Gheaga Media غېږه ميډيا

Gheaga Media غېږه ميډيا غیږه میډیا: خپلواکه ټولنیزه،جامع رسنۍ ده چې د ټولو سلامي او پښتني ارزښتونو په پام کې نیولو نشرات کوي.
(2)

13/07/2024
AFG VS GUA
03/06/2024

AFG VS GUA

د لوړو زده‌کړو وزارت وایي، چې د یاد وزارت وزیر شیخ ندا‌ محمد ندیم د هېواد شمال زون ته د سفر په ترڅ کې د بلخ پوهنتون او د...
24/05/2024

د لوړو زده‌کړو وزارت وایي، چې د یاد وزارت وزیر شیخ ندا‌ محمد ندیم د هېواد شمال زون ته د سفر په ترڅ کې د بلخ پوهنتون او د امام یوسف دیني جامعې له مسولینو سره لیدلي.
په دغه لیدنه کې ښاغلي ندیم له مسولینو د یادو علمي بنسټونو ستونزې اوریدلي او د حل ډاډ یې ورکړی.
دغه راز د لوړو زده‌کړو وزیر د بلخ پوهنتون د معیاري کولو او د کارونو د لا ښه‌والي په موخه یوه لړ لارښوونې هم کړي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د روسیې، قزاقستان او ازبیکستان یو شمېر لویو شرکتونو د هېواد د نفت او ګازو پر کانونو پانګ...
24/05/2024

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د روسیې، قزاقستان او ازبیکستان یو شمېر لویو شرکتونو د هېواد د نفت او ګازو پر کانونو پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
آزمون راډیو - Azmoon Radio

د خیبر پښتونخوا پولیس وايي، چې د اختریزو مېلو پر مهال ۱۸ تنه ځوانان او تنکي زلمیان په اوبو کې ډوب شوي چې له امله یې ۱۰کس...
13/04/2024

د خیبر پښتونخوا پولیس وايي، چې د اختریزو مېلو پر مهال ۱۸ تنه ځوانان او تنکي زلمیان په اوبو کې ډوب شوي چې له امله یې ۱۰کسه مړه او اته نور یې بیا ژغورل شوي دي. سرچینې وايي، دغه پېښې په چارسده، نوښار او کوهاټ ولسوالیو کې شوي او ډوب شوي کسان تر ډېره هغه ځوانان وو چې له نورو سیمو څخه دغلته د مېلو او چکر لپاره ورغلي وو. داسې راپورونه هم ورکړل شوي، چې په ځینو پېښو کې د ډوبو شویو کسانو له ډلې یو شمېر یې په کوچنیو کښتیو کې چکرې وهلې او د هغوی د ناپامۍ له امله په سېند کې ډوب شوي ډي.

په خوست کې د سرطان ناروغۍ د درملنې روغتون جوړیږيپه خوست ولایت کې د يوه سوداګر په شخصي لګښت او د کورنيو چارو سرپرست وزیر ...
12/04/2024

په خوست کې د سرطان ناروغۍ د درملنې روغتون جوړیږي

په خوست ولایت کې د يوه سوداګر په شخصي لګښت او د کورنيو چارو سرپرست وزیر په لارښوونه پر سل جریبه ځمکه د سرطاني ناروغيو د درملنې روغتون جوړیږي. خوست ميشتي د دغه روغتون جوړېدو ته خوښ دي، خو غوښتنه لري چې د چارو پر پيل يې بايد بيړه وشي. د دوی په خبره ډېری خلک د خپلو ناروغانو د درملنې وس نه لري. د خوست مرستیال والي بیا وايي، د څو لسیزو پر مهال هېواد کې د کيمياوي وسلو پر استعمال سره د سرطاني ناروغيو شمېر زيات شوی دی. د محبوب شاه قانت په خبره د دغه روغتون اداري چارې وروستۍ شوې او نږدې راتلونکي کې به يې عملي کار پيل شي چې په بشپړېدو سره به يې نه يوازې د خوست بلکې، د څېرمه ولایتونو ناروغانو ته هم د درملنې آسانتیاوې برابرې شي. ډاکټران وايي د سرطان ناروغان اوږدمهاله درملنې او څارنې ته اړتيا لري چې دا روغتون به ورته خورا ګټور تمام شي.

خوستیو ځــوانانو د روژې په ۲۳ مه ورځ د یووالي په نوم ګــډ روژماتی ترسره کړ چې،په سلګونه خلکــو پکې ګډون کړی وو.
02/04/2024

خوستیو ځــوانانو د روژې په ۲۳ مه ورځ د یووالي په نوم ګــډ روژماتی ترسره کړ چې،په سلګونه خلکــو پکې ګډون کړی وو.

خبر!خوست کې د یووالي په نوم د لسو سیمه ییزو رسنیو تر منځ د کریکټ دوولس اوریزې لوبې چې پرون پیل شوې وې، نن ورځ د جنجالونو...
22/09/2023

خبر!
خوست کې د یووالي په نوم د لسو سیمه ییزو رسنیو تر منځ د کریکټ دوولس اوریزې لوبې چې پرون پیل شوې وې، نن ورځ د جنجالونو له امله لغوه اعلان شوې.
مسؤلین وایي، په پام کې وه چې یادو لوبو پنځلس ورځې دوام کړی وی، خو د لانجو او جدي اختلافاتو له امله لغوه شوې.
سرچینې وایي، په پرونۍ پرانیستې له شوي لګښت پرته به نورې ټولې پیسې هغو سوداګرو ته بېرته ورکړل شي، چې د دغو لوبو مالي ملاتړ یې کړی ؤ.
د یاد ټورنمنټ د کمېټې یو تن غړي وویل چې ، نن ورځ یې د هغه شخصي لوبغالي مسؤل ته بېرته خپل لوبغالی په واک کې ورکړ، چې اتم پړاو رسنیز جام پکې ترسره کېده.
دا پداسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ننګرهار کې هم میډیا لیګ د خپلمنځي اختلافاتو له امله لغوه شوی ؤ.

Address

Kabul
580877

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Gheaga Media غېږه ميډيا posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Gheaga Media غېږه ميډيا:

Share