شـفـق تلویـزیـون Shafaq Tv

شـفـق تلویـزیـون  Shafaq Tv دَ تازه او پر وخت خبرونو لپاره له موږ سره و اوسئ!

د کابل په سرکونو د سرعت کنټرولونکو جمپونو د نصب کولو لړۍ پیل شوه ده.
08/05/2025

د کابل په سرکونو د سرعت کنټرولونکو جمپونو د نصب کولو لړۍ پیل شوه ده.

د ازبکستان لوړ پوړی پلاوی بلخ ته را ورسېد.دغه پلاوی به د کرنې، څېړنې او ترویج، د اوبو لګولو پراختیا او د اقتصادي او سودا...
30/04/2025

د ازبکستان لوړ پوړی پلاوی بلخ ته را ورسېد.
دغه پلاوی به د کرنې، څېړنې او ترویج، د اوبو لګولو پراختیا او د اقتصادي او سوداګريزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه دوه اړخیزه لیدنې او بحثونه ولري.

‏د هند ولسمشر نریندرا مودي:فوځ ته یې اجازه ورکړه چې د کشمیر د بریـد غچ واخلي.نوموړي تېره ورځ ویلي دي، چې فوځ یې اجازه لر...
30/04/2025

‏د هند ولسمشر نریندرا مودي:
فوځ ته یې اجازه ورکړه چې د کشمیر د بریـد غچ واخلي.
نوموړي تېره ورځ ویلي دي، چې فوځ یې اجازه لري چې د کشمیـر بریـد کلک غچ واخلي.
بلخوا د پاکستان اطلاعاتو وزیر عطاءالله هم خبرداری ورکړی دی، چې هند په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې په پاکستان لوی پوځي بریـد کوي.

‏کمال ناصر اصولي:امرالله صالح متعصب او قومي شیـطان دی.نوموړی زیاتوي؛ له پاکستانه وطن ته تلونکي کډوال او ټول افغانان حق ل...
30/04/2025

‏کمال ناصر اصولي:
امرالله صالح متعصب او قومي شیـطان دی.
نوموړی زیاتوي؛ له پاکستانه وطن ته تلونکي کډوال او ټول افغانان حق لري، چې د افغانستان هر ولایت کې ژوند وکړي.
امرالله صالح ویلي و، چې افغان کډوال او پښتانه دې شمال ته نه انتقالېږي او دوی روسیې ته خطـر دی.
اصولي وایي، چې دا لنـډغر خاینین دي، نویمه لسیزه کې یې افغانستان لوټې لوټې کړ او اوس بیا د جګـړو خوبونه ویني.

‏له وروستيو څو مياشتو راهيسې نه يوازې دا چې کابل کې د بهرنيو پلاوو تگ راتگ زيات شوی، بلکې د افغانستان ډيپلوماسي هم په خپ...
29/04/2025

‏له وروستيو څو مياشتو راهيسې نه يوازې دا چې کابل کې د بهرنيو پلاوو تگ راتگ زيات شوی، بلکې د افغانستان ډيپلوماسي هم په خپل نوښت په خوځښت کې ده.
له خليجي هېوادونو د ليدنو په تسلسل پرون د بهرنيو چارو وزير د قطر له لومړي وزير سره پر دوو اړخيزو اړيکو خبرې کړي. د افغانستان او قطر ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د کچې لوړوالی د دې خبرو يو پاموړ اړخ دی.
په پام کې ده چې نن د بهرنيو چارو وزير په بهرنيو چارو کې د قطر د دولت له وزير محمد بن عبدالعزيز الخليفي سره هم وگوري.
له قطر وروسته د سيمې له ځينو نورو هېوادونو ليدنې هم په نږدې راتلونکي کې په پام کې دي.

هیواد ته راستنېدونکې هرې کورنۍ ته د کور جوړولو لپاره په خپل ولايت کې له ۵ تر ۱۵ بسوې ځمکه ورکول کېږيپه تورخم عمـري کمپ ک...
29/04/2025

هیواد ته راستنېدونکې هرې کورنۍ ته د کور جوړولو لپاره په خپل ولايت کې له ۵ تر ۱۵ بسوې ځمکه ورکول کېږي

په تورخم عمـري کمپ کې د خدماتو او روغتيا کمېټې مسـؤل قاري زاهدالله زاهد وويل؛ د افغانستان حکومت هېواد ته راستنېدونکو کورنيو ته هرکلی او ښه راغلاست وايي او له ثبت، تثبيت، راجستر او بايوميټرېک وروسته ورته يو فورم ورکول کېږي. هغه کورنۍ، چې اسناد ونه لري، د آى‌ او اېم ادارې له لوري ورسره ۱۱ زره افغانۍ مرسته کېږي او هغه کورنۍ، چې اسناد ولري، د کور هر غړي پر سر يونيسيار له خوا ۳۵ امريکايي ډالره د کرايې لپاره ورکول کېږي.
قاري زاهد زياتوي؛ همداراز په عمـري کمپ کې د موقتي مېشتېدو پرمهال تازه راستنېدونکو کورنيو ته استوګنځای، پخه ډوډۍ، برېښنا، صحي اوبه او نور اړين امکانات برابر شوي دي.
نوموړي زياته کړه؛ د مشرانو د پرېکړې له مخې، هرې هغې تازه راستنېدونکې کورنۍ ته، چې د استوګنې لپاره کور او جايداد ونه لري، د کورنۍ د غړيو د شمېر له مخې، هرې ۵ کسیزې کورنۍ ته ۵ بسوې، ۱۰ کسیزې کورنۍ ته ۱۰ بسوې او له ۱۰ کسیزو څخه پورته کورنيو ته ۱۵ بسوې رهایشي ځمکه د کور جوړولو لپاره په خپلو ولايتونو کې ورکول کېږي.

‏د ‎پوهنې وزارت سرپرست وزیر د يو شمېر رسنيو فعاليتونه مغرضانه بللي دي.نموړي د راستنېدونکو کډوالو د زده‌کړې سويې د تثبيت ...
29/04/2025

‏د ‎پوهنې وزارت سرپرست وزیر د يو شمېر رسنيو فعاليتونه مغرضانه بللي دي.
نموړي د راستنېدونکو کډوالو د زده‌کړې سويې د تثبيت ازموينې اخېستو په ناسته کې ويلي، چې يو شمېر مغرضي رسنۍ په ګاونډيو او نورو هېوادونو کې مېشتو افغانانو لپاره د افغانستان په تړاو منفي تبليغات کوي او د هغوی فکر د هېواد په تړاو منفي اړخ ته بيايي.
د پوهنې وزارت سرپرست د هېواد په ودانولو ټينګار کړی او دغه راز يې د ګاونډيو هېوادونو پر وړاندې د ځان بسياينې هيله ښودلې ده.

‏کابل ښاروالي:د پروان‌دو څلورلارې په اړه شایعات مغرضانه دي.د یادې ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د دغې څلورلارې نقشه کې سپوږمۍ...
29/04/2025

‏کابل ښاروالي:
د پروان‌دو څلورلارې په اړه شایعات مغرضانه دي.
د یادې ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د دغې څلورلارې نقشه کې سپوږمۍ د روژې مبارکې میاشتې په خاطر او شین رنګ د ابادۍ په خاطر ځای پر ځای شوي دي.
د یادې څلورلارې په اړه د ځینو کسانو لخوا له پرون راهیسې ویل کېدل چې د پاکستان د بیـرغ په څېر جوړه شوې ده، خو کابل ښاروالي دا ادعا رد کوي.

‏له وسني افغان حکومت سره د سیمې او نړۍ اړیکې پراخې او ګرمې شوې دي.داسې لیدل کېږي چې د دې حکومت نااعلان شوی رسمیت به پراخ...
29/04/2025

‏له وسني افغان حکومت سره د سیمې او نړۍ اړیکې پراخې او ګرمې شوې دي.
داسې لیدل کېږي چې د دې حکومت نااعلان شوی رسمیت به پراخ شي، نور هېوادونه به یې هم رسمي سفیران ومني، د نړۍوالو شرکتونه لخوا به لویې پروژې پیل شي او کابل کې به د سفارتونو شمېر زیات شي.
دا ټول خبرونه د افغانستان لپاره ښه زېري دي

د کندهار ترافیکو په یوه کمپاین کې له لویو او کوچنیو موټرونو او موټرسایکلونو څخه لېزري او اضافه څراغونه او بتۍ خلاصي کړې.
28/04/2025

د کندهار ترافیکو په یوه کمپاین کې له لویو او کوچنیو موټرونو او موټرسایکلونو څخه لېزري او اضافه څراغونه او بتۍ خلاصي کړې.

‏روسیه په افغانستان کې څو سترې پروژې پیلوي.له مسکو څخه سرچینې وایي، چې د روسیې له تور لېست څخه د وسني افغان حکومت له وتل...
28/04/2025

‏روسیه په افغانستان کې څو سترې پروژې پیلوي.
له مسکو څخه سرچینې وایي، چې د روسیې له تور لېست څخه د وسني افغان حکومت له وتلو سره سم مسکو پلان لري، چې افغانستان کې د ریل پټلۍ او کانونو استخراج څو سترو پروژو باندې پانګونه وکړي.
د سرچینې په وینا؛ له تور لېسته د اوسني حکومت له وتلو سره مسکو هوډ کړی، چې د هم دې حکومت رسمي سفیر هم ومني.

‏د وسني حکومت مخالفه شورا له جوړېدو مخکې بېرته وشړېده.د افغانستان د نجات په نوم د پخوانیو جنــګ‌سالارانو لخوا جوړه شوې ش...
27/04/2025

‏د وسني حکومت مخالفه شورا له جوړېدو مخکې بېرته وشړېده.
د افغانستان د نجات په نوم د پخوانیو جنــګ‌سالارانو لخوا جوړه شوې شورا بېرته وشړېده او دوه ډلې ترې بېرته ووتلې.
دوی له دې مخکې ژمنه کړې وه، چې د وسني حکومت پر ضد به دغه شورا کې ګډ کار کوي، خو د کار له پیل مخکې شورا له منځه لاړه.

Address

Kabul

Telephone

+93764722521

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when شـفـق تلویـزیـون Shafaq Tv posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to شـفـق تلویـزیـون Shafaq Tv:

Share

Category