Hosai Ahmadzai

Hosai Ahmadzai د هیواد والو د پرمختګ پر لور حمایه کول زموږ هدف دی.

12/04/2022

ایران په افغانستان کې تر دویم امره پورې خپلې قونسلي چارې ودرولې.

11/04/2022

د کابل پر انټرکانټیننټل هوټل د ۲۰۱۸ کال برید:
پنځه وسله والو برید وکړ، په هغه شپه هوټل کې ۴۰ تنه بهرني میلمانه وو، د کام ایر شرکت ۷ اوکرایني پیلوټان په کې ووژل شول، یو پیلوټ یې واسیلیوس واسیلیو تر اخره کټ لاندې پټ او ژوندی پاتې و، څلور امریکایان هلاک او ۲ یې ژوبل شول، دوه وینزویلایي وګړي، یو جرمنی او یو قزاقستانی وګړی هم په کې وژل شوی و خو ۲۵ افغانان هم په کې مړه او ۱۲ ټپیان وو، چې په وژل شویو افغانانو کې یو یې د هېواد نامتو دیني عالم مفتي احمد فرزان و.
د برید د ختمولو عملیات افغان ځانګړو ځواکونو په ۱۵ ساعتونو کې د بهرنیانو له هر راز تخنیکي مرستې پرته ترسره کړل، له برید نه ۱۶۰ کسان وژغورل شول چې ۲۶ تنه په کې بهرني وګړي وو.
د هوټل د هغه وخت د مالي مسوول په وینا له برید وروسته د هوټل په رغونه ۱۲۰ میلیونه افغانۍ ولګېدې.

حرمینو شریفینو ریاست وایي:پرون یې دروژه مات پر مهال ۲۰ ټنه خرما د مسجدالحرام ”کعبه شریفه” پر زیارت کوونکو ویشلې.
03/04/2022

حرمینو شریفینو ریاست وایي:
پرون یې دروژه مات پر مهال ۲۰ ټنه خرما د مسجدالحرام ”کعبه شریفه” پر زیارت کوونکو ویشلې.

01/04/2022

سترې محکمې اعلان وکړ، چې میاشت مو لیدلې او سبا شنبه روژه ده.

د هلمند د مارجې ولسوالۍ کمپ سیمه کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې له کبله د یوې نجلۍ په ګډون پنځه ماشومان وژل شوي دي. دې پېښه کې...
01/04/2022

د هلمند د مارجې ولسوالۍ کمپ سیمه کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې له کبله د یوې نجلۍ په ګډون پنځه ماشومان وژل شوي دي.
دې پېښه کې یوه کوچنۍ نجلۍ او یو هلک ټپي شوي هم دي چې درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي.
زړې مرمۍ او کلونه وړاندې ايښودل شوي ماینونه اوس هم وخت ناوخت د افغانستان مختلفو سیمو کې خلکو ته مرګژوبله اړوي.

01/04/2022

عاجل A- وینه پکار ده جمهوریت شفاخانه کې
موبیل نمبر 0702863599

امنیتي ځواکونو د ننګرهار په دُر بابا ولسوالۍ کې پاکستان ته د قاچاق کېدونکو وسلو مخنیوی کړی او وسلې یې نیولې دي.
28/03/2022

امنیتي ځواکونو د ننګرهار په دُر بابا ولسوالۍ کې پاکستان ته د قاچاق کېدونکو وسلو مخنیوی کړی او وسلې یې نیولې دي.

جنوبي کوریا:شمالي کوریا له څلور کلنو ازمایښتونو وروسته د یو اټومي توغندي ازمایلو ته غاړې پیڅکې وهي.وایي، شمالي کوریا شای...
27/03/2022

جنوبي کوریا:
شمالي کوریا له څلور کلنو ازمایښتونو وروسته د یو اټومي توغندي ازمایلو ته غاړې پیڅکې وهي.
وایي، شمالي کوریا شاید دا کار پونګیه ري غرنۍ سیمه کې د خپل پوځ د تاسیس د ورځې نمانځنه کې وکړي.

27/03/2022

امر بالمعروف وزارت:
د کابل پارکونو ته ښځې یوازې شرعي لباس کې د یکشنبې، دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې د تګ اجازه لري.
وایي، باقي پاتې ورځې د سړیو لپاره دي.

فضل الرحمن:د پاکستان حکومت داسې شوی لکه غورځېدونکی دېوال.وایي، فقط یوې ټېلې ته اړتیا ده چې نسکور شي.
27/03/2022

فضل الرحمن:
د پاکستان حکومت داسې شوی لکه غورځېدونکی دېوال.
وایي، فقط یوې ټېلې ته اړتیا ده چې نسکور شي.

ځلاځاځۍ:دافغانستان ملي مقاومت جبهې څخه خپل ملاتړ اعلان کړی، چي رهبری یې احمد مسعود کوې.
27/03/2022

ځلاځاځۍ:
دافغانستان ملي مقاومت جبهې څخه خپل ملاتړ اعلان کړی، چي رهبری یې احمد مسعود کوې.

د یونیسف مشره کاترین رسل:افغانستان کې د نجونو زده کړو ته اجازه ورکول د دوحې د هوکړې مهم ټکی و.
27/03/2022

د یونیسف مشره کاترین رسل:
افغانستان کې د نجونو زده کړو ته اجازه ورکول د دوحې د هوکړې مهم ټکی و.

Address

Kabul

Telephone

+93792480583

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Hosai Ahmadzai posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category