KabulNews کابل نیوز

KabulNews کابل نیوز کابل نیوز د حقایقو ښکارندوی

ایراني سرچینو الجزیرې ته ویلي چې ایران، چین او روسیه به په راتلونکو ورځو کې په هُرمز تنگي کې گډ نظامي تمرینات ترسره کړي....
30/01/2026

ایراني سرچینو الجزیرې ته ویلي چې ایران، چین او روسیه به په راتلونکو ورځو کې په هُرمز تنگي کې گډ نظامي تمرینات ترسره کړي.
دې سره هممهاله ایران هغو بیړیو ته چې له هُرمز تنگي تیریږي خبرداری ورکړی چې راتلونکې اوونۍ پدې سیمې کې سمندري نظامي تمرینات ترسره کیږي.
دا تمرینات پداسې حال کې دي چې دا مهال د امریکا سمندري ځواک چې الوتکې وړونکې بیړۍ هم پکې شامله ده د عمان خلیج ته رسیدلی دی.

د امریکا ولسمشر «ډونلد ټرمپ» ویلي د دې هیواد ستر سمندري ځواک د ایران پر لور روان دی او خبرداری یې ورکړی چې دا ځواک د «ون...
28/01/2026

د امریکا ولسمشر «ډونلد ټرمپ» ویلي د دې هیواد ستر سمندري ځواک د ایران پر لور روان دی او خبرداری یې ورکړی چې دا ځواک د «ونیزویلا» په څیر د خپل هدف ترلاسه کولو لپاره له زور او سرعت څخه کار اخیستی شي.
«ډونلد ټرمپ» په خپلې ټولنیزې رسنۍ کې ویلي چې وخت په خلاصیدو دی او که ایران اتمي تړون لاسلیک نکړي نو پر دې هیواد به د امریکا برید د تیر ځل په پرتله به خورا ویجاړوونکې وي.

ملگرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د معارف سیستم له سقوط سره مخ دی.یونیسف په خپله رسمي «اکس» پاڼه کې لیکلي چې په افغان...
28/01/2026

ملگرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د معارف سیستم له سقوط سره مخ دی.
یونیسف په خپله رسمي «اکس» پاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې تر ۹۰ سلنه زیات لس کلن ماشومان د یوه ساده متن د لوستلو توان نلري.
یونیسیف دا په ښوونځیو کې د زده کړو نشتون ناورین بللی او ټینگار یې کړی چې د هر ماشوم د کامیابې راتلونکې د تضمین لپاره په ماشومتوب کې په لیک، لوست او حساب دوامداره پانگونې ته اړتیا ده.

«وال ستریت جورنال» ویلي چې د چین تر ټولو جگپوړی جنرال «جانگ یوشیا» امریکا ته د چین د اتمي وسلو پروگرام د رازونو په افشا ...
26/01/2026

«وال ستریت جورنال» ویلي چې د چین تر ټولو جگپوړی جنرال «جانگ یوشیا» امریکا ته د چین د اتمي وسلو پروگرام د رازونو په افشا کولو او رشوت اخیستو تورن شوی.
بیجینگ په شنبه د جدي انظباتي سرغړونو په تور د چین دوو جگپوړو جنرالانو «جانگ یوشیا» او «لیو جنلي» په اړه د پلټنو خبر ورکړی و.

د هوا پیژندنې ادارې نن په نورستان، کونړ، بغلان، پروان، لوگر، پکتیا، پکتیکا، وردگ، بامیان، غزني، زابل، اروزگان، دایکندي، ...
26/01/2026

د هوا پیژندنې ادارې نن په نورستان، کونړ، بغلان، پروان، لوگر، پکتیا، پکتیکا، وردگ، بامیان، غزني، زابل، اروزگان، دایکندي، غور، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، هرات، بادغیس فاریاب ولایتونو او سالنگ کې د واورې، شدید باران او توپانونو اټکل کړی.

په دیره اسماعیل خان کې په یوه واده کې د ځانمرگي برید له امله ۵ تنه وژل شوي او ۷ نور تنه ټپیان شوي دي.د راپورونو له مخې چ...
24/01/2026

په دیره اسماعیل خان کې په یوه واده کې د ځانمرگي برید له امله ۵ تنه وژل شوي او ۷ نور تنه ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې چاودنه د «امن کمیټې» پاکستاني ملیشې د مشر «نور علم مسید» په کور کې شوې او موخه یې د «امن کمیټې مشران» بلل شوي دي.

د ډونلد ټرمپ هغه ادعا چې ناټو ځواکونه افغانستان کې لومړی کړښې کې نه جنگیدل په بریتانیا کې پراخ غبرگونونه راپارولي.د بریت...
23/01/2026

د ډونلد ټرمپ هغه ادعا چې ناټو ځواکونه افغانستان کې لومړی کړښې کې نه جنگیدل په بریتانیا کې پراخ غبرگونونه راپارولي.
د بریتانیا د وسله والو ځواکونو وزیر «ال کارنز» د ټرمپ دا ادعا بې منطقه او د شرم وړ بللي او ویلي یې دي چې د بریتانیا په گډون گڼ شمیر هیوادونو د سپتمبر ۱۱ مې پیښې وروسته د امریکا ملاتړ وکړ.
ټرمپ تر دې وړاندې ویلي وو چې ناټو افغانستان ته سرتیري لیږلي وو خو له لومړۍ کرښې به لیرې ځای پر ځای شوي وو.

د‌ امریکا ولسمشر «ډونلد ټرمپ» تائید کړې چې د دې هیواد ستر سمندري ځواک د ایران په لوري روان دی.«ټرمپ» په خپلې الوتکې کې خ...
23/01/2026

د‌ امریکا ولسمشر «ډونلد ټرمپ» تائید کړې چې د دې هیواد ستر سمندري ځواک د ایران په لوري روان دی.
«ټرمپ» په خپلې الوتکې کې خبریالانو ته ویلي: «موږ ایران له نږدې څارو، زموږ لوی ځواک د دې هیواد په لور روان دی. کیدای شي ترې استفاده ونه کړو.»

د امریکا ولسمشر «ډونلد ټرمپ» ویلي چې د ناټو غړو په افغانستان کې د جنگ پر مهال خپل سرتیري لومړۍ کرښې ته نه لیږل.«ټرمپ» یو...
23/01/2026

د امریکا ولسمشر «ډونلد ټرمپ» ویلي چې د ناټو غړو په افغانستان کې د جنگ پر مهال خپل سرتیري لومړۍ کرښې ته نه لیږل.
«ټرمپ» یوې مرکې کې ویلي چې امریکا هیڅکله ناټو ته اړتیا نده لرلې او ترې هیڅ یې ندي غوښتي. ټرمپ زیاته کړې خلک وایي ناټو په افغانستان کې په گډه امریکا سره مبارزه کړې خو د ده په وینا د ناټو ځواکونه به تل له لومړي کرښې شاته وو.

د غزې لپاره د «ډونلد ټرمپ» د سولې شورا افتتاح شوه.د ټرمپ په مشرۍ پدې شورا کې ترکیه، اسرائیل، پاکستان، ازبکستان، سعودي عر...
23/01/2026

د غزې لپاره د «ډونلد ټرمپ» د سولې شورا افتتاح شوه.
د ټرمپ په مشرۍ پدې شورا کې ترکیه، اسرائیل، پاکستان، ازبکستان، سعودي عربستان او لسگونه نور هیوادونه شامل دي او موخه یې په غزې کې د امریکا پلان پلي کول دي.
دا شورا به د غزې بیارغونې چاره هم په غاړه ولري. د ځینو شنونکو په باور د غزې بیارغونه به د دې ځای څخه د فلسطینیانو تر بې ځایه کولو وروسته ترسره کیږي.

Address

Kabul

Telephone

+93202500091

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when KabulNews کابل نیوز posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to KabulNews کابل نیوز:

Shortcuts

Share