07/04/2015
کیسه او حدیث شریف
حجاج بن یوسف ته یو بندي راوستل شو، حجاج پوښتنه ورنه وکړه: څه جرم دي کړی دی؟ بندي وویل: ښاغلی امیر! که دروغ سړی خلاصوي نو رښتیا یې لا ښه خلاصوي، زه ستا د شپې پولیسو نیولی یم او پوښتلی یې نه یم، حجاج ورته وویل: خپله کیسه وکړه، هغه ورته وویل: زما یو ګاونډی دی هغه څه موده د خدمت له پاره خراسان ته تللی دی، د هغه ښځه پر ما مینه وه خو زه نه وم خبر، آبله ورځ یې څوک راولیږه چې د ملګري لیک دي راغلی دی راته ویې لوله، ورغلم لیک مې ورته ولوست خو د ښځي حالت سم نه شو راته ښکاره، خبري یې راته اوږدې او خوږې کړې آن تر ماښامه یې وځنډولم.
ماښام یې په ډکه خوله راته وویل چې بدکاري به راسره کوې ما انکار وکړ دې راته وویل: که دا کار ونه کړې زه به چیغه کړم چې زما کور ته غل راوښتی دی، په دې خبره یې زه وویرولم، ورته ومې ویل: سمه ده لیږ صبر وکړه چې ماخستن شي، ماخستن لمونځ مې وکړ په یوه پلمه له کوره راووتلم، او رامنډه مې کړه، په الله قسم کوم امیر صاحب له ملګري او ګاونډي سره خیانت کول له مرکه سخت راته ښکاریده، د هغې له کوره مې چې منډي راوهلې پولیسو ونیولم او دا ده تر دې ځایه راورسیدلم. حجاج د هغه په خبرو باور وکړ او د هغه د خلاصولو امر یې وکړ. أخبار النساء» [ص/ 52]، لابن الجوزي.
ګناهونه او جرمونه کم او لوی، لیږ سخت او ډېر سخت وي د بیلګي په توګه زنا څو ډوله ده، د بې واده حالت زنا سزا معلومي درې دي، د واده د حالت زنا سزا رجم ده، داراز د ځواني په نسبت په سپینږیرتوب کې زنا ډېر جرم ده او د نورو خلکو په نسبت د ګاونډي له میرمني سره زنا سخت جرم دی، لکه په حدیث کې راغلي یوه صحابي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: تر ټولو لویه ګناه کومه ده؟ هغه دوه نور ګناهونه او دریمه لویه ګناه یې د ګاونډي له میرمني سره زنا ورته وښووله: ثم أن تزاني حليلة جارك. أخرجه مسلم، 1/ 90, برقم: 86.
یادونه: که غواړئ دا ډول ښایسته لیکني مو پروال خپرې شي او مسلمانانو ته ګټه ورسوئ د الله په لور پروګرام کې ګډون وکړئ، د ګډون له پاره دا لینک کلیک کړئ: http://zdakra.com/pand/