ژورنالـــيسـت/Jurnalist

ژورنالـــيسـت/Jurnalist 🔹 د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه تازه او رښتيني خبرونه
🔹 کره، بې پرې او مسلکي ژورنالېزم
🔹 ستاسې د باور وړ د خبر سرچینه
(1)

د امریکا د رود ایلند ایالت د پراوېډنس ښار په براون پوهنتون کې په ځايي وخت نن شپه ډزې شوي او د امریکايي رسنیو د راپور له‌...
14/12/2025

د امریکا د رود ایلند ایالت د پراوېډنس ښار په براون پوهنتون کې په ځايي وخت نن شپه ډزې شوي او د امریکايي رسنیو د راپور له‌مخې، په دې ډزو کې یو شمېر زده‌کړیالانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، خو لا هم کره شمېره یې روښانه نه ده.

ځايي سرچینو  وویلي، چې د ډرون څرخکوضد وسلې د پاکستاني طالبانو دحافظ ګل بهادر ډلې اړوند اتحادالمجاهدین وسلوالو لاسته ورغل...
13/12/2025

ځايي سرچینو وویلي، چې د ډرون څرخکوضد وسلې د پاکستاني طالبانو دحافظ ګل بهادر ډلې اړوند اتحادالمجاهدین وسلوالو لاسته ورغلي دي.

څه وخت مخکې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر د ډرون څرخکوضد وسلې بنو کې پولیسو ته په واک کې ورکړې وې.

د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف په عشق اباد کې د سولې نړيوال فورم په حاشيه کې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين سره د لیدلو ...
13/12/2025

د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف په عشق اباد کې د سولې نړيوال فورم په حاشيه کې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين سره د لیدلو لپاره ۴۰ دقيقې انتظار وایست، خو پوتين بيا هم رانغی او بالاخره شريف ناهيلی د ملاقات لپاره له انتخاب شوې خونې ووت.

د شريف ۴۰ دقيقې انتظار او بيا له ملاقات پرته رخصتېدو د ټولو پام ځانته اړولی دی.

تر دغو انتقادونو وروسته، په اسلام اباد کې د روسيې سفارت يوه بله ويډيو خپره کړه، چې ښيي، پوتين او شهباز شریف د يو سالون په څنډه کې ولاړ دي او خبرې کوي.

د روسيې سفارت دغې لنډې ويډيو ته ليکلي: «پوتين د ډسمبر پر ۱۲ عشق اباد کې له شريف سره وکتل.»

د جمعې په ورځ په غزه کې د تېز باران او توپان له امله د ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان مړه شوي دي. د راپورونو له‌مخې هغه کورنۍ،...
13/12/2025

د جمعې په ورځ په غزه کې د تېز باران او توپان له امله د ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان مړه شوي دي. د راپورونو له‌مخې هغه کورنۍ، چې د اسراییل د جګړې له امله بې ځایه شوي د توپان او سړې هوا له امله له مرګوني وضعیت سره مخ دي.

د افغانستان بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر په یوه ځانګړې مرکه کې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د تېر جمهوریت پر...
13/12/2025

د افغانستان بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر په یوه ځانګړې مرکه کې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د تېر جمهوریت پرمهال د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د خوشې کولو لپاره یې لس ځله پاکستان ته سفر کړی و.

د «حال‌وش» د راپور له‌مخې، د ایران په بلوڅ مېشتي سراوان ښار کې د رضا ساراني په نوم کس چې د سراوان د بهرنیو اتباعو د کمپ ...
13/12/2025

د «حال‌وش» د راپور له‌مخې، د ایران په بلوڅ مېشتي سراوان ښار کې د رضا ساراني په نوم کس چې د سراوان د بهرنیو اتباعو د کمپ کارکوونکی و او تر دې وړاندې د افغان کډوالو د وهلو ټکولو له امله مشهور و، د ناڅرګندو وسله‌والو په ډزو کې وژل شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د طالب دیني علماوو پرونۍ پرېکړې په تایید ټینګار کړی، چې هېڅ افغان له افغانستان څخه بهر نظام...
11/12/2025

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د طالب دیني علماوو پرونۍ پرېکړې په تایید ټینګار کړی، چې هېڅ افغان له افغانستان څخه بهر نظامي فعالیت نه شي ترسره کولای.

نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان ساتنه یوازې د دوی اړوند جنګیالیو دنده نه ده،بلکې د «اسلامي نظام» او هېواد ساتنه پر هر وګړي فرض ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی، په کابل کې د دیني عالمانو پرونۍ غونډې ته په اشارې سره وایي چ...
11/12/2025

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی، په کابل کې د دیني عالمانو پرونۍ غونډې ته په اشارې سره وایي چې افغان دیني عالمانو ډیرې مهمې پرېکړې کړي چې د افغانستان او سیمې په اوسني سیاسي او امنیتي وضعیت کې «ډیر مهم بدلون» بلل کیدای شي.

د پاکستان پوځي محکمې د ياد هېواد د استخباراتو پخواني مشر جنرال فیض حميد ته ۱۴ کاله بند سزا واوروله. د پاکستان د پوځ مطبو...
11/12/2025

د پاکستان پوځي محکمې د ياد هېواد د استخباراتو پخواني مشر جنرال فیض حميد ته ۱۴ کاله بند سزا واوروله.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي ادارې ويلي، هغه ته دغه سزا په سیاسي فعالیتونو کې د مداخلې، د محرمو اسنادو افشا کولو او له واک څخه د ناوړه استفادې له وجې ورکول کېږي.

جنرال فیض حميد د جمهوري دولت له سقوط او د طالبانو نظام له بيا واکمنولو وروسته، په کابل کې د چايو پيالې پورته کولو له وجې په افغانانو کې بد شهرت لري.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي، د ۲۰۲۵ کال پای ته رسېدو ته ۳ اوونۍ پاتې دي او تر دې مهاله په نړۍ کې د وژل شویو خبریال...
11/12/2025

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي، د ۲۰۲۵ کال پای ته رسېدو ته ۳ اوونۍ پاتې دي او تر دې مهاله په نړۍ کې د وژل شویو خبریالانو شمېر د ۲۰۲۴ کال د ریکارډ سره برابر شوی دی. دوی زیاته کړې، په غزه کې د اسراییل بریدونو او ایران او یمن کې د خبریالانو وژنې د وژل شویو خبریالانو شمېر لوړ کړی.

د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی، چې په تېرو ۳۶۵ ورځو کې له دې هېواد څخه شاوخوا ۶۰۰زره ناقانونه کډوال اېستل شوي دي...
11/12/2025

د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی، چې په تېرو ۳۶۵ ورځو کې له دې هېواد څخه شاوخوا ۶۰۰زره ناقانونه کډوال اېستل شوي دي. د وزارت د معلوماتو له مخې، نږدې ۱،۹ میلیونه نور کډوال په خپله خوښه له امریکا وتلي دي، چې په ټولییز ډول یې شمېر له ۲،۵ میلیون کسانو څخه اوړي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر ویلي، چې سږکال په افغانستان کې د پولیو ۹ مثتبې پیښې ثبت شوې دي، خو لا هم ګڼ کسان د واکسین د...
10/12/2025

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر ویلي، چې سږکال په افغانستان کې د پولیو ۹ مثتبې پیښې ثبت شوې دي، خو لا هم ګڼ کسان د واکسین د کمپاینونو د عملي کولو په برخه کې همکاري نه کوي.

Address

Afghanistan Kabul
Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ژورنالـــيسـت/Jurnalist posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to ژورنالـــيسـت/Jurnalist:

Share