Baran News

Baran News Baran NEWS delivers fast, accurate, and unbiased updates from Afghanistan and across the World. Stay informed. Stay connected.

We bring you real stories, verified reports, and breaking news as it happens.

06/08/2026

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د سپېس ایکس د فالکن ۹ توغندي کارول شوې پورتنۍ برخه، چې د یوه پخواني فضایي ماموریت له بشپړېدو وروسته په فضا کې بې‌کنټروله پاتې شوې وه، له سپوږمۍ سره ټکر شوې ده.
د سپېس ایکس مشر ایلن ماسک هم د دې پېښې اړوند یوه ویډیو پر خپل اېکس (X) حساب خپره کړې، خو د ټکر او د ماموریت په اړه یې نور جزییات نه دي وړاندې کړي.
د ساینسپوهانو په وینا، دغه ټکر د ځمکې لپاره هېڅ مستقیم ګواښ نه لري، خو یو ځل بیا یې په فضا کې د بې‌کاره پاتې توغندیو او فضایي کثافاتو د زیاتېدو په اړه اندېښنې راپارولې دي.
کارپوهان ټینګار کوي چې د فضایي ماموریتونو له زیاتېدو سره د فضا د ککړتیا او بې‌کاره فضایي تجهیزاتو مدیریت د نړۍ د فضایي ادارو لپاره په یوه مهمه ننګونه بدل شوی دی.

#سپوږمکۍ

د پښتونخوا د هنګو ولسوالۍ په اړه په ټولنیزو رسنیو او ځینو سرچینو کې داسې ادعاوې خپرې شوې چې نامعلومو وسله‌والو هغه پاکست...
02/08/2026

د پښتونخوا د هنګو ولسوالۍ په اړه په ټولنیزو رسنیو او ځینو سرچینو کې داسې ادعاوې خپرې شوې چې نامعلومو وسله‌والو هغه پاکستاني پولیس خوشې کړي چې تر دې وړاندې د یوه برید پر مهال له ځان سره وړي وو.
د دغو ادعاوو له مخې، خوشې شویو پولیسو ته د کورونو د تګ لپاره نغدې پیسې هم ورکړل شوې او ترې ژمنه اخیستل شوې چې بېرته به امنیتي دندو ته نه ستنېږي. په خپرو شویو ادعاوو کې دا هم ویل شوي چې وسله‌والو دغه اقدام نورو ته د عبرت په توګه ترسره کړی دی.
د راپورونو له مخې، تر دې مخکې د پولیسو پر یوه مرکز په برید کې یو شمېر پولیس وژل شوي وو، او ادعا کېږي چې هغه کسان په نښه شوي وو چې مقاومت یې کړی و، په داسې حال کې چې نور له ځان سره بیول شوي وو.

#پاکستان #پښتونخوا #امنیت #خبر #خبرفوری

د ټولنیزو رسنیو او ځینو فعالانو له لوري خپاره شوي انځورونه او ادعاوې وایي، چې په کشمیر کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو پر مه...
29/07/2026

د ټولنیزو رسنیو او ځینو فعالانو له لوري خپاره شوي انځورونه او ادعاوې وایي، چې په کشمیر کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو پر مهال د مرمیو ګڼې پاتې شونې لیدل شوې دي.
د دغو ادعاوو له مخې، پر کشمیریانو د زور زیاتي او پوځي عملیاتو دوام د سیمې د امنیتي وضعیت او سیاسي راتلونکي په اړه بحثونه زیات کړي دي.
یو شمېر شنونکي باور لري چې په کشمیر او بلوچستان کې روان وضعیت د دغو سیمو د سیاسي راتلونکي په اړه نوې پوښتنې راپورته کړې دي. دوی همداراز د پښتون مېشتو سیمو د راتلونکي په اړه هم بېلابېل تحلیلونه وړاندې کوي.

#کشمیر #پاکستان

د نیویارک ښاروال ممداني: "نتانیاهو جګړه‌ییز مجرم دی"د نیویارک ښاروال زهران ممداني د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیا...
22/07/2026

د نیویارک ښاروال ممداني: "نتانیاهو جګړه‌ییز مجرم دی"
د نیویارک ښاروال زهران ممداني د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پر ضد سختې څرګندونې کړې دي.
ممداني ویلي، نتانیاهو یو "جګړه‌ییز مجرم" دی او ادعا یې کړې چې د غزې په جګړه کې 73 زره فلسطینیان وژل شوي دي.
هغه همدارنګه ادعا کړې چې په دغو عملیاتو کې روغتونونه، خبریالان، ماشومان، ښځې او بشري مرستندویه کارکوونکي هم په نښه شوي دي.
د غزې د جګړې د مرګ‌ژوبلې او د نړیوال بشري قانون د سرغړونو په اړه د بېلابېلو لورو ترمنځ بېلابېل دریځونه شته، او د دغو ادعاوو په اړه نړیوالې څېړنې او حقوقي ارزونې روانې دي.

#خبر

20/07/2026

نورستان کې پراخ سېلابونه؛ د پارون بازار سخت زیانمن شوی.

#نورستان #پارون #افغانستــان

نورستان کې پراخ سېلابونه؛ د پارون بازار سخت زیانمن شوید نورستان ولایت په مرکز پارون کې د سختو بارانونو له امله پراخ سېلا...
20/07/2026

نورستان کې پراخ سېلابونه؛ د پارون بازار سخت زیانمن شوی

د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د سختو بارانونو له امله پراخ سېلابونه راوتلي، چې د لومړنیو راپورونو له مخې یې د ښار بازار ډېره برخه ویجاړه کړې او ګڼې ودانۍ، دوکانونه او عامه تاسیسات یې زیانمن کړي دي.
د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، د سېلابونو د خطر له امله له هغو اوسېدونکو غوښتنه شوې چې د سېلابونو د مسیر په لاندې سیمو کې ژوند کوي، د خپل ځان او کورنیو د خوندیتوب لپاره بېړني احتیاطي تدابیر ونیسي او د اړتیا په صورت کې خوندي سیمو ته انتقال شي.
د ژغورنې او ارزونې ډلې د زیانونو د کچې معلومولو لپاره په سیمه کې فعالیت کوي، خو تر اوسه د احتمالي مرګ‌ژوبلې او دقیقو مالي زیانونو په اړه بشپړ او رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.
پارون د غرنیو سیمو په منځ کې پروت دی او د جغرافیایي جوړښت له امله هر کال د ناڅاپي سېلابونو او نورو طبیعي پېښو له جدي ګواښ سره مخ وي.

#نورستان #پارون #سیلاب #بارانونه #افغانستــان

د نیمروز ولایت په مارګو دښته کې د هغو افغانانو د موندلو هڅې پراخې شوې دي چې د راپورونو له مخې، په ناقانونه توګه ایران ته...
19/07/2026

د نیمروز ولایت په مارګو دښته کې د هغو افغانانو د موندلو هڅې پراخې شوې دي چې د راپورونو له مخې، په ناقانونه توګه ایران ته د تګ پر مهال نادرکه شوي دي.
د معلوماتو له مخې، ۱۹ کسانو هڅه کوله د مارګو دښتې له لارې ایران ته واوړي، خو په لاره کې ورک شوي دي. د لټون او ژغورنې عملیاتو لپاره د ځمکنیو ځواکونو ترڅنګ هوایي ځواک هم په عملیاتو کې شامل شوی دی.
لومړني راپورونه ښيي چې تر اوسه د ۵ کسانو جسدونه موندل شوي، خو د پاتې نادرکه کسانو د برخلیک په اړه لا هم پلټنې روانې دي.
چارواکي او مرستندویه ډلې له خلکو غواړي چې د انساني قاچاقبرو پر ژمنو باور ونه کړي او د ناقانونه کډوالۍ له خطرناکو لارو ډډه وکړي، ځکه د مارګو دښته د سختو اقلیمي شرایطو او اوبو د نشتوالي له امله د ګڼو انساني تلفاتو شاهده پاتې شوې ده.

#نیمروز #مارګو #ناقانونه #کډوالۍ

بدخشان کې د یفتل پایین ولسوالۍ پر سر متضادې ادعاوې؛ دواړه لوري د بریا دعوه کويد بدخشان ولایت اړوند د «سپاهیان مهین» په ن...
19/07/2026

بدخشان کې د یفتل پایین ولسوالۍ پر سر متضادې ادعاوې؛ دواړه لوري د بریا دعوه کوي
د بدخشان ولایت اړوند د «سپاهیان مهین» په نوم یوې وسله‌والې ډلې ادعا کړې چې د یفتل پایین ولسوالۍ یې د څو ساعتونو لپاره تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده.
د دغې ډلې له لوري خپرو شویو ویډیوګانو او انځورونو کې ادعا شوې چې د برید مشري د «ملنګ» په نوم یوه قوماندان کړې، او د عملیاتو پر مهال یې وسلې، مهمات او نور پوځي تجهیزات هم نیولي دي.
بل لور ته، د افغانستان اوسنیو حاکمانو د ولسوالۍ د نیول کېدو ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې پر ولسوالۍ یوازې برید شوی و، خو امنیتي ځواکونه یې په چټک غبرګون سره وضعیت تر کنټرول لاندې راوستی دی.
چارواکو هم انځورونه خپاره کړي او ادعا کوي چې د بریدګرو یو شمېر غړي یې نیولي دي. د دوی په وینا، د بریدګرو تحرکات د هلیکوپټرو له لارې څارل کېدل او د عملیاتو په پایله کې یې څو کسان نیول شوي دي.

تر اوسه د دواړو لورو ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې، او د سیمې د وضعیت په اړه متضاد معلومات خپرېږي.

#بدخشان #امنیت #افغانستــان #خبرونه

د هند د تر ټولو ستر خصوصي هوايي ډګر څخه نن نړیوالې الوتنې پیلېږيهند نن د خپل نوي جوړ شوي ناوي ممبۍ نړیوال هوايي ډګر (Nav...
15/07/2026

د هند د تر ټولو ستر خصوصي هوايي ډګر څخه نن نړیوالې الوتنې پیلېږي
هند نن د خپل نوي جوړ شوي ناوي ممبۍ نړیوال هوايي ډګر (Navi Mumbai International Airport) څخه د نړیوالو الوتنو رسمي پیل کوي. د راپورونو له مخې، لومړنۍ نړیوالې الوتنې به په منظم ډول متحده عربي اماراتو ته ترسره شي.
دغه عصري هوايي ډګر د اډاني ګروپ له لوري د شاوخوا ۲ میلیاردو ډالرو په پانګونه جوړ شوی، او د هند د هوايي ترانسپورټ په تاریخ کې د خصوصي سکټور له سترو پروژو څخه ګڼل کېږي.

09/07/2026

د شاپور ځدران پسې د ملګرو ویر!

Address

Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Baran News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share