RTA 24 TV Show

RTA 24 TV Show د هېواد،سیمې او نړۍ مهموپېښو ته کتنه
نگاهی به رویدادهای افغانستان و جهان

د نن دوشنبې ورځې تاریخ!
31/08/2026

د نن دوشنبې ورځې تاریخ!

30/08/2026

غزني کې د مڼو حاصلات زیات شوي دي.

عامې روغتیا وزارت وايي، په ۱۴ ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه یې له یوې موسسې سره د یو میلیون ۲۲ زر...
30/08/2026

عامې روغتیا وزارت وايي، په ۱۴ ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه یې له یوې موسسې سره د یو میلیون ۲۲ زره او ۵۰۵ ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د یاد وزارت په وینا، د هوکړه‌لیک له‌مخې، د رواني ټولنیزو خدمتونو د ۳۵ روغتيايي مرکزونو له لارې به د بدخشان، بادغیس، غزني، هلمند، کابل، لوګر، میدان وردګ، ننګرهار، پکتیا، پنجشېر، سرپل، تخار، روزګان او زابل ولایتونو ۱۱۱ زره او ۸۹۴ اوسېدونکي له یادو خدمتونو برخمن شي.

همداراز، په روغتیايي برخه کې به ۲۰۴ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

تېره ورځ (شنبه، د وږي ۷مه) یو زر او ۳۲۹ افغان کډوال له پاکستان او ۲۴۸ له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
30/08/2026

تېره ورځ (شنبه، د وږي ۷مه) یو زر او ۳۲۹ افغان کډوال له پاکستان او ۲۴۸ له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

30/08/2026

د کابل اوسېدونکي وايي، د تېلو بیې د تېرو ورځو په پرتله په څرګند ډول لوړې شوې دي.

د نن یکشنبې ورځې تاریخ!
30/08/2026

د نن یکشنبې ورځې تاریخ!

د پکتیا مرکز ګردېز اړوند په شیخانو، ډنډغاړي، عبدالله کلا، فقیرخاک، سیدخېلو او چوڼۍ سیمو کې د ۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت...
29/08/2026

د پکتیا مرکز ګردېز اړوند په شیخانو، ډنډغاړي، عبدالله کلا، فقیرخاک، سیدخېلو او چوڼۍ سیمو کې د ۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنا رسونې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د مسوولینو په وینا، په دې پروژه کې ۹ توزیعي ترانسفارمرونه او ۵۷۵ پایې شاملې وې، چې له مخې به یې شاوخوا یو زر او ۵۰ کورنیو ته برېښنا برابره شي.

29/08/2026

د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسونې درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

29/08/2026

د عبدالله بېګي په نوم دغه کس هڅه کوي چې په تخار کې له لرګي څخه د لوښو جوړولو صنعت بیا را ژوندی کړي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال م/ول/وي عنایت‌الله شجاع بدخشان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د...
29/08/2026

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال م/ول/وي عنایت‌الله شجاع بدخشان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د اشکاشم ولسوالۍ له سرحدي سیمو لیدنه کړې او د دغو سیمو وضعیت یې ارزولی دی.
ښاغلي شجاع له سیمه‌ییزو مسوولینو او سرحدي ځواکونو سره په لیدنه کې د اړوندو ادارو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ، د سرحدي چارو پر ښه تنظیم او د سرحدي منسوبینو د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

Address

Kabul

Telephone

+93787969624

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when RTA 24 TV Show posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category