Arzakht TV ‐ ارزښت تلویزیون

Arzakht TV ‐ ارزښت تلویزیون Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Arzakht TV ‐ ارزښت تلویزیون, TV Channel, 11th, Jalalabad.

01/12/2024

دمه ځای
مازیګرنۍ تفریحي خپرونه

01/12/2024
01/12/2024

مازیګرنۍ تفریحي خپرونه

د اطلاعات او فرهنګ وزارت د تایید په اساس، د اسلامي امارت وزیرانو شورا پرېکړه کړې، چې په لومړۍ درجه ولایتونو کې دې د رسنی...
30/10/2024

د اطلاعات او فرهنګ وزارت د تایید په اساس، د اسلامي امارت وزیرانو شورا پرېکړه کړې، چې په لومړۍ درجه ولایتونو کې دې د رسنیو د فریکونسي جوازونو فیس ۵۰ سلنه کم کړل شي او له دې درکه په رسنیو د تېرو کلونو پاتې پیسې دې د درېیو کلونو په موده کې په بېلابېلو قسطونو کې تادیه کړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د تېرو میاشتو په لړ کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت له مسوولینو، د اسلامي امارت له ویاند او د اترا په ګډون له یو شمېر سیمه ییزو ادارو سره د عدالت غوښتنې بېلابېلې ناستې ترسره کړې ترڅو په لومړۍ درجه ولایتونو کې د راډیوګانو او تلویزیونونو د فریکونسي فیسونه کم او د تېرو کلونو پاتې پیسې په قسط وار ډول تادیه کړل شي.

د عدالت غوښتنې په دې هڅو کې په وروستي ځل د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې او د لومړۍ درجه ولایتونو د رسنیو مسوولینو د اطلاعات او فرهنګ وزارت له مالي او اداري معین قدرت الله جمال او د اترا ادارې له مسوولینو سره ناستې ترسره کړې او د دې ستونزې په حل لارو یې بحثونه او خبرې اترې وکړې.

په دې ناسته کې تصمیم ونیول شو، چې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لورې دې د اطلاعات او فرهنګ وزارت په عنواني یو مکتوب ترتیب کړل شي او د فریکونسي جوازونو د فیس کموالی او د تېرو کلونو د پاتې پیسو د معافیت یا په بېلابېلو پړاونو کې په قسطي ډول د اداینې موارد دې په کې درج کړل شي ترڅو یې په اړه تصمیم ونیول شي.

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لورې د روان کال د زمري میاشتې په ۳۰مه نېټه اطلاعات او فرهنګ وزارت ته په دې تړاو مکتوب ولېږل شو، چې د فریکونسي جوازونو د فیس د کموالي او د تېرو کلونو د پاتې پیسو د معافیت یا قسطبندي په تړاو د کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار ولایتونو د انځوریزو او غږیزو رسنیو غوښتنلیکونه یې هم ضمیمه وو او له یاد وزارت څخه غوښتنه وشوه، چې یادې ستونزې ته رسیدګي وشي.

افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د حکومت یاده پرېکړه په لومړۍ درجه ولایتونو کې د رسنیو د پایښت او ځواکمنتیا لپاره اغېزمن ګام بولي او له حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو د رسنیو د کار پر وړاندې د پاتې نورو ننګونو په اړه هم اقدامات وکړي.

د دې ترڅنګ د حکومت یاد اقدام کولای شي د اطلاعاتو د رسوني چارې او کره او با ارزښته اطلاعاتو ته د مخاطبینو لاسرسی اسانه کړي.
نور ولولئ: د اطلاعات او فرهنګ وزارت د تایید په اساس، د اسلامي امارت وزیرانو شورا پرېکړه کړې، چې په لومړۍ درجه ولایتونو کې دې د رسنیو د فریکونسي جوازونو فیس ۵۰ سلنه کم کړل شي او له دې درکه په رسنیو د تېرو کلونو پاتې پیسې دې د درېیو کلونو په موده کې په بېلابېلو قسطونو کې تادیه کړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د تېرو میاشتو په لړ کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت له مسوولینو، د اسلامي امارت له ویاند او د اترا په ګډون له یو شمېر سیمه ییزو ادارو سره د عدالت غوښتنې بېلابېلې ناستې ترسره کړې ترڅو په لومړۍ درجه ولایتونو کې د راډیوګانو او تلویزیونونو د فریکونسي فیسونه کم او د تېرو کلونو پاتې پیسې په قسط وار ډول تادیه کړل شي.

د عدالت غوښتنې په دې هڅو کې په وروستي ځل د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې او د لومړۍ درجه ولایتونو د رسنیو مسوولینو د اطلاعات او فرهنګ وزارت له مالي او اداري معین قدرت الله جمال او د اترا ادارې له مسوولینو سره ناستې ترسره کړې او د دې ستونزې په حل لارو یې بحثونه او خبرې اترې وکړې.

په دې ناسته کې تصمیم ونیول شو، چې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لورې دې د اطلاعات او فرهنګ وزارت په عنواني یو مکتوب ترتیب کړل شي او د فریکونسي جوازونو د فیس کموالی او د تېرو کلونو د پاتې پیسو د معافیت یا په بېلابېلو پړاونو کې په قسطي ډول د اداینې موارد دې په کې درج کړل شي ترڅو یې په اړه تصمیم ونیول شي.

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لورې د روان کال د زمري میاشتې په ۳۰مه نېټه اطلاعات او فرهنګ وزارت ته په دې تړاو مکتوب ولېږل شو، چې د فریکونسي جوازونو د فیس د کموالي او د تېرو کلونو د پاتې پیسو د معافیت یا قسطبندي په تړاو د کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار ولایتونو د انځوریزو او غږیزو رسنیو غوښتنلیکونه یې هم ضمیمه وو او له یاد وزارت څخه غوښتنه وشوه، چې یادې ستونزې ته رسیدګي وشي.

افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د حکومت یاده پرېکړه په لومړۍ درجه ولایتونو کې د رسنیو د پایښت او ځواکمنتیا لپاره اغېزمن ګام بولي او له حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو د رسنیو د کار پر وړاندې د پاتې نورو ننګونو په اړه هم اقدامات وکړي.

د دې ترڅنګ د حکومت یاد اقدام کولای شي د اطلاعاتو د رسوني چارې او کره او با ارزښته اطلاعاتو ته د مخاطبینو لاسرسی اسانه کړي.

خبرتیا:لغمان ولایت دولت شاه والسوالۍ له طرفه  یوقوي سیلاب را روان ده دسیند غاړې خلک دې خبر ووسي.پوسټ مخته شیر کړئ
15/07/2024

خبرتیا:
لغمان ولایت دولت شاه والسوالۍ له طرفه یوقوي سیلاب را روان ده
دسیند غاړې خلک دې خبر ووسي.
پوسټ مخته شیر کړئ

راتلونکې دوشنبه د جولاي میاشت په اتمه نېټه د پولیو واکسین پیلېږي.د واکسیناتورانو ډله مو د کور تر دروازې درځي، له پنځو کل...
05/07/2024

راتلونکې دوشنبه د جولاي میاشت په اتمه نېټه د پولیو واکسین پیلېږي.
د واکسیناتورانو ډله مو د کور تر دروازې درځي، له پنځو کلونو کم عمره ماشومان مو واکسین کړئ ترڅو له پولیو وژونکې ناروغۍ وژغورل شي.

01/05/2024

دا د ارزښت راډيو تلویزیون ایکس پاڼه ده که کولی شئ درسره یې وڅارئ

د ماشومانو د ساتنې اداره (Save the children):۹۲ ټنه درمل د یوې الوتکې پواسطه افغانستان ته رسیدلي. دغې ادارې ویلي چې یاد ...
01/05/2024

د ماشومانو د ساتنې اداره (Save the children):
۹۲ ټنه درمل د یوې الوتکې پواسطه افغانستان ته رسیدلي. دغې ادارې ویلي چې یاد درمل به د ماشومانو په ګډون شپږ سوه پځوس زره هغه افغانانو ته ورکړل شي چې د درملنې وړ ناروغیو باندې اخته وي.

اوچا (د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی دفتر) ویلي: شاوخوا ۲۳،۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.یاد دفتر ...
30/04/2024

اوچا (د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی دفتر) ویلي: شاوخوا ۲۳،۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
یاد دفتر په یوه خپور کړي راپور کې ویلي چې افغانستان لا هم له ستر بشري ناورین سره مخ دی او افغان وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
په راپور کې ذکر شوي چې له بشري مرستو پرته به ښځې، ماشومان او د زیات عمر لرونکي به ډېر زیانمن شي.

د کابل په څلورمه حوزه کې دوه تنه د شرابو د اشتعمال په تور نیول شوي.د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدران وایي: د نیول ش...
30/04/2024

د کابل په څلورمه حوزه کې دوه تنه د شرابو د اشتعمال په تور نیول شوي.
د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدران وایي: د نیول شویو اشخاصو په مرسته یې د شرابو د تولید یوه کوچنۍ کارخونه هم کشف کړې ده.

Address

11th
Jalalabad
610

Telephone

+93787555977

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Arzakht TV ‐ ارزښت تلویزیون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category