قریشي بدلون Qoraishi Badllon

قریشي بدلون Qoraishi Badllon د ننګرهار اطلاعاتو امر رسمي پاڼه

✍🏻
لیکوال او ژورنالست

د ننګرهار ولایت شیرزاد ولسوالۍ په شورلاخیل،سرکوټ او جان محمد کلیو کې د سړکونو جوړیدو چارې روانې دي.
24/09/2025

د ننګرهار ولایت شیرزاد ولسوالۍ په شورلاخیل،سرکوټ او جان محمد کلیو کې د سړکونو جوړیدو چارې روانې دي.

ټرمپ شهباز شریف ته اته دیرش ثانیې ملاقات وخت ورکړی ، بل طرف یې زیلنسکي ته ویلي چ تاسې روس باندې ملامته نه یاست او اروپا ...
24/09/2025

ټرمپ شهباز شریف ته اته دیرش ثانیې ملاقات وخت ورکړی ، بل طرف یې زیلنسکي ته ویلي چ تاسې روس باندې ملامته نه یاست او اروپا درسره ده جنګ ته ادامه ورکړه .
همدارنګه یې ملگرو ملتونو غوڼډه کې د خبرو پر مهال وویل چ ما اوه جنګونه غلي کړل او تاسې ویده وی ، د خبرو پرمهال یې مایکروفون ستونزه پیدا کړه چې ټرمپ په غوصه شو او وویل چې تاسې دلته ستونزې نشی حل کولی نو نورې دنیا کې به څه توره وکړی.

ورځنی حدیث شریف:عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ ﷺ: اسْتَوْصُوا بِالنِّسَاءِ خَيْرًا...
24/09/2025

ورځنی حدیث شریف:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ ﷺ: اسْتَوْصُوا بِالنِّسَاءِ خَيْرًا.
(متفق عليه: البخاري ۵۱۸۶، مسلم ۱۴۶۸)

ژباړه:
ابو هریره رضي الله عنه روایت کوي، چې رسول الله ﷺ وفرمایل: تاسې ته وصیت کؤم، چې د ښځو سره ښۀ سلوک وکړئ.

24/09/2025

لهٔ سختیو مه ډارېږه!
سختۍ انسان کلکوي، مېخونه چې پهٔ دېوالونو کې کلک دي؛ نو کلکې ضربې یې تحمل کړې دي. سختۍ تحمل کړئ؛ تر څو د سبا ورځې غښتلي انسانان درڅخه جوړ شي.

شاعر وايي:
لهٔ انسان سره چې غم ګډ شي نو کلک شي
دېوال کــړی چـــا لهٔ خــــاورو بې اوبو دی

ننګرهار کې د کاپیسا ولایت اوسېدونکې افغانې جوړې چې څوارلس کاله یې په عیسویت کې تیر کړي و اسلام مبارک دین قبول کړل
23/09/2025

ننګرهار کې د کاپیسا ولایت اوسېدونکې افغانې جوړې چې څوارلس کاله یې په عیسویت کې تیر کړي و اسلام مبارک دین قبول کړل

23/09/2025

ننۍ زلزلې له امله د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ غر ښوېدنه رامنځته شوې ، تر اوسه د مرګ ژوبلې اړوند راپور نلرو ، همدا راز یو شمیر کورونه نړیدلي

23/09/2025

ننۍ زلزلې له امله دره نور ولسوالۍ کې یو شمیر کورونه نړیدلي،خو تر اوسه ځاني تلفات نلرو

چ قوي اراده د کار لپاره موجوده وي هرڅومره ستونزمن کار کېدونکی دی .د جلال اباد ښاروالۍ په هڅو د ننګرهار په کچه مرکزي کمیس...
23/09/2025

چ قوي اراده د کار لپاره موجوده وي هرڅومره ستونزمن کار کېدونکی دی .
د جلال اباد ښاروالۍ په هڅو د ننګرهار په کچه مرکزي کمیسون په هماهنګۍ د ښار یو شمیر مهمو واټونو د پراختیا چارې پېل شوي ، دستې پیل د سره رود له دوسرکې نه شوی ، هلته به موجوده څلور لارې پراخه شي ، لاسي پلورونکي به بلې سیمې ته نقل کړای شي ، یو شمیر خلکو دولتي ځمکه غصب کړېې وه هغه ترې راوګرځول شوه ، همدا رنګه یو شمیر شخصي ځمکه تشخیص شوه چې د چوک پراخوالي مخه یې نیولې هغه به استملاک شي او خلکو ته به یې عوض ورکول شي.

23/09/2025

همدا مهال جلال اباد ښار او شاوخوا سيمو کې د زلزلې ټکانونه محسوس شول، هيله ده چې په ټولو سيمو کې خيريت وي.

23/09/2025

ورځنی حدیث شریف:
عَنِ ابْنِ عُمَرَ رضي الله عنهما قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ: أَكْثِرُوا ذِكْرَ هَادِمِ اللَّذَّاتِ.
(رواه الترمذي – حديث حسن صحيح)

ژباړه:
ابن عمر رضي الله عنهما وايي: رسول الله ﷺ وفرمايل: د هغو څيزونو ډېره يادونه کوئ، چې د لذتونو/ خوندونو ختموونکی ده.
(يعنې مرګ)

23/09/2025

ریښتیني مؤمنان:
ریښتیني مؤمنان پهٔ دوو حالاتو کې سخت ځورېږي؛
۱ - چې د یو مظلوم مؤمن لۀ دفاع څخه عاجزه وي.
۲ - چې یوه ګناه او د الله ربُّ العزت ﷻ نافرماني/ سرغړونه ویني؛ خو مخنیوی يې نۀ شي کولای.

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when قریشي بدلون Qoraishi Badllon posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share