
19/09/2025
عبدالله عزام د لوېدیځ د "انسانیت" پر دوهګوني معیار نیوکه کړې!
عبدالله عزام په یوه تازه لیکنه کې ویلي، چې لوېدیځ انسانیت یوازې د خپلو ارزښتونو په چوکاټ کې تعریفوي او کله چې د دوی ارزښتونه تر پښو لاندې شي، نو دا یې د انسانیت د سپکاوي په مانا ګڼي.
نوموړی زیاتوي، چې لوېدیځ هڅه کوي خپل ارزښتونه د انسانیت بڼه ورکړي، ترڅو له دې لارې یې پر نورو ملتونو تحمیل کړي.
عزام وايي، چې غربي نړۍ د خپلو ارزښتونو د نړیوالو کولو په هڅه کې د نورو ملتونو تمدنونه له پامه غورځولي او یا یې بېاعتباره کړي دي.
د هغه په وینا، د غزې او اوکراین جګړه د دې دوهګوني چلند څرګند مثالونه دي.
نوموړی پوښتنه کوي چې، که چیرې موضوع واقعاً د انسانیت وي، نو ولې د اوکراین جګړې ته پراخ نړیوال ملاتړ او خواخوږي شته، خو د غزې مظلوم ولس د لوږې او بمبارۍ سره یوازې پرېښودل شوی دی؟
عبدالله عزام دا هم وایي، چې لوېدیځو هېوادونو شل کاله افغانستان د جګړې میدان او د انسانانو قصابه ګرځولې وه، خو د بشري حقونو نعرهوهونکو یې پر وړاندې هېڅ غبرګون ونهښود.
هغه د ملګرو ملتونو د سرمنشي وروستیو څرګندونو ته هم اشاره کړې، چې له مخې یې د افغانستان د حکومت ځینې پالیسيګانې "احمقانه" بلل شوې وې.
عزام دا څرګندونې د غرب د متعصبو ارزښتونو څرګند تمثیل بولي.