Nizamudin Falah

Nizamudin Falah کُلُّ نَفۡسٍ ذَآئِقَۃُ الۡمَوۡتِ ؕ
📚 Official Book رانه هېره خدایې شو

رانه هیره خدای شوه Nizamudin falah
20/06/2026

رانه هیره خدای شوه
Nizamudin falah

24/05/2026
غزلچې ګُلروخ مې د درګاه نه په وتو شو جنتي خوب مې تعبیر د دوزخو شو ذاهدان د فلسفو یې په نڅا کړل د مطرب لاس کې رباب په غپی...
07/05/2026

غزل

چې ګُلروخ مې د درګاه نه په وتو شو
جنتي خوب مې تعبیر د دوزخو شو

ذاهدان د فلسفو یې په نڅا کړل
د مطرب لاس کې رباب په غپیدو شو

چې خپل عقل یې دلیل سره په شور شو
پیغمبر غوندې انسان په لړزیدو شو

د رب مینه چا کې چیرته وه سړیه
خو چې ستړی په ګناه شو په سجدو شو

ټول ژوندون مې ستا له مخ نه صدقه شو
مات وجود مې درته یاره په رُکوع شو

په ګُناه کې مې خالق د ځان پیدا کړ
په ثواب کې مې ایمان د دوه پیسو شو

چې دې زیری ورک شمال د مرګي راوړه
غم مې غم سره فلاح په ګډیدو شو
NizaMudin Falah

غزلبې له تا هم په خندا یمه ګل مخیه د غم ساز ته په نڅا یمه ګل مخیه ځان مې هم له ځانه شړي زه حېران یم چې د ځان نه یم د چا ...
29/04/2026

غزل
بې له تا هم په خندا یمه ګل مخیه
د غم ساز ته په نڅا یمه ګل مخیه

ځان مې هم له ځانه شړي زه حېران یم
چې د ځان نه یم د چا یمه ګل مخیه

ژوند برباد دی زه تبا یمه ګل مخیه
ته بې یاره زه تنها یمه ګل مخیه

زړه مې زړه ته درنیږدي زړه مې تنګ دی
ژبه ګونګه ده ساه ساه یمه ګل مخیه

مخ مې ستا له مخه بل مخ ته هېڅ نه اوړي
زه ميَن په تا رښتیا یمه ګل مخیه

له مودو نه زه د درد خزان وهلی
له مودونه په ژړا یمه ګل مخیه

تراړې شونډې ډکې سترګې فلاح لاړم
تا شړلی له درګا یمه ګل مخیه
#غزل #شعر #پشتوشاعری NizaMudin Falah

29/04/2026

چې دزیري ورک شمال دمرګي راوړه
غم مې غم سره فلاح په ګډیدو شو

Address

Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Nizamudin Falah posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share