تاسي له طالبانو معاش غواړﺉ هغوي خپله زېره ټولوی تاسو ددوي څخه معاش غواړﺉ.
تیره پنجشنه د قوس د میاشتي پر څلورم تاریخ څو تنه طالبان په موټر کی راغلي و لمړی یی تلفن ځيني اخیستی او بیا یی په زور موټر ته ور پورته کړی د هلمند ولایت د امنیت ملي لمړﺉ حوزې ته په وهلو ټکولو بیولی ؤ چي وروسته زما بل ورور او څو تنه دوستان د امنیت ملي اولي حوزې ته دپوښتني لپاره ورغلي و چي په کوم جرم مو زما ورور حوزې ته راوستلی دی او هغو په جواب کي ورته ویلی چي ستاسي ورور په موږ طالبانو پسي پوسټونه کړی دی د تحقيق لپاره مو راوستلی دی سهار یې برته درایله کوو سهار سو رایله یې نه کړی سپين ږیري,پلار او وروڼه ورغله چې زموږ هلک که دا کار کړی وی یو غلطی يي کړی ده کشر دی رایله یی کې خیر دی. د اولې حوزې طالبانو په جواب کې ورته وویل چې نن جمعه ده سبا شنبه ده د ریاست څخه څوک راځي تحقيق به ځيني وکړی نور مشکل نسته حاجی صاحب زوی دی درایله کوو.
د شنبی ورځ سو رایله یې نه کړی سپین ږیري پلار او وروڼه مې بیا ورغلل چې زموږ هلک مو ولی رایله نه کړ تاسو وویل چې د شنبی په ورځ یې در ایله کوو.
دوي په جواب کې ورته وویل چې ستاسو هلک زموږ سره نه سته هغه زموږ څخه وتښتېدی پلار مې ورته وویل چې ستاسو سره بندې وه څنګ وتښتېدی دوی په جواب کې وویل چې هغه یوه پله پرون ماپښين وتښتېدی بیا موږ طالبانو ګېر کړی په حوزه کې په اطاق کې مو وتړی نو برایی ماښام د شپي پر 2 بجې زموږ څخه بیا وتښتېدی موږ ټولو حوزو ته خبر ورکړی چې پیدامو کړی بیا خبر درکوم موږ پسی ګرځو تاسو هم پسی ګرځي.
د یکشنبی ورځ دېرش څلویښت سپين ږیري مو ټول کړی وه نیت مو وو چې د امنیت ملی ریس ته ورسو. دا و چې د شفاخانې څخه زما یو ملګری زنګ راته ووهه په مات اواز یې راته وویل شرافته! شفاخانې ته راسه د انجنير نوید پښه ماته ده. ته لږ ژر راسه. شفاخانې ته چې ورځم یخچال ته یې بوتلم خپل نازک ورور ته یې وردولم توبه خدای ج دی داسی ورځی په مسلمان نه وینی.
چې ورور مې ګورم ښایسته پوزه يې ورماته کړی, یوه سترګه یې ورچولی, پر مخ یې د توپکو وارونه د ورایه معلومیدل, زیګر یې ټول زخمونه زخمونه وو, سر یې دوه دري ځای مات وو,

ستاسو په نظر کوم یو دهیواد لپاره غوره دی.
01/12/2021

ستاسو په نظر کوم یو دهیواد لپاره غوره دی.

01/12/2021

په اندونيزيا کې د کډوالو يوه سيمه اييز همغږي کوونکي د اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس ته ويلي، چې يوه افغان کډوال د سې شنبې پر ورځ په درېيم هېواد کې د مېشتېدنې لپاره د خپل اووه کلن انتظار په اعتراض کې ځان ته اور اچولی دی.

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين له لوېديځو بانکونو غوښتنه کړې چې د بشري اړتياوو په خاطر د افغانستان کنګل شوې پانګه ازاده کړ...
01/12/2021

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين له لوېديځو بانکونو غوښتنه کړې چې د بشري اړتياوو په خاطر د افغانستان کنګل شوې پانګه ازاده کړي.

29/11/2021

درنو او محترمو هیوادوالو!
خدای دې وکړي چې ټول به روغ او جوړ ياستۍ او دصحت جامې به مو پر تن وي، مونږ غواړو چې مونږ له دغه پیج څخه تاسو ته علمي، ادبي، خبري او نوربیلابیل موضاعت او لیکنې خپرې کړو له تاسو محتر مو څخه هیله کوو چې زمونږ صفحه درسره خوښه کړۍ او له ملګرو سره یې شریکه کړۍ.

29/11/2021

سلامونه احترامات او نیکې هيلې په دی هیله چې ټول به روغ او جوړ یاستۍ

Address

Jalalabad
JALALABAD

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when افغان غږ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share