10/09/2026
پکتیا انټرکلب کرکټ سیالۍ د سرحدي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د پکتیا د ۲۰۲۶ کال انټرکلب کرکټ سیالۍ، چې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، د سرحدي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په پایلوبه کې سرحدي لوبډلې تېرې «B» لوبډلې ته د ۲۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه او حبیبالرحمن توتاخېل د لوبې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.
د کرکټ مسؤلین وایي، دغه ډول کورنۍ سیالۍ د تکړه لوبغاړو د موندلو او د هغوی د وړتیاوو د لوړولو لپاره مهمې دي.
وحدت غږ