Cheenar Radio - چنار راډيو

Cheenar Radio - چنار راډيو چنار راډيو د ژورنالیزم آرونو ته ژمنه ده.
(1)

دا د بدخشان د ارګو ولسوالۍ  اړوند سیمې تصویرونه ديددې ولسوالۍ اوسیدونکو ویلي چې تېره شپه دلته واوره ورېدلې ده. د سالنګ پ...
04/11/2025

دا د بدخشان د ارګو ولسوالۍ اړوند سیمې تصویرونه دي
ددې ولسوالۍ اوسیدونکو ویلي چې تېره شپه دلته واوره ورېدلې ده.
د سالنګ په لویه لاره د واورې ورېدو انځورونه هم په اجتماعي رسنیو کې خپاره شوي دي.

04/11/2025

سل ثانیې خبرونه 🌍
رنګینه علیزۍ 🎙
📻

انځورونهد هېواد په شمال کې په تاشقرغان تنګي سیمه کې د تېرې شپې د زلزلې له امله اوښتي زیانونه
03/11/2025

انځورونه
د هېواد په شمال کې په تاشقرغان تنګي سیمه کې د تېرې شپې د زلزلې له امله اوښتي زیانونه

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي له خپل هندي سیال، ډاکټر جیشنکر سره  ټیلیفوني خبرې وکړې. د افغانستان د بهرنیو...
03/11/2025

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي له خپل هندي سیال، ډاکټر جیشنکر سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د افغانستان د بهرنیو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې جې‌شنکر د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د تېرې شپې د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په پار غمرازي شریکه کړه او همدا ډول یې د عاجلو بشري مرستو چې په کې ۱۵ ټنه غذايي مواد شامل دي ا.ا ته د تسلیمولو خبر ورکړ.

خبرپاڼه کې راغلي، متقي له جیشنکر څخه د زلزلې په دې ناورین کې د غمشیریکۍ، خواخوږۍ او د افغانانو د لاسنیوي څخه مننه وکړه او اړمنو خلکو ته یې د یادو مرستو د پر وخت رسولو داډ ورکړ.
جې‌شنکر زیاته کړې چې هیواد به یې ډیر ژر د دوا او غذا په برخه کې نورې اړینې مرستې هم وکړي.

د هند بهرنیو چارو وزیر، جی شنکر ویلي نن له ماسپښین وروسته یې له خپل افغان سیال، امیرخان متقي سره ټلیفوني خبرې کړي او د ز...
03/11/2025

د هند بهرنیو چارو وزیر، جی شنکر ویلي نن له ماسپښین وروسته یې له خپل افغان سیال، امیرخان متقي سره ټلیفوني خبرې کړي او د زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
اخوا د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندیر جېسوال ویلي، شمال کې یې د تېرې شپې د زلزلې زیانمنو کورنیو سره د مرستې په موخه خوراکي توکي راستولي دي.
جی شنکر ویلي چې د هندي ولس او افغان ولس ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې د لا زیات ښه کېدو په حال کې دي.

د مینې ډالۍ خپرونې لپاره مو خپل بریښنایي لېکونه دلته راته پرېږدئپه ليکونو کې مو لنډۍ بیتونه خپلو ملګرو ته ډالۍ کړئ.یادون...
03/11/2025

د مینې ډالۍ خپرونې لپاره مو خپل بریښنایي لېکونه دلته راته پرېږدئ
په ليکونو کې مو لنډۍ بیتونه خپلو ملګرو ته ډالۍ کړئ.
یادونه: لیکونه باید د کاغذي لیک په بڼه ولیکل شي
د مینې ډالۍ نن شپه ۹:۰۰ نهه بجې د چنار پر څپو

کوربانه: کمال الدین کمال او ادم ابرار

د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د تاجکستان وارداتي برېښنا لېږد مزي چې د تېرې شپې زلزلې له امله پرې شوي وو بېرته ونښلول شول...
03/11/2025

د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د تاجکستان وارداتي برېښنا لېږد مزي چې د تېرې شپې زلزلې له امله پرې شوي وو بېرته ونښلول شول.
یاد شرکت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د وارداتي برېښنا را لېږد یادو مزو نښلون سره، کندز، تخار او د بغلان یو شمېر سیمو کې د پېرودونکو برېښنا ونښلول شوه.

03/11/2025

د عامې روغتیا وزارت ویاند په خبره د پرونۍ زلزلې له امله بلخ او سمنګان ولایت کې ۵۳۴ ټپيان روغتونونو ته وړل شوي او له ۲۰ زیات شهـ*یدان شوي دي.
د هغه په وینا دا ارقام لا هم وروستي نه دي.

په بلخ کې د تېرې شپې زلزلې له امله ۱۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۰۰ نور ټپیان دي.  د بلخ ولایت مقام مطبوعاتي دفتر په ی...
03/11/2025

په بلخ کې د تېرې شپې زلزلې له امله ۱۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۰۰ نور ټپیان دي.
د بلخ ولایت مقام مطبوعاتي دفتر په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې تېره شپه شاوخوا یوه بجه په دې ولایت کې د رېښتر په کچه ۶.۳ درجې سخته زلزله وشوه، چې له امله یې درانه مالي او ځاني زیانونه واړول.
د سرچینې ویلي ، د دې زلزلې په پایله کې، د مزار شریف په مرکز، په ځانګړې توګه د روضې شریفې شاوخوا او د بلخ په مختلفو ولسوالیو کې ګڼ شمېر استوګنځایونه او کورونه زیانمن شوي یا په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

د ا.امرکزي ویاند، ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: بیګانۍ زلزلې په بلخ، سمنګانو او بغلان کې ځاني او مالي زیانونه...
03/11/2025

د ا.امرکزي ویاند، ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: بیګانۍ زلزلې په بلخ، سمنګانو او بغلان کې ځاني او مالي زیانونه اړولي، چې له امله یې سخت خواشيني شوو.

هغه لیکلي، د ا.ا اړوند مسئولین او ارګانونه ټول بوخت دي ترڅو د خلکو خدمت وشي او د اړتیا وړ مرستې ورسیږي.
د عامې روغتیا وزارت د لومړنیو معلوماتو له مخې، په بلخ او سمنګان ولایتونو کې د تېرې شپې له امله شل کسان شهیدان او شاوخوا ۳۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان برېښنا شرکت وایي، تېره شپه یوه بجه له زلزلې وروسته، د ازبیکستان وارداتي برېښنا مزي په دوو ځایونو کې – له ناي...
03/11/2025

د افغانستان برېښنا شرکت وایي، تېره شپه یوه بجه له زلزلې وروسته، د ازبیکستان وارداتي برېښنا مزي په دوو ځایونو کې – له نايب‌آباد څخه تر سمنګان او له خُلم څخه تر پلخمري پورې پرچاو شوي دي.

برښنا شرکت لیکلي چې د دغې پرچاوي له امله د کابل په شمول د بغلان، پروان، پنجشېر، کاپيسا، لوګر، پکتيا، غزني او ميدان وردګ ولایتونو باندې په بشپړ ډول د ازبیکستان وارداتي برېښنا څخه بې برخې شوي.

‏ سرچینې زیاته کړې، د تاجکستان وارداتي برېښنا مزی تر کندز پورې هم پرچاو شوی دی چې له امله يې هغه ولايتونه چې برېښنا يې له تاجکستانه تأمينېږي، له برېښنا بې‌برخې دي.
د افغانستان برېښنا شرکت ویلي چې تخنيکي ټیمونه په بېړني ډول د دواړو مسيرونو د بېرته نښلولو لپاره هڅې کوي.

03/11/2025

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وایي چې د تېرې شپې زلزلې له امله تر اوسه له ۲۰زیاتو کسانو ژوند بایللی او تر ۳۲۰تنو زیات ټپیان شوي دي.
زمان ویلي، د ژغورنې ټیمونه په کار بوخت او د زیان کچه د بدلېدو په حال کې ده.
نوموړي زیاته کړې، سیمې ته روغتیایي ټیمونه رسیدلي او د رهبرۍ له لوري ټولو نږدې روغتونو ته د چمتووالي امر شوی څو ټپیانو ته لا ښه رسېدنه وشي.

Address

Shahr E Now
Kabul
1007

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Cheenar Radio - چنار راډيو posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Cheenar Radio - چنار راډيو:

Share