
18/06/2025
کله به مې چې پلار کوټې ته ننوت او و به یې لیدل، چې زه بهر یم خو د کوټی پکی او برق لګېدلی...
ویل به ولې یې نه بندوې او برښنا بې ځایه مصرفوې؟
که به تشناب ته ورننوت او و به یې لیدل چې له ټوټۍ اوبه څڅېږي، په جیګ اواز به یې وویل: ولې دې له تګ مخکې بمبه سمه نه ده تړلې او اوبه ضایع کوې؟
همیشه به یې نیوکې کولې، لوی او واړه ترې خوندي نه وو
او یوه نه یوه خبره به یې ور ته کوله.
ان کله چې ناروغ شو، هم له دغه عادته یې لاس نه اخیسته.
بس دې ته منتظر وم، چې چېرته کار پیدا کړم..
هغه ورځ را ورسېده.
تمه ده چې نن په یوه لوی شرکت کې د دندې اخیستو لپاره انټرویو ورکړم...
که جذب شوم دا ستړی، زړه تنګی کور او دارالمجانین پرېږدم او ځم، څو له پلار او خبرو یې داوړو د تل لپاره
بې غمه شم.
سهار د وخته پاڅېدم، و مې لامبل،
ښکلې جامې مې واغوستې او بهر ته د وتو په تکل شوم!
له بوټانو مې ګَرد څنډه چې پلار مې مسکی مسکی کېده او زما لور ته راغی،
که څه هم سترګې یې کمزورې وې؟ د څېرې ګونځو او د پوستکي سپېره والي یې هم د هغه د عمري خزان ګواهي ورکوله، څه اندازه پیسې راکړې او و یې ویل:
مثبت فکره او پر ځان باوري اوسه او چې هیڅ پوښتنه دې پښې و نه لړزوي!!
نصحت مې يې په نه زړه ومانه او دننه په سینه کې مې
ښې د وینو غُرغوشتکې وې، چې نور خو څه د ژوند په ښو ورځو کې یې هم له نصیحتونو محفوظ نه یم... لکه
چې دا خوږې شېبې هم راباندې غواړي زهر کړي.
مخه ښه مې ورسره وکړه، په بیړه له کوره و وتم او د شرکت په لور و خوځېدم..
لحظه روسته شرکت ته و رسېدم.. متعجب شوم! چې و مې کتل هیڅ دراوزه بان، ساتونکی او تشریفات
نه لري..
یوازې د لارښوونې څو پاڼې ځړېدلې وې!!
د ننوتو په حال کې وم، چې و مې لیدل د دروازې دستګیر له خپل ځایه راوتلی دی..
د پلار وروستی نصیحت مې رایاد شو چې "هر څه کې مثبت بین اوسه".
دستګیر مې په خپل ځای کلک کړ چې و نه غورځي.
د رهنمایې ځړېدلې پاڼې مې کتلې او روان وم،
له باغچې تېرېدم چې پیاده روونه د حوض پر سر د اوښتو اوبو له وجهې ډک وو.
ما ویل ګوندې کور دی او زمونږ باغچه د اوبو لاندې شوې ده. د پلا سخت ګیري مې رایاد شوه چې اوبه ضایع نه کړم...
د اوبو نلکه مې له ډک حوضه تش حوض ته کړه او د اوبو جریان مې کم کړ چې ژر ډک نشي.
بلاخره د شرکت اصلي ودانۍ ته و رسېدم..
په پاټکو ختم، چې په رڼا ورځ بل شویو برقونو ته مې پام شو.. له وېرې مې په غوږونو کې د پلار غوسه ناکو چیغو انګازې وکړې..
ژر مې ټول برقونه خاموش کړل.
چې د شرکت مرکزي ځای ته و رسېدم، له ما مخکې ګڼ کسان نور هم دغې دندې لپاره راغلي وو او نوم لیکنه یې کړې وه،
د سترګو له کونجه مې په تالار کې حاظر بنیادمان و څارل، د هغوی د څېرې، لباس او سټایل په لیدو مې د خجالتۍ احساس و کړ..
په تېره هغوی چې له امریکايي پوهنتونونو یې خپل معرفت کاوه.
چې د انټرویو اتاق ته به هر یو ورغی، دقیقه نیمه وروسته به را ووت. ځان سره به مې وویل، چې اسناد ګوره، ټیپ و ټاپ ګوره، چې دوی نه منل کېږي نو زه...؟
فکر نه کوم.
په سوچ کې شوم چې ښه په عزت له دې سیالۍ ځان و باسم..
درخواست مې لا نه و کړی چې د پلار خبره مې په زړه شوه: "په ځان باور و لره".
ایسته کېناستم او په تمه شوم چې نوبت مې و رسي...
داسې احساس مې کاوه چې د پلار خبرې مې یوه خاصه انرژي راکوي او دا را ته غیر عادي وه.
همدې فکر کې ډوب وم، چې یو دمي مې نوم یاد شو، څو دننه ورشم.
ورغلم، په څوکۍ کېناستم.. مخامخ ناستو درې تنو له ډلې یوه وویل:
غواړې کار شروع کړې؟
وارخطا شوم او اضطراب واخیستم.. داسې مې ګڼله چې مسخرې راباندې کیي یا د دې پوښتنې شاته به نورې څومره پوښتنې پټې وي؟؟؟
د کور نه په راوتو کې د پلار هغه خبره بیا رایاد شوه چې "مه لړزېږه او په ځان باوري اوسه".
په پوره ډاډ مې ور ته وویل، ان شاءالله
چې انټرویو په بریالیتوب ورکړم، خپل کار ته به راځم.
دوهم نفر وویل: ته د استخدام په پروسه کې منل شوی یې.
په حیرانۍ مې وویل، تاسو خو زما نه پوښتنه هم نه ده کړې.
درېیم کس وویل: په پوښتنو کې د کاندیدانو مهارت نه څرګندېږي نو زمونږ ازموینه عملي وه.
چې د مثبت اندېشۍ په پایله کې د اوږد مهال لپاره د شرکت له ګټو ساتنه و کړي او ته یوازینی کس وې چې بې باکي دې و نه کړه،
له دروازې تر دې ځایه دې ټول نقصانات سم کړل او نصب شویو پټو کمرو ستا دغه کړنې ثبت کړې وې.
زما نو دا شېبه هر څه، کار، انټرویو، دنده... له ذهنه حذف شو او د پلار له وجود پرته مې هیڅ نه لیدل.
په منډه منډه کور ته راغلم،
له پلار مې لاسونه چاپېر کړل، ښه مې و ژړل او بیا مې بخښنه ترې و غوښته.
پلار که غوسه هم وي، درون یې له مینې مهربانۍ او دوستۍ څخه ډک وي.
ژر یا په ځنډ ته به هم پلار/مور شې او نصیحتونه به کوې.. د پلار له نصیحتونو مه زړه توری کېږه، د دې نصیحتونو ها خوا داسې مینه پرته وي، چې یوه ورځ به یې حتماً حکمت بیامومې.
څه له افسوسه ډکه ورځ وي چې هغوی نور نه وي...😔😔
#ژباړه
دا حکایت مې یو ځای ولوست، خوښ مې شو.. ښه پند اموزه مطلب و نو ایسته مې و ژباړه.. که تاسو لوستلی وي و لیکئ چې و لوستل شو.
mahsil💙