28/05/2026
د لوی اختر په مناسبت د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري، د ترکیې سرې میاشتې او دیانت خیریه بنسټ په مالي ملاتړ، د کابل په مرکزي مرستون کې له ۱۰۰۰ بېوزلو او اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه. په دې پروګرام کې ۵۰۰۰ کیلوګرامه د قربانۍ غوښه مستحقو کورنیو ته ووېشل شوه.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال او سرپرست، حافظ عزیزالرحمن، په دې مراسمو کې وویل: «د ترکیې وروڼه هېواد تل د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او په سختو حالاتو کې یې له موږ سره همکاري کړې ده. اړمنو کورنیو ته د قربانۍ غوښې وېشل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اسلامي اخوت او ورورولۍ څرګندونه کوي، او د ترکیې دغه بشري اقدام د ستاینې وړ دی.»
هغه زیاته کړه چې ترکیې له افغانستان سره په بېلابېلو تاریخي، بشري او انساندوستانه برخو کې دوامداره همکارۍ کړې دي.
د ترکیې سفارت مستشار او مرستیال، بلال امره بیرال، هم په دې مراسمو کې وویل: «ترکیه تل د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه ده او خپلې همکارۍ به په بېلابېلو برخو کې دوام ورکړي. زه د ترکیې له هغو خلکو مننه کوم چې په دغو مرستو کې یې برخه اخیستې، او هیله لرم چې قربانۍ یې د الله تعالی په دربار کې قبولې شي.»
په پای کې، مسئولینو له ټولو هغو کسانو څخه مننه او قدرداني وکړه چې د دې پروژې په عملي کولو او اړمنو کورنیو ته د مرستو په رسولو کې یې ونډه اخیستې وه.
Rajina Noori