RTA Afghan News

RTA Afghan News rta pashto new part!

Permanently closed.
02/12/2021
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري د ننګرهار د روغتيا په برخه کې مرسته کوي.د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو...
30/11/2021

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري د ننګرهار د روغتيا په برخه کې مرسته کوي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مشر ویلیم ایجالو د ننګرهار ولایت د عامې روغتيا ریيس عطاءالرحمن فاتح سره په لیدنه کې په یاد ولایت کې د روغتیايي مرکزونو د پاتې ساختماني چارو ترسره کولو او طبي وسایلو د پوره کولو په برخه کې د مرستې ژمنه کړې ده.

پروان کې دوه تنه د نشه یې توکو د قاچاق په تور ونیول شول.د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ سرتېرو د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند ...
30/11/2021

پروان کې دوه تنه د نشه یې توکو د قاچاق په تور ونیول شول.
د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ سرتېرو د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې دوه تنه له ۷۸ بستو نشه یي توکو سره یوځای نیولي، دغه کسانو غوښتل چې یاد نشه یي توکي د یوه کرولا ډوله موټر په واسطه له پروان څخه ننګرهار ته ولیږدوي.

د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر د ازبیکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي سره ولیدل.لیدنه کې په بېلابېلو برخو په ځا...
30/11/2021

د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر د ازبیکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي سره ولیدل.
لیدنه کې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د ګډو اقتصادي او ترانزیټي پروژو د تطبیق بهیر چټکتیا او د دواړو هېوادونو د مناسباتو پراختیا په اړه خبرې شوې دي.

کابل کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ بیا پيلیږي.د پاسپورټ عمومي ریاست سرپرست وايي، چې کابل کې د پاسپورټونو د وېش په برخه کې له...
30/11/2021

کابل کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ بیا پيلیږي.
د پاسپورټ عمومي ریاست سرپرست وايي، چې کابل کې د پاسپورټونو د وېش په برخه کې له تخنیکي ستونزو او د یو شمېر وسایلو له نشتون سره مخ وو، چې دا ستونزه کابو حل شوې او ډیر ژر به د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شي.

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ازبیکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي سره ولیدل.لیدنه کې مولوي عبدالکبیر ویل...
30/11/2021

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ازبیکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي سره ولیدل.
لیدنه کې مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د رسمیت پېژندې له پاره ا.ا ټول شرایط پوره کړي او نړۍ باید له شرطونو پرته، افغانانو سره بشري مرستې وکړي. نوموړي زیاته کړې چې ستونزې باید د فشارونو پر ځای د خبرو اترو له لارې حل او فصل شي.

د کندز والي د یوناما دفتر له مشر سره لیدلي.د کندز والي ملا نثار احمد نصرت په شمال ختیځ کې د یوناما دفتر مشر بوجیدار دیمی...
30/11/2021

د کندز والي د یوناما دفتر له مشر سره لیدلي.
د کندز والي ملا نثار احمد نصرت په شمال ختیځ کې د یوناما دفتر مشر بوجیدار دیمیتروف او د یاد دفتر د سیاسي څانګې مسؤل رینات ګلیموف سره په لیدنه کې ویلي، چې یوناما دفتر دې کندز کې د پوهنې، کرنې، فرهنګ او روغتیا په برخه کې مرسته وکړي.

Address

Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when RTA Afghan News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share