Rohi - روهي

Rohi - روهي Rohi is an official and authorized Afghan Media Center

موندنه: د چرګو يخچالي غوښې تناسلي ککړتيا رامنځته کويد تناسلي (ادراري) سېسټم يا Urinary tract infection ميکروبي کېدنه د  ...
18/12/2023

موندنه: د چرګو يخچالي غوښې تناسلي ککړتيا رامنځته کوي

د تناسلي (ادراري) سېسټم يا Urinary tract infection ميکروبي کېدنه د E.coli په نوم بکتريا پېښوي او دغه بکتريا د پوستکي او خولې له لارې د انسان وجود ته لار پيدا کوي.

يوه تازه څېړنه ښيي، چې د چرګو يخچالي غوښو کې د وخت په تېرېدو سره دغه E.coli نومي مضره بکتريا پيدا کېږي او هغه کسان چې بيا دغه غوښې خوري، نو بولي مجرا يې ميکروبي کېږي چې د سوزاک په ډول نورې ناروغۍ ورته پيدا کېږي.

په دې طبي څېړنه کې برخه اخېستونکو پوهانو ويلي دي، چې د چرګانو له يخچالي غوښې څخه د ادراري کانال د ناروغيو د پېښېدو شونتيا هغه وخت بيا بيخي ډېره شي، کله چې غوښه سمه پخه نه وي او خوړل شي.

د اولاد نه پيدا کېدو يو لامل د سپرم کمښت دی؛ د سپرم کمښت درملنهد اولاد د نه پيدا کېدو يو لامل د خاوند د سپرم کمښت دی. که...
18/12/2023

د اولاد نه پيدا کېدو يو لامل د سپرم کمښت دی؛ د سپرم کمښت درملنه

د اولاد د نه پيدا کېدو يو لامل د خاوند د سپرم کمښت دی. که چېرې ښځه او خاوند اولاد غواړي خو حمل نه رامنځته کېږي د لسګونه لاملونو څخه يې يو د خاوند ستونزه ده او هغه هم د سپرم د شمېر لګوالی دی.

که چېرې کوم خاوند د سپرم کمښت ستونزه ولري، نو درملنه يې شونې ده او ددغه لارو - چارو په پلي کولو سره شونې ده، چې دغه ستونزه حل شي. د نشه يي توکو او سېګرټو څخه ډډه کول.

د الکولي مشروباتو نه څښل، د وزن کمول، د لمر له نيغو وړانګو ځان ساتل. که چېرې دغه ټولې لارې کار ورنه کړي، نو بيا ډاکټر ته تګ اړين دی، ترڅو د هورمون کچه مالومه شي او د طبي درملو په مرسته ستونزه حل شي.

اوبلاره  که  اهو ګذر   مخکې تر دې چې ابکزار ته ولاړ شو په چک تم کېږو،  همدا د چک کلیمه  ده چې د  اوبو سر په تړاو ترې زیا...
18/12/2023

اوبلاره که اهو ګذر

مخکې تر دې چې ابکزار ته ولاړ شو په چک تم کېږو، همدا د چک کلیمه ده چې د اوبو سر په تړاو ترې زیاتې کلیمې په لږ یا په ډېر بدلون ترې جوړې شوې دي لکه څاڅکي، څاه، څڅوبی، ګڅ او نور چې د همدې کلیمې ماناګانې راټولې شوې دي اوسیمې ته یې ښېرازي او سمسورتیا وربښلې ده، اوس نو همدا څک دی چې د ((څ)) د توري په تغیر چک ترې جوړ شوی دی چې په پښتو کې بیا څک څاڅکی شوی او د څاڅکي اسم جمع بیا څاڅکي ده.

په فزیکي بڼه د څک ولسوالۍ ده چې ډیرۍ برخې یې پرېمانه اوبه لري یا په بله ژبه څک په څاڅکي او څاڅکي په خوړنو بدل شوي دي او په پایله کې د لوګر سیند ترې جوړ شوی دی چې د چک د برېښنا د توليد له فابریکې پرته د اوبو د ښه مدیریت په برخه کې په عملي بڼه کومه هڅه شوې نه ده او اوس نو که اوبه ژوند دی، شتمني ده خو فرهنګي ښکلا هم ده ځګه چې زموږ د سیمو نومونو سره هم د اوبو د نعمت کلیمه نغښتل شوې ده.
همداشان دلته نه تنها چک کلیمه د اوبو د څاڅکي په مانا شته ده بلکې له دې سره زیات شمېر نومونه لکه سیاب، باغ بند، کڅ غر او نور شته دي خو موږ دلته یوازې ابکزار تر څېړنې لاندې نیسو، ابکزارد څک ولسوالۍ یو له مشهوروغرنیو سیمو ده چې میرکه، مانجرخېل، سره کلا، کرکت، چینو اونوریې مشهور کلي دي چې د عربانو درې، جیلګې ولسوالۍ، سباڅنک او کونجغتو سیمو ته څېرمه پرته سیمه ده.

مخکې تر دې چې نوموړې کلیمه وڅېړو هېواد په زیاتو برخو کې د تګاب، اوبتک او دې ته ورته نورې ډېرې سیمې پردې بڼه نومول شوې دي مانا یې یوه راځي هغه ښکته مځکې ته ویل کیږي چې هلته اوبه غونډې وي او شاوخوا واښه هم ولري نو څرنګه چې اوبتک او تکاب یو شان مانا لري د بڼې بدلون یې د ژبو له مخې دی.

اوس نو ابکزار او ګذراب هم دې ته ورته د اوبو لار مانا لري خو بلخوا د فزیکي مشاهداتو له مخې څنګلورې دره (جیلګه) چې ولسوالۍ یې هم له اغېزه دا نوم خپل کړی دی، جیلګه د سیمې د خلکو په ژبه هغه سیند ته ویل کیږي ؛ د کال په ټولو موسمونو کې اوبه ولري، د تجربې پر بنسټ مخکې تر دې چې په یو سیمه کې انساني تصرفات ونه موندل شي د طبیعي بڼې له مخې نومول کیږي نو په همدې اساس دا دوه څنګ په څنګ درې د اوبو د کچې له مخې ارزول شوې او نومول شوې دي، هغه چې اوږده ده او پوره اوبه یې د کال پر هر وخت کې لرلې دي جیلګه نومولې ده او هغه چې لنډه ده د کال په ځانګړیو وختونو کې یې پرېمانه اوبه لرلې دي ابکزار یا ګذراب نومول شوې دي.

حمزه پاڅه زلزلې په خیبر راوله
تل ويښ وي تندرونه له برېښنا سره
بلخوا په طبیعت کې د اوبو او هوا یو شمېر عنصرونه د خپل خوځښت له امله په ځانګړو شرایطو کې ځانګړی غږ رامنځ ته کوي د بېلګې په ډول باد چې کله په عادي ځمکه لګیږي یوشان غږ او که په ځنګل لرونکو سیمو کې خوځیږي بل ډول غږ خپلوي اوس نو اوبو بهېدل همدا ډول حالتونه لري که چېرته سیند ونه په لومړی مرحله (V) کې وې یا په بله ژبه غرنیو درو کې وي غږ او سرعت یې زیات وي نو ځانګړی غږ ( ګړازار) کوي نو دا هم له امکانه لېرې نه برېښي چې دا د اوبو ګړزار وي چې غږ لرونکی اوبلار مانا لري او دا څه په هغه اوبلارو کې رامنځ ته کيږي چې لنډمهاله بهیږي یا په بل عبارت سیلابي اوبه غږ لري خو په هر حال بیا هم د سیلاب څخه بل څه کېدای نشي.

بل تعبیر دا هم کېدای شي چې دا اهو ګذر وي ځکه له نن پنځوس کاله مخکې په همدې سیمې په ګاونډ کې د مشرانو له خولې د غرڅنیو پسونو مختلف ډولونه موجود وو او دې ته څېرمه ځای ځایګي نومونه د اوچه یا اهوچه او نراهو په اسمونو شته دي نو له همدې مخې ممکن برېښي چې دا اهو ګذر یا غرڅنۍ مېنه وي.

روغتيايي مشوره: د ماشومانو د ښې ودې لپاره زېنک (Zinc) ورکړئزنک د انسانانو او نورو ژويو او بوټو او نورو کوچنیو ژونديو موج...
17/12/2023

روغتيايي مشوره: د ماشومانو د ښې ودې لپاره زېنک (Zinc) ورکړئ

زنک د انسانانو او نورو ژويو او بوټو او نورو کوچنیو ژونديو موجوداتو لپاره يو کم موندل کېدونکی اړين عنصر دی او له زېږېدو مخکې او وروسته ودې لپاره اړين بلل کېږي.

د زېنک کمښت په وروسته پاتې هېوادونو کې نېږدې دوه ميليارده کسان اغېزمن کړي او له ډېرو ناروغيو سره اړيکه لري. په کوچنيانو کې د زېنک کمښت په وده کې خنډ، په جنسي بلوغ کې ځنډ، د ناروغېدو حساسيت او د نس ناستي لامل ګرځي.

غوښه، ماهي، د سابو او ميو بېلا بېل ډولونه د زېنک غني سرچينې دي. هغه ماشومان چې له خوارځواکۍ سره مخ وي، نو ډاکټران ورته د درملو له لارې د زېنک سپلېمېنټ ليکلي.

امريکا کې د وينې سرطان ډېرېدل؛ ښايي ۱۱زره کسان سږ کال ترې مړه شي د امريکا د National Cancer Institute د مالوماتو پر بنسټ...
17/12/2023

امريکا کې د وينې سرطان ډېرېدل؛ ښايي ۱۱زره کسان سږ کال ترې مړه شي

د امريکا د National Cancer Institute د مالوماتو پر بنسټ دغه هېواد کې د نورو کالونو په پرتله د وينې سرطان ناروغي زياته شوې ده او زرګونه کسان ترې ځوريږي.

د سرطان ملي انسټېټيوټ په يو راپور کې ويلي دي، چې د دوی د شمېرو پر بنسټ يوولس زره کسان به سږ کال د وينې سرطان ناروغۍ له امله مړي شي او درملنه يې ناشونې ده.

د وينې سرطان د وينې په سپينو حجرو کې چې د هډوکي په سپنجي برخه کې توليديږي رامنځته کيږي او دې ناروغۍ ته acute myeloid leukemia وايي.

د نړیوالو معلوماتو امنیت: نوي اصولنن ورځ نړیوال امنیت ته ترټولو جدي ګواښ د معلوماتي او مخابراتو ټیکنالوژۍ په ډګر کې ناوړ...
17/12/2023

د نړیوالو معلوماتو امنیت: نوي اصول

نن ورځ نړیوال امنیت ته ترټولو جدي ګواښ د معلوماتي او مخابراتو ټیکنالوژۍ په ډګر کې ناوړه فعالیتونه دي. د نړۍ په هر هیواد کې په مهمو زیربناوو باندې د لوی کچې سایبر برید په صورت کې، د بشري او چاپیریال ناورین خطرونه لوړ دي.

نړیواله ټولنه، د دې خطرونو څخه خبر ده، د نړیوالو معلوماتو خوندیتوب سیسټم په جوړولو سره د دوی د بریالیتوب لپاره د لارو چارو په لټه کې دي.

د برهان الدین غفور (سینګاپور) په مشرۍ د معلوماتو او مخابراتو ټیکنالوژیو په کارولو کې د امنیت مسلو په اړه د ملګرو ملتونو خلاص کاري ګروپ (OUG) د خبرو اترو اصلي پلیټ فارم دی چې په ټوله نړۍ کې د سایبر ګواښونو سره د مبارزې لپاره لومړني لارښوونې ټاکي.

په دې وروستیو کې، د OEWG په سایټ کې، د اړیکو نقطو د راجستر د جوړولو مفکوره خپره شوه، په کوم کې چې د هر هیواد استازي به په ګروپ کې برخه واخلي. د پیل کونکو په وینا، دا به هغه سازمانونه وي چې د دوی د مسؤلیت په ساحه کې د سایبر بریدونو د بې طرفه کولو وړتیا لري.

اوس مهال، د معلوماتو د امنیت په برخه کې د بین المللي همکاري ستونزمنه ده:
په یو شمیر هیوادونو کې هیڅ دولتي ادارې شتون نلري چې سایبر ګواښونو ته ځواب ووايي، او که داسې سازمانونه شتون ولري، دوی د ځان په اړه د معلوماتو چمتو کولو کې زړه نازړه دي.

د OEWG د اړیکو نقطو راجستر به د معلوماتو امنیت ته د ګواښ په صورت کې د مختلفو هیوادونو متخصصینو ترمنځ د چټک تعامل تنظیم کولو ته اجازه ورکړي. کله چې د راجستر کولو په وخت کې، مهم بنسټیز اصول باید په پام کې ونیول شي:
واک لرونکی سازمان د OEWG لپاره د دولتي ګوند چارواکو سیسټم پورې اړه لري، او همدارنګه د سازمانونو سیاسي بې طرفي او د دوی په وړاندې د بندیزونو لګول ناممکن دي.

د سایبر ګواښونو سره د مبارزې لپاره د بنسټیز جوړښت په توګه د اړیکو نقطو راجستر کولو ساده او روښانه نظر د ډیری هیوادونو ملاتړ سره چې د OEWG غړي دي پوره شو.

په هرصورت، متحده ایالات او متحدین یې د نوښت مخه نیسي، وړاندیز کوي چې نوي جوړښتونه رامینځته نه کړي، مګر د سایبر بریدونو سره د مبارزې لپاره د امریکا د اتحادیې CERT او FIRST څخه کار اخلي، چې د معلوماتو امنیت مسلو سره معامله کوي.

په ورته وخت کې، دا پټه نه ده چې CERT او FIRST، که څه هم دوی شخصي جوړښتونه دي، د متحده ایاالتو استخباراتي ادارو سره نږدې اړیکې لري.

د امریکا دریځ د OEWG غړو هیوادونو ترمنځ د اندیښنې لامل کیږي، کوم چې د معلوماتو په ساحه کې د متحده ایاالتو د کنټرول پراخیدو څخه ویره لري ترڅو په ډیجیټل ساحه کې د دوی حاکمیت ته زیان ورسوي.

د کونړ سیند؛ څپې او زمزمېما د کونړ له سینده جار کړې -  زما لالي به په کې مخ و ینځلی وینه اوبه نه یواځې د هر ساکښ او نبات...
17/12/2023

د کونړ سیند؛ څپې او زمزمې

ما د کونړ له سینده جار کړې - زما لالي به په کې مخ و ینځلی وینه اوبه نه یواځې د هر ساکښ او نبات لومړنۍ اړتیا ده، بلکې هغه د جماد او د دې پراخه طبیعت ښکلا هم ده. اوبه زراعت دی، سیاست دی، اقتصاد دی او پرمختګ دی.

له نن څخه ۷۳ کاله پخوا، یو کاناډایي پوهاند یوه تیوري وړاندې کړې وه چې د را روانې پیړۍ جنګونه به د تیلو پر ځای، د اوبو پر سر وي چې نښې یې ورو ورو څرګندیږي. د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون خبرداری ورکوي چې له ۲۰۲۵م کال وروسته به د نړۍ د هرو دریو تنو څخه یو تن په داسې هیواد کې ژوند کوي چې هلته به د اوبو کمښت وي.

افغانستان د اوبو له بابته یو بسیا او بډایه هېواد دی چې د اوبو کلنی جریان یې ۷۵ میلیاردو مترو مکعبو ته رسي. د پرله پسې بهرنیو یرغلونو، کورنیو جګړو، د ځینو مغرضو او بدنیته ګاونډیانو لاسوهنو او د تخنیکي ظرفیتونو د کمي له امله، یوازې شل ملیارده مکعبه اوبه په هېواد کې مصرفیږي او پاتې یې په وړیا توګه د ګاونډیانو په لور بهیږي. افغانستان ټول ۱۳۰ لوی او کوچني سیندونه او روان خوړونه لري چې د کونړ سیند، له آمو او هلمند وروسته په دریم کتار کې ولاړ دی.

پاتې برخه روهي وېب پاڼه کې...

https://rohi.af/news/93123

صدقه سړی خوښ ساتيتاسو به لیدلي وي چې هغه کسان چې لاس یې پرانیستی دی له خپلو صدقاتو خوند اخلي؛ خپل کار ته په وخت حاضریږي....
16/12/2023

صدقه سړی خوښ ساتي

تاسو به لیدلي وي چې هغه کسان چې لاس یې پرانیستی دی له خپلو صدقاتو خوند اخلي؛ خپل کار ته په وخت حاضریږي.

صدقه ورکول انسان کې انرژي پیدا کوي او ښه انرژي د تشویق او ښه کار کولو سبب ګرځي. د ساه پوهنې ماهرین وایي چې صدقات او یا هم په کُلي توګه اعطا انسانان د خوښۍ په لوري کشوي. په ۲۰۰۹ز کې بروکز د Brigham Young University کې د وینا پرمهال وویل: "که غواړی چې خوښ واوسی، او یا هم ښه کاروبار ولری نو په خپلې خوښۍ مو کار وکړئ.

خوښ خلک له نورو ډیر کار کوي او له خپل کاره خوند اخلي- بخیل خو حتیٰ پخپلو کارونو کې له تنګسیا سره مخامخ وي.

د نړۍ په تاريخ کې ترټولو ګرمه ورځد ۱۹۱۳ز کال کې د جولاي مياشتې لسمه نېته د نړۍ په تېر ۲۵زره کاله تاريخ کې د ترټولو ګرمې ...
16/12/2023

د نړۍ په تاريخ کې ترټولو ګرمه ورځ

د ۱۹۱۳ز کال کې د جولاي مياشتې لسمه نېته د نړۍ په تېر ۲۵زره کاله تاريخ کې د ترټولو ګرمې ورځې په توګه ثبت شوې ده. په دې ورځ د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د تودخي درجه له ۵۰ سانټي ګرېډ پورته وه.

په دې ورځ د امريکا متحدو ايالتو کالیفرنیا اياليت د مرګ درې (Death Valley) سيمه کې د تودخي درجه ۵۶.۷ ته رسېدلې وه او د ګېنس د رېکارډونو په کتاب کې ثبت شوې ورځ ده.

ساينس پوهان وېره لري، چې اوس وخت کې د اقليم د ګرمېدو او وچکالۍ له امله شونې ده چې د ۱۹۱۳ز کال د جولای مياشتې د لسمې د ګرمۍ رېکارډ مات او د تودخي درجه به ځينو هېوادونو کې له دې هم پورته شي.

يوه نوې طبي موندنه: نارينو کې د ژرانزال غوره درملنه تمرين دید Trends in Urology and Men’s Health په نوم ژورنال د  Anglia...
14/12/2023

يوه نوې طبي موندنه: نارينو کې د ژرانزال غوره درملنه تمرين دی

د Trends in Urology and Men’s Health په نوم ژورنال د Anglia Ruskin پوهنتون يوه څېړنه خپره کړې ده، چې د نارينو د ژرانزال غوره، طبيعي او پرته له اړخيزو اغېزو درملنه په کې ښوودل شوې ده.

دغه ژورنال کې راغلي دي چې ژرانزال يا Premature ej*******on يوه عامه ناروغي ده، چې ډېر نارينه ترې کړيږي، خو تمرين هغه غوره او بهترينه لار ده چې د ژرانزال مخه نيسي.

ددغه موندنې او څېړنې اړوند ورزش او په ځانګړي ډول د خاصرې لګن تمرين له يوې تر درېيو دقيقو پورې په نارينو کې د ژر انزال ستونزه حلوي خو په دې شرط چې دغه تمرين درې مياشتې پر له پسې تر سره شي.

نوي درمل چې د پيس مرض (Vitiligo) سپين داغونه به  له منځه يوسيپيس مرض چې  انګلېسي کې ورته Vitiligo وايي يوه عامه د پوستکي...
14/12/2023

نوي درمل چې د پيس مرض (Vitiligo) سپين داغونه به له منځه يوسي

پيس مرض چې انګلېسي کې ورته Vitiligo وايي يوه عامه د پوستکي ناروغي ده، چې د پوستکي د رنګ د توليد حجرې په کې د بريد لاندې راځي او له امله يې د مخ، لاسونو او پوستکي رنک سپين او داغ - داغ شي.

نړۍ کې مېليونه کسان پيس ناروغِۍ Vitiligo باندې اخته دي چې د ظاهري ښکلا د خرابېدو سبب کيږي. تر دې دمه د پيس درملنه شونې نه ده او هغه کسان چې پر ککړ وي، تر عمره ورسره وخت تېروي.

د kinase په نوم د درمل جوړونې يوې کمپنۍ د Opzelura په نوم درمل چې د کريم په بڼه دي، وړاندې کړي چې له ۵۰ تر ۷۰ سلنه پورې د پيس ناروغۍ (Vitiligo) درملنه ور سره کېږي.

د مغزو سرطان نوي درملد Johns Hopkins پوهنتون ساينس پوهان په دې توانېدلي دي، چې د جيل (Gel) په بڼه نوي درمل جوړ کړي، کوم ...
14/12/2023

د مغزو سرطان نوي درمل

د Johns Hopkins پوهنتون ساينس پوهان په دې توانېدلي دي، چې د جيل (Gel) په بڼه نوي درمل جوړ کړي، کوم چې د مغزو سرطان درملنه کې اغېزمن تمام شوي دي. دغه درمل د يو ځانګړي ماشين په وسيله پر کوپړۍ وهل کېږي.

د Betty Tyler په نوم د ياد پوهنتون يو تن پروفيسور ويلي دي، چې که څه هم دغه درمل به سل سلنه د مغزو سرطان درملنه کې موثر نه وي، خو له ۵۰ تر ۷۰ سلنه ددغه ناروغۍ درملنه کې يې ښه پايله ورکړې ده.

ددغه درملو عملي کارونه تر اوسه پر انسانانو نه ده ازمويل شوې، خو په لومړۍ تجربه کې د مغزو په سرطان ککړو موګانو ته ورکړل شوي دي او مثبته پايله يې ورکړې ده.

Address

Kabul
Kabul

Telephone

+93766900007

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Rohi - روهي posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Rohi - روهي:

Share