05/08/2026
افسوس خدایه یو داوس پلار خپله 13 کلنه لور ....
د هلمند ولایت اوسېدونکې یوه ۱۳ کلنه انجلۍ دا مهال د پاکستان د لورالای په ښار کې ده.
انجلۍ ادعا کوي چې پلار یې غوښتل چې په دوہ بنو یې ۶۰ کلن سړي ته د ۴۰ لکه روپیو په بدل کې په نکاح ورکړي. نو د ځان ژغورني په موخه له وطنه تښتېدلې او پاکستان ته تللې.
په کوټه کې جمال ترکي ورور څو شپې په خپل کور کې د لور پڅېر ساتلي خو جینۍ د ځان لا خوندي کیدو په موخه له هغه ځای هم تللې. اوس مهال دغه ۱۳ کلنه نجلۍ په لورالائی کې بې سرپرسته ده. د جمال صیب په وینا، کله په دولتي روغتون کې شپه تېروي او کله هم د نورو خلکو په مرسته ژوند کوي.
نوټ: کومه کوزده چي د انجلی یا هلک خوښه نه وي هغي ته نکاح نشو ویلی ولو که د مکي امام یی هم غواړي نکاح بغیر له رضایت نکیږي
انجلی او غوا فرق لري انجلی د خرڅلاو لپاره نده چي هرچا باندي یی د غوا پشان خرڅه کړي انجلی انتخاب لري احساسات لري ښه او بد پرتله کوي باید د هغي خوښي ته وکتل سي
ډیر افسوز .
اوس به ددې سرګردانه ژوند څنګه کیږې؟😌
دولت باید مطلق ډول په جبري ودونو باندي بندیز ولګوي