Dat pressډاټ پريس

Dat pressډاټ پريس Dat Press | ډاټ پرېس
اسلامي، ملي، سیاسي او اقتصادي تحلیلونه، باوري خبرونه او ټولنیز مطالب—دلته

26/04/2026

سبا به د جوزجان یتیم تاق سیمه کې د ۱۶۰میلیون ډالرو په پانګونې سره د سمنټو فابریکې د جوړولو کارونه پیل شي.

26/04/2026

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او مرستيال يې جي ډي ونس وروسته له هغه په سپينه ماڼۍ کې له خبريالانو سره جوړې شوې غونډې څخه په بېړني ډول وایستل شو، چې بهر د ډزو غږونه واورېدل شول.
د دغو ډزو په تړاو يو تن نيول شوی او په خپرو شويو ويډيوګانو کې ليدل کېږي، چې د غونډې وضعيت ګډوډ شوی دی.

25/04/2026

هېوادوال باید د افغانستان او پاکستان ترمنځ حساسو مسایلو پر وړاندې غیرمسوولانه چلند ونه کړي د افغانستان بهرنیو چارو وزیر وایي، پاکستان سره د چین اورمچي کې مذاکرات مثبت وو باید له هغو څرګندونو ډډه شي چې هېواد ته په زیان وي.

23/04/2026

#کابل ښار #ښکلا نه هېریدونکي ده🥰
هر کونج يې په لیدلو ارزي.
عمر الهام

پاکستان له چین څخه غوښتي چې افغانستان دې د امریکا او ایران د خبرو په مهال د بې پېلوټه الوتکو بریدونه نه کويد افغانستان و...
23/04/2026

پاکستان له چین څخه غوښتي چې افغانستان دې د امریکا او ایران د خبرو په مهال د بې پېلوټه الوتکو بریدونه نه کوي
د افغانستان واکمن حکومت په دې شرط چې پاکستان به د افغانستان پر خاوره هوايي بریدونه، بمبارۍ او د توپونو ډزې دروي، اسلام‌اباد ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) هېڅ ډول فعالیت د پاکستان پر ضد نه کېږي.
پاکستان اندېښنه لري چې د امریکا او ایران د خبرواترو په مهال پر اسلام اباد برید ونه شي.
د راپورونو له مخې، دا پیغام د چین له لارې پاکستان ته رسول شوی دی. یوې طالب سرچینې د چهارشنبې په ورځ ویلي چې پاکستان هم د چین له لارې طالبانو ته خبر ورکړی و چې له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې د اسلام‌اباد امنیت ګډوډولی شي.
په ترلاسه شوو معلوماتو کې د پاکستان امنیتي وضعیت «ډېر حساس» بلل شوی او ویل شوي چې «یوه کوچنۍ محاسبوي تېروتنه هم کولای شي سخت غبرګون را وپاروي.»
سرچینې زیاتوي، دا خبرداری وروسته له دې ورکول کېږي چې د افغانستان او پاکستان په نښتو کې افغانستان په لومړي ځل پر اسلام اباد او شاوخوا سیمو کې پر پوځي مرکزونو د بې پېلوټه الوتکو بریدونه وکړل.
راپورونه وايي چې د پاکستان د غوښتنې په ځواب کې طالبانو چینايي لوري ته ډاډ ورکړی چې دا ډول فعالیتونه به نه ترسره کېږي، خو دا ژمنه یې د پاکستان د بریدونو له درولو سره تړلې ده.
په همدې حال کې، اسلام‌اباد د ایران او امریکا ترمنځ د سولې د خبرو د کوربتوب لپاره پراخ امنیتي تدابیر نیولي دي. له تېرو څو ورځو راهیسي یې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د عامه ترانسپورت په شمول اکثره فعالیتونه په ټپه درولي دي.
د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت تر ۲۰ زره ډېر امنیتي ځواکونه د امنیت د ټینګښت لپاره ګومارلي دي.
سره له دې چې ټاکل شوې وه چې د سې شنبې په ورځ د امریکا او ایران جګپوړي استازي په اسلام اباد کې سره وویني، خو خبرو ته د ایراني لوري نه حاضرېدا سبب شوې چې د دوی خبرې تر نامعلومې مودې پورې وځنډېږي. امریکا وايي چې ایران به ژر خبرو ته حاضر شي.

22/04/2026

چین کې سخت توپان پراخې ګډوډۍ رامنځته کړې په چين کې یوه پیاوړي توپان د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې پراخې ګډوډۍ رامنځته کړې دي. په خپرو شويو ويډېوګانو کې ښکاري، چې توپان د خلکو ورځنی ژوند سخت اغېزمن کړی، تګ‌ــ‌راتګ یې ګډوډ کړی او ګڼې اسانتیاوې یې له ستونزو سره مخ کړې دي. د يادې پېښې په تړاو تر اوسه د اوښتو مالي او ځاني زيانونو په تړاو رسمي جزيات نه دي خپاره شوي.

22/04/2026

د مذاکراتو نوی فرصت؛ امریکا او ایران ښايي یوځل بیا اسلام‌آباد کې مخامخ شي د پاکستان پلازمېنه اسلام‌آباد د سختو امنیتي تدابیرو تر سیوري لاندې د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي دویم پړاو خبرو کوربه کېدو ته چمتو کېږي. سپینې ماڼۍ تایید کړې چې یو لوړپوړی پلاوی به اسلام‌اباد ته ورسېږي، چې مشري به یې د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس کوي. دا اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د بیا پیل تر ټولو څرګند رسمي نښه بلل کېږي.

21/04/2026

د هرات - خواف اوسپنې پټلۍ پروژې د لومړي فاز چارې نږدې ۹۵ سلنه بشپړې شوي.

21/04/2026

دا ویډیو له حرم شریف یو ملګري راولېږله. ویل دا ځل افغان حکومت حاجیانو لپاره ډېر نېږې او باسهولته جای نېولی دی. وایي د خوړو ترتیب او کیفیت یې هم عالي دی. تېر وار دوه ځله د حج اوقاف مسولینو سپمول شوی لګښت هم بېرته حاجیانو ته سپارلی و. خوښېږو چې بهر کې افغانان راحته او باعزته وي.
رحيم سکندر

21/04/2026

د میدان وردګ ولایت جلرېز ولسوالۍ اړوند سنګلاخ تفریحي سیمې ته د غزېدلي سړک د جوړېدو چارې پیل شوي.

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dat pressډاټ پريس posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share