
04/05/2021
ولسمشر غني په خپلې تازه خپرې شوې مقالې کې د انتقالي دورې یادونه کړې او ليکلي یې دي: «خواوې باید د انتقالي ادارې پر جوړولو بحث او پرېکړې وکړي... د انتقالي ادارې موده باید لنډه وي، او د هېواد د نوي مشرتابه ټاکلو لپاره دې ژر تر ژره ولسمشریزې، پارلماني او محلي ټاکنې ترسره شي.»
ولسمشر غني دغه راز ليکلي، په هغه صورت کې چې د ده د ځای ناستي ماموریت د سولې راوستل وي، نو چمتو دی د خپلې دورې پای ته له رسېدو وړاندې واک خپل ځای ناستي ته ولیږدوي.