
20/09/2025
انسان کله ناکله د ژوند په اوږدو کې له داسې حالاتو سره مخامخ شي چې د هر لوري نه دروازې تړلې ښکاري. هڅې يې بې نتيجې پاتې شي، د خلکو مرسته ترې پرې شي او زړه يې د مايوسۍ په تيارو کې ډوب شي. په داسې وخت کې يوه الهي دروازه لا هم پرانيستې پاتې ده، هغه د دعا او زارۍ دروازه ده.
دعا د بنده او رب تر منځ هغه پُل دی چې هېڅکله نه ورانېږي. کله چې انسان په اخلاص سره خپل لاسونه د خالق لور ته پورته کړي، زړه يې په عاجزۍ او توکل ډک وي، نو الهي رحمت د هغه د غوښتنو ځواب ګرځي. قرآن کريم کې الله تعالی فرمايي: "وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ ۖ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دعَانِ"
نو په مايوسۍ او ستونزو کې د خلاصون تر ټولو قوي وسله دعا ده. دعا يوازې د ژبې الفاظ نه دي، بلکې د زړه له تل څخه راوتلی نغوته ده چې د الهي رحمت ورونه ټکوي. همدا دعا ده چې تياره په رڼا، او مايوسي په اميد بدله کوي.