19/03/2026
د نـېـکـمـرغـه کــوچني اخــتــر پـــه مـنـاسـبـت د ګــهـیځ ټــولنې د مـبـارکــــۍ پـیـغـام
دا دی د روژې د مبارکې میاشتې له پای ته رسېدو وروسته مو د نېکمرغه کوچني اختر پړاو پیل کړ. الله تعالی دې وکړي چې د روژې مبارکې میاشتې حق مو هغه ډول چې لازمه وه ادا کړی وي او زموږ ټول عباداتونه او طاعاتونه مو د الله په دربار کې قبول شوي وي.
که څه هم په دې وروستیو کې زموږ شریر ګاونډي او د افغانستان د سوکالۍ دښمن زمونږ پر بېګناه هېوادوالو ځینې ځای ځای بریدونه کړي دي، خو د دې سره سره بیا هم د خوښۍ ځای دی چې د شته ستونزو او ناخوالو سره سره بیا هم زمونږ د هېواد والو اخترونه او د خوښۍ ورځې تر ډېره خوندي دي او هېوادوال مو د سولې او آرامۍ په فضا کې خپل اخترونه لمانځي.
د ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه، په داسې حال کې چې د نېکمرغه کوچني اختر د را رسېدو له امله خپلو درنو هېوادوالو، په تېره بیا قدرمنو لیکوالو او ژورنالیستانو ته د زړه له کومې مبارکي وایي، د الله تعالی دربار ته د دعا لاس لپه کوي چې د دې امنیت تر څنګ زموږ ولس ته د علمي او څېړنیزو پرمختګونو توفیق هم ورپه برخه کړي ترڅو وکولای شو له نړۍ سره برابره سیالي وکړو او خپل هېواد په علمي ډګر کې هم یو مثالي هېواد وګرځوو.
په درنښت
د ګهیځ اداره