ABN Pashto

ABN Pashto ABN new media of all over the world

Do you know the date of the planned match between Afghanistan and India? Link:  https://youtu.be/t0G9kGR__5Aمومند سپورټس...
18/05/2023

Do you know the date of the planned match between Afghanistan and India?


Link: https://youtu.be/t0G9kGR__5A

مومند سپورټس❤️MOMAND SPORTS

د افغانستان او هند ترمېنځ د سیریز نېټې-Afghanistan v India ODI series schedule

افغانستان د سریلانکا خلاف لوبو ته اخر هم لوبډله اعلان کړه.لوبډله ولې ۱۸ کسیزه ده؟کوم لوبغاړي پکښې نوي شامل شوي؟یامین ولې...
19/11/2022

افغانستان د سریلانکا خلاف لوبو ته اخر هم لوبډله اعلان کړه.
لوبډله ولې ۱۸ کسیزه ده؟
کوم لوبغاړي پکښې نوي شامل شوي؟
یامین ولې تېرو ۷ کلونو کې یواځې ۷ نړېوالې پنځوس اوریزه لوبې کړي؟

https://youtu.be/42JZmNkhKCA

د سلیم صافي او رحمان الله ګربز دوسیې کرکټ بورډ کې تر څېړنې لاندې دي.بشپړ حال ویډیو کې
19/11/2022

د سلیم صافي او رحمان الله ګربز دوسیې کرکټ بورډ کې تر څېړنې لاندې دي.
بشپړ حال ویډیو کې

acb جام په دوران کې څه تېر شول؟سلیم صافی ولې دسرلنکا لپاره انتخاب نشو؟تر څنګ یې دګربز په اړه هم ...

30/08/2022

128 هدف شو، څنګه دی؟
پوره به شي کنه؟

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له انډیا ټوډې سره په مرکه کې ویلي موږ افغانان خوښ یو چې اوس د لته په لویه کچه جګړه ن...
14/08/2022

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له انډیا ټوډې سره په مرکه کې ویلي موږ افغانان خوښ یو چې اوس د لته په لویه کچه جګړه نشته او نور افغانان د پخوا په څېر خپل ژوند له لاسه نه ورکوي خو په وینا یې د تېر یو کال راهیسې ګڼ افغانان جلاوطني شوي، اقتصادي وضعیت او ښوونیز بهیر په پراخه کچه له ستونزو سره مخ شوی.

کرزي وویل اوس د پخوا په نسبت د افغانانو په مرګ ژوبله کې کمښت راغلی خو نور هرڅه منفي دي.

نوموړي یو ځل بیا ژر تر ژره د نجونو د ښوونځیو پر پرانيستلو ټینګار وکړ او ویې ویل د افغانستان پرمختګ د نجونو او هلکانو زده کړو او د نارینو او مېرمنو په ګډ کار سره شونی دی.

حامد کرزی په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې له دې وړاندې د بشر حقونو د څار بنسټ په خپل وروستي راپور کې ویلي و چې په تېر یو کال کې د طالبانو لخوا د ښځو او نجونو پر حقونو سخت محدوديتونه لګېدلي، د افغانستان اقتصاد پرځېدلی او څه باندې ۹۰سلنه افغانان د خوړو له امنيته رنځ وړي.

دا پیغام ولس سره د خواخوږۍ په موخه شير کړئ.د ميدان وردګو ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کې د وړمې شپي سېلابونو له امله کورونه...
13/08/2022

دا پیغام ولس سره د خواخوږۍ په موخه شير کړئ.

د ميدان وردګو ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کې د وړمې شپي سېلابونو له امله کورونه، ځمکي، کښتونه او نور عامه ځایونه هر څه ویجاړ شوي، جویزرین، حسن خیل، خان خيېو کې عامه لاري او د خلکو کښتونه سېل لاندې کړي.
د معلوماتو له مخې دواب کلي کې هیڅ داسي کور او ځمکه نه ده پاتې چې خلک ورباندې دمه جوړه کړي، تر 15 کورونو پوري یې په بشپړه توګه وران کړي او باقي نور هم د اوسیدلو غورځېدلي او هیڅ څیز یې جوړ نه دی پاتې شوی.
اوس هم د شاوخوا کلیو ځوانانو وچه ډوډی د نورو کلیو راټوله او دلته یې یوه یوه مړی وچه ډوډی خلکو ته تقسیم کړه.
د شتمنو وطنوالو، خيريه بنسټونو او حکومتي مسؤلینو څخه مو هېله ده چې ژر تر ژره د اړمنو لاسنيوی وکړي.
د سيداباد ولسوالۍ د تنګي درې دو آب اړوند سيميز روغتيايي کلينيک هم د سيلابونو له امله په بشپړ ډول تخريب شوی، او دوا درمل یې ټول له منځه تللي، هيله ده په دې برخه کې هم بېړنۍ مرستې وشي.

13/08/2022

تازه دکابل دتذکرو ریاست مخته درنه چاودنه شوې

شيخ رحيم الله حقاني نن د کابل اړوند شش درک سيمه کې د يو ځانمرګي بريد پرمهال ووژل شو. ويل کېږي دغه ځانمرګی بريد د نوموړي ...
12/08/2022

شيخ رحيم الله حقاني نن د کابل اړوند شش درک سيمه کې د يو ځانمرګي بريد پرمهال ووژل شو.

ويل کېږي دغه ځانمرګی بريد د نوموړي مدرسه کې شوی، خو په اړه يې لا نور جزئيات نشته.

د طالبانو مرستيال وياند بلال کريمي د نوموړي وژل تائيد کړي.

د راپورونو له مخې پر شيخ رحيم الله له دې وړاندې هم بريد شوی ؤ، چې روغ ترې وتلی ؤ.

رحيم الله حقاني له دې وړاندې په پاکستان کې مدرسه لرله او د شيعه مذهب او وهابيانو پرضد ويناوو کې يې خورا شهرت درلود.

لا تر دې دمه کومې ډلې د دې پېښې مسؤليت نه دی منلی.

10/08/2022

د تخنیکي ستونزو له امله د ولسمشر غني مرکه د څو دقیقو لپاره ځنډېدلې ده
له موږ سره اوسئ.

Address

Afghanistan
Kabul
1001

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ABN Pashto posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to ABN Pashto:

Share