مثبت فکر

مثبت فکر Be Humble and never think you are better than anyone else. We all leave this world with nothing.🤗

15/03/2025

څه يو غيرتمند ماشوم ده!

12/03/2025

لیوه په هوسۍ مین شوخپل ټول غاښونه یې ددې لپاره وايستل ترڅو هغه ونخوري او د هوسۍ يقين پوخ سيخو هوسۍ هغه پریښودو او ورڅخه ...
08/03/2025

لیوه په هوسۍ مین شو
خپل ټول غاښونه یې ددې لپاره وايستل ترڅو هغه ونخوري او د هوسۍ يقين پوخ سي
خو هوسۍ هغه پریښودو او ورڅخه ولاړه
ليوه اوس يوازې د پسو و خندا ګانو ته پاتې سو، يانې نه ښکار کولای سي او نه له پیغورونو ځان خلاصولی سي
يادونه
دلته چې هرڅومره د چا لپاره ځان تاواني کړې هرڅومره ځان زره زره کړې خو ستا اخلاص او سادګۍ ته خلک د ليونتوب په سترګو ګوري بيا به هم شک درباندې کوي وائي به چې نه دا دومره صداقت خو ضرور تر يو مطلبه پورې کوي.

عقل درې درجې لري:اول؛ هغه چې خپله پوهېږي (او حقیقت ته رسېږي).  دویم؛ هغه چې د نورو په پوهه باندې قناعت کوي.  درېیم؛ هغه ...
08/03/2025

عقل درې درجې لري:

اول؛ هغه چې خپله پوهېږي (او حقیقت ته رسېږي).
دویم؛ هغه چې د نورو په پوهه باندې قناعت کوي.
درېیم؛ هغه چې نه خپله پوهېږي او نه د نورو په پوهه باندي قناعت کوي.

اولنی غوره دی، دویم ښه دی، او درېیم بېکاره دی.

جالبه قیصه واقعاً😘سړی دوکان ته ننوت، دوکاندار نه یې و پوښتل؟کیلې په څو دي؟-  په دولس افغانۍ- او مڼې په څو دي؟- لس افغانۍ...
03/03/2025

جالبه قیصه واقعاً😘

سړی دوکان ته ننوت، دوکاندار نه یې و پوښتل؟
کیلې په څو دي؟
- په دولس افغانۍ
- او مڼې په څو دي؟
- لس افغانۍ
په دې وخت کي یوه ښځه دوکان ته راغله او ویې ویل:
- یو درجن کېلې غواړم، په څو دي؟
دکاندار وویل: درې افغانۍ او مڼې کېلو په دوه افغانۍ دي
ښځي الحمد الله وویل
مخکيني سړي په ډيره غوسه دکاندار ته و کتل. وړاندي له دې، چې څه ووايي، د کاندار ورته سترګه ووهله، چي غږ ونکړې.
ښځې توکي واخستل او په خوښۍ خوښۍ، یې دا خبره تکراروله او له دوکانه ووته (( یا الله شکر دی، زما اولادونه به په دې مېوې زیات خوشحاله شي))
د ښځي تر تګ وروسته د کاندار لومړي سړي ته وکتل او و یې ویل: الله شاهد دی، ما تاته هېڅ فریب نه دی درکړی
دا ښځه د څلورو یتیمو ماشومانو مور ده، له هېچا هېڅ ډول مرسته نه غواړي. ما څو ځلي کوښښ کړی، مګر هر ځل ناکام شوی یم.
اوس له دې طریقې کار اخلم، چي کله راشي نو نرخ ورته دومره کښته وایم، چي ددې وس ورباندي ورسیږي.
زه غواړم، چي دا ښځه پرې همداسي قایمه پاتې شي، داسي احساس کړي، چي زه له الله پرته هېچا ته احتیاجه نه یم.
دا کار زه د الله لپاره کوم او د هغه د رضا او خوښۍ غوښتونکی یم
دکاندار زیاته کړه: دا ښځه په اونۍ کي یو ځل راځي. الله شاهد دی، چي هغه ورځ مي تر نورو ورځو دوه برابره سودا کوم.
د سړي په سترګو کي اوښکي راغلې، ور وړاندي شو د دکاندار تندی یې مچ کړ او ویې ویل:
په الله قسم د خلکو د اړتیا پوره کولو په خوند هغه څوک پوهیږي، چي خوند یې کتلی وي.
هیله کوم د غریبانو لاس نیوی وکړئ مدد ګار یې جوړ شي.
ژوند اصلاً همدا دی

Address

Kabul

Telephone

+93748898802

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when مثبت فکر posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to مثبت فکر:

Share