
06/09/2025
د سرطان ضد روسي واکسین کارولو ته چمتو شوی
د سپوتنیک خبري اژانس د خبر له مخې د دغه هېواد د فدرالي طبي او بیولوژیکي ادارې مشرې ورونیکا اسکوورتسوا اعلان کړی، چې د سرطان پر ضد روسي واکسین بشپړ چمتو شوی او د کارونې اجازې ته نږدې دی.
هغې ویلي، لومړنيو طبي ازموینو ثابته کړې، چې واکسین د تومورونو اندازه راکمه کړې، د هغو وده یې ورو کړې او د ناروغانو د ژوند موده یې زیاته کړې.
د دې واکسین د لومړي پړاو کارونه به د کولمو سرطان لپاره وي او وروسته به د مغز (ګلیوبلاستوما) او پوستکي (ملانوما) سرطان لپاره هم پراختیا ومومي.
روسي ادارې د اوړي په پای کې د روغتیا وزارت ته اړوند اسناد سپارلي، تر څو واکسین ته رسمي اجازه ورکړل شي.