SAAR News

SAAR News SAAR News is a digital media house based in Kabul, Afghanistan

دملي لوبډلې پیلیز توپ وهونکی رحمان الله ګربز وایي، د لوبې اول بال ته چې درېږي، داسې احساس کوي، لکه مرګ ته یې چې څوک بیای...
06/06/2025

دملي لوبډلې پیلیز توپ وهونکی رحمان الله ګربز وایي، د لوبې اول بال ته چې درېږي، داسې احساس کوي، لکه مرګ ته یې چې څوک بیایي.

نوموړی وایي، کله‌ـ‌کله ابراهیم ځدران ته وایي، چې ته اول بال ودرېږه؛ خو هغه هم دی ور مخکې کوي.

د ملي لوبډلې اوپنر توپ وهونکی وایي، د ده لپاره به غوره ورځ هغه وي، چې پرځای یې بل اوپنر پیدا شي.نوموړی وایي، سخت تمرین ک...
06/06/2025

د ملي لوبډلې اوپنر توپ وهونکی وایي، د ده لپاره به غوره ورځ هغه وي، چې پرځای یې بل اوپنر پیدا شي.
نوموړی وایي، سخت تمرین کوي او تل یې هڅه کړې، چې د خپل هېواد لپاره غوره لوبه وکړي.

د افغانستان ورزشي خبریالان وايي، د ورزشي خبریالانو فدراسیون پخواني رهبري ورته د منلو نه ده او د نوې رهبري د ټاکلو لپاره ...
21/05/2025

د افغانستان ورزشي خبریالان وايي، د ورزشي خبریالانو فدراسیون پخواني رهبري ورته د منلو نه ده او د نوې رهبري د ټاکلو لپاره باید ټاکنې وشي.

دوی وايي، په قانوني ډول د پخوانۍ رهبري موده تېره ده؛ خو لا هم دا مشران له هېواده بهر د افغانستان د ورزشي خبریالانو له نوم ګټه پورته کوي.

په افغانستان کې مېشت دا خبریالان زیاتوي، چې د ورزشي خبریالانو فدراسیون اوسنۍ رهبري، چې قانوني موده یې پوره شوې، په کور دننه له ورزشي خبریالانو، حکومت او ورزشی ادارو سره هیڅ ډول همغږي نه لري.

د سیدعمر سهار په نوم خبریال چې د دغو خبریالانو د انسجام لپاره یې هڅې پیل کړې، پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي چې ډېر ژر به له سره ټاکنې وکړي او نوې رهبري به وټاکي.

د یادونې ده، چې د افغانستان د ورزشي خبریالانو فدراسیون لپاره ۲۰۲۰ کال کې ټاکنې شوې وې، چې د ۲۰۲۴ کال په نومبر میاشت کې یې قانوني موده پوره شوې ده.

18/05/2025

د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو پر راشد خان نیوکه کړې، چې ولې یې د افغان بسیم شبکې له لوري په دغه جوړ شوي اعلان کې دا رول لوبولی دی.
یو شمېر نورو بیا ویلي، چې راشد د نړۍ یو پېژندل شوی نوم دی او دا اعلان باید یا بدل او یا یې نشرول بند شي.
د یادونې ده، چې افغان بسیم شبکه له راشد خان سره تړون لري، چې د زیاتو ډالرو په بدل کې پرې اعلانونه ثبتوي.

افغان توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي کابل ته را ورسېد.اوس مهال هغه د نبي اکاډمۍ کې پر تمریناتو بوخت دی.
11/05/2025

افغان توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي کابل ته را ورسېد.
اوس مهال هغه د نبي اکاډمۍ کې پر تمریناتو بوخت دی.

09/05/2025

تازه:
د هند حکومت پرېکړه کړې، چې له پاکستان سره د جګړې له کبله د ای پي ایل پاتې سیالۍ ځنډوي.

هندۍ ځانمرګې ډرون الوتکې راولپنډۍ لوبغالي ته نږدې بريد کړی دی.دې لوبغالي کې نن شپه د پيښور زلمي او کراچۍ لوبډلو ترمنځ لو...
08/05/2025

هندۍ ځانمرګې ډرون الوتکې راولپنډۍ لوبغالي ته نږدې بريد کړی دی.
دې لوبغالي کې نن شپه د پيښور زلمي او کراچۍ لوبډلو ترمنځ لوبه هم پلان شوې ده.
د پاکستان کرکټ بورډ اوس بېړنۍ غونډه رابللې او د پي ايس ايل د پاتې لوبو د دوام يا لغوه کېدو پرېکړه به کوي.

صدیق اتل په ای پي ایل کې د ډیلي کپیټلز لوبډلې واخیست.
07/05/2025

صدیق اتل په ای پي ایل کې د ډیلي کپیټلز لوبډلې واخیست.

06/05/2025

تازه
هند پر پاکستان برید وکړ.

د ملي لوبډلې ورور توپ اچوونکی نور احمد لکڼوال وایي، راشد خان یو داسې لوبغاړی دی، چې نورو ته هم الهام ورکوي.نور زیاتوي، د...
06/05/2025

د ملي لوبډلې ورور توپ اچوونکی نور احمد لکڼوال وایي، راشد خان یو داسې لوبغاړی دی، چې نورو ته هم الهام ورکوي.
نور زیاتوي، د ده توپ اچونې هڅولی و، چې کرکټ پیل کړي.
هغه وایي، ډېر وخت له راشد خان زدکړه کوي.

مبارک!د افغانستان له ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډله د ۲۰۲۶ نړیوال جام سیالیو ته ووته.
19/04/2025

مبارک!
د افغانستان له ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډله د ۲۰۲۶ نړیوال جام سیالیو ته ووته.

د پاکستان پخوانی کرکټ محمد حفیظ وایي، ډېر پاکستانیان د محمد رضوان انګلیسي يورې خاندي، چې دا د تاسف وړ خبره ده.نوموړی وای...
17/04/2025

د پاکستان پخوانی کرکټ محمد حفیظ وایي، ډېر پاکستانیان د محمد رضوان انګلیسي يورې خاندي، چې دا د تاسف وړ خبره ده.
نوموړی وایي، ډېر خفه کېږي، چې پاکستاني وګړی، د یو لوبغاړي د ژبې کمزوري هم نشي درک کولای.

Address

13
Kabul
1012

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when SAAR News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to SAAR News:

Share