10/12/2022
#دماشومانو وهل ځيرکتيا ته څومره تاوان رسولی شئ؟
ښايي ډیری کسان اوس هم په دې باور وي چې د ماشومانو وهل یا هغوي ته جزا ورکول د روزنې په برخه کې اغیزمن وي. که څه هم په ډیرو هیوادونو کې اوس د ماشومانو فزیکي تنبیه یا د ماشومانو وهل جرم ګڼل کیږي خو زموږ په ټولنه کې ډیری کسان اوس هم په دې باور دي چې چیرې ډب نه وي هلته ادب نه وی.
په امریکا کې په یوه څیړنه کې دغه خبره جوته شوې ده کوم ماشومان چې له خشونت سره مخامخ وي او یا وهل خوري د هغو د ځرکتیا «IQ» اندازه تر نورو پنځه په سلو کې کمه وي. جالبه خبره پکې دا وه چې تر ټولو ځیرک ماشومان پکې د سویډن او ناروې ښودل شوي. علت ېې هم دا ؤ چې دلته د ماشومانو وهل جرم ګڼل کیږي او ممکن مور یا پلار ته د بند سزا ورکړل شي.
د ناروې د سایکولوجۍ تحقیقاتي مرکز ویلي دي هغه ماشومان چې خشونت ورسره کیږي، د هرې مسلې حل یوازې په خشونت کې ګوري او ورو ورو د منقطي استدلال توان له لاسه ورکوي او په خپل ژوند کې د ډیرو وړو مسلو د اواري چل نه ورځي.
دا هغه څه دي چې زموږ په ټولنه کې عام دي حتي ګورو چې په ټلویزونونو کې مو د منطق او استدلال ژبه خشنه ده او په هر کار کې له زوره کار اخلو. دغه حالت ټولنې ته له خشونت پرته بل څه نه ورکوي، ښايي محدودې کورنۍ وي چې ستونزې په خبرو او منطقي استدلال حل کوي.
په دې څیړنو کې ثابته شوې هغه ماشومان چې بدني جزا ورکول کیږي او یا له رواني پلوه تحقیر کیږي په خپل نفس اعتماد له لاسه ورکوي او دغسې کسان د نوښت او ابتکار قدرت نه لري. که لږ ځیر شو دا هغه څه دي چې زموږ په ټولنه کې لیدل کیږي. زموږ کم ځوانان حتي زموږ تعلیم یافته کسان خاص ن
هیڅکله نه په ډیرو هیوادونو کې دا خبره جوته شوې چې کنجکاوه ماشومان او هغه ماشومان چې ډیر نه دي ځورول شوی او یا ازاد پريښودل شوي تر مطیع او فرمانبرداره ماشومانو تکړه دي او لوړو پوستونو او مقامونو ته رسیدلي دي.
له اروايي نظره دغه خبره بیخي جوته شوې چې د ماشومتوب حالت په لوینې کې د ماشوم په شخصیت اغیز لري او د ماشوم شخصیت په ماشومتوب کې بڼه خپلوي نو هغه ماشوم چې تل رټل کیږي او یا سپکې سپورې ورته ویل کیږي یا وهل کیږي شخصیت ناسمه وده کوي او دغه ماشومان دروغ هم ډیر وايي.