18/04/2026
دغه خبرتیا تر هرمسلمانه ورسوي پر عمومي مسیرو ، په ځانګړي ډول د کابل ـ کندهار پر لویه لار، ډېر وخت کوچيان خپلې رمې (پسونه او نور حیوانات) پر سړک روانوي. دا کار په ځانګړې توګه د شپې له خوا د جدي پېښو سبب ګرځي، چې موټر ورسره ټکر کېږي او د انسانانو ژوند له خطر سره مخ کوي. د پام وړ ټکي: د انسان ژوند تر هر څه مهم دی ناڅاپي ټکرونه لوی مالي او ځاني زیانونه اړوي
بې احتیاطي د ټولو لپاره خطر جوړوي
زموږ غوښتنه له مسؤلینو څه:ده
که هر کوچي خپل حیوانات پر عمومي سړک روان کړي، باید جریمه شي
د شپې له خوا دې دا کار په کلکه منع شي
د سړکونو پر اوږدو دې خبرداري نښې او کنټرول زیات شي
عامو خلکو ته پیغام:
راځئ چې د سړک اصول مراعت کړو، د یو بل ژوند ته درناوی وکړو، او داسې کړنې بندې کړو چې زموږ ټولنه له خطر سره مخ کوي.