Shaour News

Shaour News د شعور نیوز پر فسبوک پاڼه د هېواد، سیمې او نړۍ تازه خبرونه ولولئ.
شعور_د ولس شعور! https://shaournews.com

د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر مرستیال حمدان بن محمد بن راشد ال مکتوم د فلای دوبۍ د پیلوټ سمیت مچچار زړورتیا او مسوول...
03/10/2026

د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر مرستیال حمدان بن محمد بن راشد ال مکتوم د فلای دوبۍ د پیلوټ سمیت مچچار زړورتیا او مسوولیت‌ پالنه ستایلې ده.

سمیت مچچار د فلای دوبۍ د FZ1073 الوتکې پیلوټ و، چې له دوبۍ څخه تل ‌ابیب ته روانه وه.

یاده الوتکه د الوتنې پر مهال له یوې جدي پېښې سره مخ شوه او وروسته یې په سعودي عربستان کې بېړنۍ ناسته وکړه.

حمدان بن محمد ویلي، متحده عربي امارات ویاړي چې سمیت مچچار د دوی د ټیم غړی دی او د مسافرو د ژوند د ژغورنې لپاره یې زړورتیا او مسوولیت‌ پالنه ښودلې ده.

#شعورنیوز

د افغانستان د علومو اکاډمۍ وایي، د اوزبېکستان د مسلمانانو ادارې د لومړي مرستیال حامد جان ایشمت بیکوف په مشرۍ یو پلاوی کا...
03/10/2026

د افغانستان د علومو اکاډمۍ وایي، د اوزبېکستان د مسلمانانو ادارې د لومړي مرستیال حامد جان ایشمت بیکوف په مشرۍ یو پلاوی کابل ته رسېدلی دی.

د سرچینې په وینا، دغه پلاوی په کابل کې د امام برهان ‌الدین مرغیناني رحمه ‌الله د علمي میراث په اړه په جوړېدونکي نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره راغلی دی.

ټاکل شوې دغه کنفرانس سبا جوړ شي او د امام مرغیناني رحمه ‌الله علمي میراث، د هغه ونډه او په معاصر اسلامي فکر او فقهي مطالعاتو کې یې اغېز وڅېړل شي.

#شعورنیوز

د تخار د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو امر نقیب ‌الله مسرور وایي، چې د دغه ولایت د چاه اب ولسوالۍ د شاه‌ مستا...
03/10/2026

د تخار د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو امر نقیب ‌الله مسرور وایي، چې د دغه ولایت د چاه اب ولسوالۍ د شاه‌ مستان درې په سیمه کې د یوه کان د نړېدو له امله پنځه کارګران مړه شوي دي.

د نوموړي په وینا، د پېښې نور جزیات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.

#شعورنیوز

راپورونه وايي، حوثیانو د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د «ارامکو» د تېلو پر تاسیساتو برید کړی دی.د برید د څرنګوالي ا...
03/10/2026

راپورونه وايي، حوثیانو د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د «ارامکو» د تېلو پر تاسیساتو برید کړی دی.

د برید د څرنګوالي او احتمالي زیانونو په اړه تر اوسه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

#شعورنیوز

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام ‌اباد کې د هند سفارت شارژدافیر احضار کړی دی.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د...
03/10/2026

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام ‌اباد کې د هند سفارت شارژدافیر احضار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د پنجاب ایالت د قصور ښار ته څېرمه په بیدیان سیمه کې هندي ځواکونو پر درېیو پاکستاني ملکي وګړو ډزې کړې دي. د وزارت په وینا، په پېښه کې دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

پاکستان ادعا کړې چې وژل شوي کسان بې ‌وسلې وو او له کوم تحریک پرته پرې ډزې شوې دي. دغه هېواد له هند څخه د پېښې د شفافې او باوري څېړنې او د مسوولو کسانو پر وړاندې د قانوني اقدام غوښتنه کړې ده.

بلخوا، هندي رسنیو د پېښې په اړه د پاکستان له ادعا سره توپیر لرونکی روایت خپور کړی او ویلي یې دي چې وژل شوي کسان ښايي د هند خاورې ته د ننوتلو هڅه کړې وي.

#شعورنیوز

03/10/2026

د حمدالله محب په مشرۍ «اوربټورکس» شرکت خپله لومړنۍ سپوږمکۍ «Altair-1» فضا ته واستوله.

د معلوماتو له مخې، دغه سپوږمکۍ په ابوظبي کې طرحه او جوړه شوې او د امریکايي شرکت SpaceX د «Falcon 9» راکټ له لارې فضا ته ولېږدول شوه.

سپوږمکۍ له راکټ څخه تر جلا کېدو وروسته په ټاکل شوي مدار کې ځای پر ځای شوې ده.

«اوربټورکس» په متحده عربي اماراتو کې د سپوږمکیو جوړولو او فضايي ټکنالوژۍ په برخه کې فعالیت کوي او حمدالله محب یې اجرائیوي مشر دی.

#شعورنیوز

د متحده عربي اماراتو لپاره د افغانستان سفیر بدرالدین حقاني کندهار ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له والي ملا محمد شیرین اخ...
03/10/2026

د متحده عربي اماراتو لپاره د افغانستان سفیر بدرالدین حقاني کندهار ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له والي ملا محمد شیرین اخند سره کتلي دي.

د کندهار ولایت مقام وايي، په دې کتنه کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو پر اړیکو، سوداګریزو او اقتصادي همکاریو او په اماراتو کې د افغان سوداګرو او نورو افغانانو د ستونزو د حل په اړه خبرې شوې دي.

د کندهار والي د اماراتو د بشري او اقتصادي همکاریو قدرداني کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

حقاني هم د افغانانو د ستونزو او اړتیاوو د مطرح کولو او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

#شعورنیوز

د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز په یوه نوي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال په درېیمه ربع کې په دغه هېواد کې د وسل...
03/10/2026

د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز په یوه نوي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال په درېیمه ربع کې په دغه هېواد کې د وسله ‌والو فعالیتونو او پوځي عملیاتو له امله تلفات د دویمې ربعې په پرتله ۸۳ سلنه زیات شوي دي

بشپړ راپور ولولئ!

https://shaournews.com/?p=3939

رویټرز راپور ورکړی، چې پاکستان د سعودي عربستان د ځمکنۍ دفاع او د توغندیزو او بې‌ پیلوټه بریدونو د مخنیوي لپاره دغه هېواد...
03/10/2026

رویټرز راپور ورکړی، چې پاکستان د سعودي عربستان د ځمکنۍ دفاع او د توغندیزو او بې‌ پیلوټه بریدونو د مخنیوي لپاره دغه هېواد ته د ۳۰ زرو او ۴۰ زرو ترمنځ سرتېري استولي دي.

بشپړ خبر ولولئ!

https://shaournews.com/?p=3934

03/10/2026

ویډیو: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړی راشد خان کندهار ته تللی دی.

ټاکل شوې چې راشد خان په کندهار کې د یوې رغنیزې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې ګډون وکړي.

#شعورنیوز

Address

Kabul
1001

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Shaour News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Shaour News:

Shortcuts

Share