دافغانستان هوا حالاتو اټکل Afghanistan Weather Info

دافغانستان هوا حالاتو اټکل Afghanistan Weather Info مونږ تاسې ته د هوا حالات طبعي پېښې او نور اړین معلومات تر ټولو د مخه خپروو
یوازې ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو! ستاسې باور زمونږ خدمت

26/06/2025

!
د وروستیو هوايي تحلیلونو پر بنسټ، د مونسون ورښتونو وریځې د هېواد ختیځو ولایتونو ته رارسېدلي دي. تمه کېږي چې دغه وریځې نن ناوخته په تدریجي ډول د خوست، ننګرهار، کونړ او نورستان په ګډون د ختیځو ولایتونو پر اسمان ځای پر ځای شي. د ورښتونو شدت به ورځ تر بلې ډېر شي او ورو ورو به د هېواد نورو سیمو ته هم وغځېږي.

د ورښتونو له امله به د تودوخې کچه کمه شي او ورو ورو به هوا عادي وضعیت ته راشي همدارنګه په ځینو ولایتونو کې به په دوامدار ډول ورښتونه پیل شي.

والله اعلم

21/06/2025

!
د مونسون ورښتونه په راتلونکو او نیژدې ورځو کې پیلیږي په ګڼ شمیر ولایتونو کې د مونسون ورښتونو د پیل وړاندې د حرارت درجه لوړیږي خپل ماشومان مو خوندي کړئ.

همدارنګه نن ورځ شنبه د جوزا ۳۱ مه نیټه د کال تر ټولو اوږده ورځ ده.

والله اعلم

12/06/2025

#بارانونه!
نن ورځ پنجشنبه د جون 12مه نیټه او تر راتلونکي 18مې نیټې پوري د هیواد په مختلفو ولایتونو کې په بیلابیلو ورځو او ساعتونو ورښت اټکل شوی د هرې ورځې لپاره به یې ولایتونو لیست او معلومات تر تاسو ورسوو په تمه اوسی.

په لاندې ولایتونو کې نن ورځ پنجشنبه د جون ۱۲مه د ورښت خبرداری!

بدخشان،
تخار،
نورستان،
کاپیسا،
پنجشیر،
پروان،
بغلان،
سمنگان،
سرپل
بامیان

#یادونه: د هیواد په ګڼو ولایتونو کې نړۍ مشهور ماډلونو خبرداری ښودل شوی خو اما دغه ورښتونه په بیلابیلو ورځو او ساعتونو کې اټکل شوي د هرې ورځې لپاره به یې لیست تر تاسو ورسوو.

والله اعلم

دا د ښکلي وطن د اریوب ځاځي ولسوالي د سپینې شګې هغه سیمه ده چې سیلانیان یې د لیدلو تږي دي
09/06/2025

دا د ښکلي وطن د اریوب ځاځي ولسوالي د سپینې شګې هغه سیمه ده چې سیلانیان یې د لیدلو تږي دي

 !د نړیوالو او باوري هوا پېژندنې مرکزونو د وروستیو راپورونو پر بنسټ، احتمال ده چې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د شدیدې...
09/06/2025

!
د نړیوالو او باوري هوا پېژندنې مرکزونو د وروستیو راپورونو پر بنسټ، احتمال ده چې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د شدیدې ګرمۍ څپې تودخه پیل شي. دغه ګرمه څپه به د جون له ۱۰مې تر ۲۴مې نېټې دوام وکړي، او ښايي د خلکو پر ورځني ژوند، کرنه، مالدارۍ او روغتیا مستقیم اغېز ولري.

د لوړې تودوخې سیمې:
که څه هم په تصویر ښودل شوي خو د هیواد جنوب، ختیځ، جنوب لویدیځ ولایتونه – په ځانګړي ډول *کندهار، هلمند، زابل، ننګرهار، لغمان، پکتیا، پکتيکا، خوست، فراه او نیمروز او ځیني نور ولایتونه شامل دي چې د تودوخې له لوړ حد سره مخ کیږي.

د باران احتمال:
په یادو ورځو کې وخت پر وخت د هیواد په شمالي مرکزي او ختیځو ولایتونو ځینو سیمو کې د لنډمهاله باران احتمال هم شته چې د تیر په څیر د ولایتونو لیست او معلومات به یې تر تاسو رسوو.

د مونسون ورښتونه:
لکه څنګه چې موږ وړاندې خبرداری خپور کړی د مونسون ورښتونه به د جون په پای او د جولای میاشتې پیل کې واوسي دا ورښتونه به تر ډېره د ګرمې څپې له پای ته رسېدو وروسته پيل شي.


#یادونه: خلک دې له مستقیم لمر څخه ځانونه وساتي، کافي اوبه دې وڅښي او د ناروغو، ماشومانو او زړو خلکو لپاره دې ځانګړې پاملرنه وشي

02/06/2025

!
د افغانستان شمالي ولایتونو څخه نسبتاَ قوي څپه هیواد ته داخلیږي چې د افغانستان په شمالي، ختیځو، او مرکزي ولایتونو کې به شړکنده ورښت ته زمینه برابره کړي تمه ده چې ددغې څپې تر پوښښ لاندې د افغانستان لویدیځ او یوه اندازه د جنوبي ولایتونو شمالي برخې هم واوسي.

عموماَ دغه ورښتونه ۶ شپږ ورځې وروسته د لوي اختر په وروستیو شپو او ورځو کې اټکل شوي چې بدخشان او ورسره نیژدې ولایتونو کې د سیلابونو د راتلو کچه لوړه ده چې د لوي اختر په ځانګړي سفرونو کې به دغه خبرداری له یاده نه باسو نور جزیات به یې وخت پر وخت او خبرداری تر تاسو رسوو.

د مونسون ورښتونه عموماَ د هند په ګڼو ښاورونو کې پیل شوي او یوه اندازه یې د پاکستان ځیني برخې هم تر پوښښ لاندي دي د جون میاشتې له لسمې نیټې وروسته به باراني وریځې ورځ تر بلې د افغانستان پر لور حرکت راپیل کړي اما د نړی قوي ماډلونه او سیستمونه د وړي او مني موسم د ورښتونو په دقیق پاتې کیدو کې پاتي راغلي ځکه ډیری وخت د ورښت وړاندوینه کمه ښکاري اما د تودوخې حرارت د لوړوالي له کبله په شړکنده او ویجاړوونکو سیلابونو بدل شي.

والله علم

دغه پنځه کسیزه ډله سیلانیان د هسپانیه هیواد څخه په موټرسایکلونو د نورستان ولایت وانت وایګل ولسوالي لوئ وایګل سیمې ته د س...
02/06/2025

دغه پنځه کسیزه ډله سیلانیان د هسپانیه هیواد څخه په موټرسایکلونو د نورستان ولایت وانت وایګل ولسوالي لوئ وایګل سیمې ته د سیاحت په موخه راغلي وو

27/05/2025

!
نن ورځ سه شنبه په لاندې ولایتونو کې ورښت اټکل شوی.

تخار
نورستان د سیلابونو احتمال
کونړ
ننګرهار د سیلابونو احتمال
خوست
پنجشېر
پروان
بغلان
سمنګان
سرپل
بامیان
غور
میدان وردګ
کابل د کمزوري ورښت احتمال
بدخشان د سیلابونو احتمال

22/05/2025

د هواپېژندنې د ادارو له اټکل سره سم، له سبانۍ جمعې څخه د هیواد په یو شمېر سیمو کې د سیلونو او د سیندونو د اوبو د کچې د لوړېدو احتمال شته.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د اوبو او انرژۍ وزارت د هوا پېژندنې د کورنیو او نړیوالو ادارو پر اساس نن (پنجشنبه) وویل چې د لغمان، کونړ، پنجشېر، نورستان، ننګرهار، تخار او بدخشان ولایتونو په ځینو سیمو کې به له ورښتونو سره یوځای سیلونه د شنبې په ورځ هم دوام وکړي.
د هواپېژندنې ادارو هغو کسانو ته، چې د سیندونو غاړو ته نژدې اوسي، خبرداری ورکړی چې احتیاطي تدابیر غوره کړي.

21/05/2025

مهـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــم !

د نن په شمول تر راتلونکو لسو 10 ورځو پورې د افغانستان اکثريت ولايتونه ګرمه هوا تجربه کوي.دې څپې ډېري اغېزې پر جنوبي ولايتونو دي. په دې ورځو کې مخامخ لمر څخه ځان وساتئ.
اوبه ډېري څښئ او ماشومان مو د ورځې له يولس 11 بجو دمازديکر تر 4 بجو پورې لمر ته مه پرېږدئ.
خو دا څپه دومره خطرناکه او سخته ګرمه هم نه ده لکه ځينې جعلي پاڼو چې تشويش جوړ کړی دی.
والله اعلم

د ښکلي وطن یوه ښکلې ننداره
12/05/2025

د ښکلي وطن یوه ښکلې ننداره

12/05/2025

!
په ټول افغانستان کې د ورښتونو په اړه د ګڼو هیوادوالو پوښتنو په جواب کې د نړیوالې هوا پیژندنې ادارې وروستی راپور.
عموماَ د افغانستان ورښتونه به د هیواد په ډیرو برخو کې مختلف واوسي په دې ورستیو کې به د افغانستان ختیځ ولایتونه د نورو ولایتونو په پرتله زیات بارانونه ولري او همدارنګه نړیوالې هوا پیژندنې ادارې وایي د افغانستان په ختیځ کې خصوصاَ ننګرهار خوست کونړ نورستان پکتیکا پکتیا او ورسره نیژدې ولایتونه به شدید او وجاړوونکي ورښتونه ولري.

همدارنګه وخت نا وخت به د هیواد په جنوبي لویدیځو او شمالي ولایتونو کې هم د ورښتونو قوي څپې ولرو خو اما ددغو برخو سربیره د هیواد ختیځ ولایتونه د تیر کال په پرتله سږ کال ډیر بارانونه لري چې د سیلابونو پر وړاندې یې سر له اوسه باید پلانونه ولرو.

تودخه: د ختیځو ولایتونو سربیره د هیواد په نورو برخو کې اوړی ګرم اټکل شوی خو ددغې راپور په ځانګړي برخه کې د هیواد ختیځو برخو په ځانګړي ډول د ننګرهار او ورسره نیژدې ولایتونو په اړه لیکل شوي د نورو کالونو په پرتله سږ کال به نسبتاَ هوا نارمل واوسي اما د هیواد شمال لویدیځ او جنوبي برخې به ګرمه هوا تجربه کړي.

ددغو ورښتونو پیل عموماَ بارانونه به د روانې (می میاشتې پای او د جون په لومړیو شپو او ورځو کې د هند او پاکستان ګڼې سیمې تر پوښښ لاندې راولي چې د سختو او شدیدو سیلابونو له خطر سره به مخ شي چې له دې سره به هم مهال مسلسل د افغانستان ختیځ ولایتونه هم ورښتونه ولري چې سیلابونو له خطر بې برخې نه دي نور به دعا کوو چې د خیر ورښتونو واوسي.

والله اعلم

Address

Arzan Qemat
Kabul
10

Opening Hours

09:00 - 17:00

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when دافغانستان هوا حالاتو اټکل Afghanistan Weather Info posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to دافغانستان هوا حالاتو اټکل Afghanistan Weather Info:

Share