11/11/2025
د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه آصف په اسلام آباد کې د تازه ځانمرګي برید پړه په ښکاره توګه د "کابل حکومت" چې موخه یې طالبان دي، پر غاړه اچولې ده.
خواجه آصف خبرداری ورکړی، چې د پاکستان جګړه اوس تر اسلام آباد رسېدلې او څوک دې فکر نه کوي، چې دا هېواد یوازې د ډیورنډ کرښې اوږدو کې پر جګړې بوخت دی.
هغه ټینګار کړی چې د "کابل حکومتي" چارواکي کولای شي په پاکستان کې ترهګري ودروي، خو دا چې جګړه تر اسلام آباد ورسیده، دا له کابل یو پیغام دی.
آصف زیاته کړې، په داسې حالت کې د طالبانو له حکومته د بریالیو مذاکراتو هیله لرل بې ځایه دي.
دا چاودنه لږ تر لږه یو ساعت وړاندې په اسلام آباد کې د یوې محکمې مخې ته شوې، چې له امله یې د ۹ کسانو وژل کېدل او د ۲۱ نورو ټپي کېدل تایید شوي دي.
طالبانو تراوسه د اسلام آباد برید او د خواجه آصف څرګندونو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د هند نوي ډيلي کې یې پر چاودنې خواشیني ښودلې ده.
پاکستان داسې مهال طالبان "د کابل حکومت" د اسلام آباد برید مسوول بللی، چې تېره شپه د هند په نوي ډیلي کې یوې چاودنې ۸ کسان ووژل او لږ تر لږه ۲۱ نور یې ټپیان کړي.