Muzamil irfan AFG

Muzamil irfan AFG معلومات زده کړه
Education | Information

ستاسو د ملاتړ له برکته! 👏 په تېرو ۷ ورځو کي زموږ فسبوک پاڼي له 115000 زیاتي لیدني ترلاسه کړې دي، چي دا د تیري اونۍ په پر...
08/05/2025

ستاسو د ملاتړ له برکته! 👏

په تېرو ۷ ورځو کي زموږ فسبوک پاڼي له 115000 زیاتي لیدني ترلاسه کړې دي، چي دا د تیري اونۍ په پرتله %773 زیاتوالی دی!

همدا ستاسو د خوښيو، تبصرو او شریکولو پایله ده. زه ژمن یم چې لا هم رښتیني، معلوماتي او ګټور مطالب درته وړاندي کړم.

ستاسو ټولو څخه یو جهان مننه❤

په ګرین کارټ لاټرۍ کې د ناکامۍ عمده علتونه شخصي یا اختیاري نه، بلکي تخنیکي، احصایوي او قانوني دي. دلته یې ۴ مهم عوامل در...
07/05/2025

په ګرین کارټ لاټرۍ کې د ناکامۍ عمده علتونه شخصي یا اختیاري نه، بلکي تخنیکي، احصایوي او قانوني دي.

دلته یې ۴ مهم عوامل درته لیکم:

۱- محدود شمېر ویزې او ډېری ګډونوال

هر کال تقریباً ۲۰ میلیونه یا هم تر دې زیات خلک نوم‌لیکنه کوي، خو یوازې ۵۵۰۰۰ پر شرایطو برابر کسانو ته ویزې ورکول کېږي، نو ډېری خلک ځکه نه‌انتخابېږي چې چانس یې نه وي برابر سوی.

۲- د سهمیه ای سسټم ( Quota System )

د هر هیواد لپاره ۷ فیصده سهم یا حد ټاکل سوی دی، نو که له یوه هیواد څخه ډېر زیات خلک نوم‌لیکنه وکړي، چانس یې کمېږي لکه افغانستان، ایران ...

۳- په فورم کي تخنیکي تېروتني

تر ټولو عمده علت په ثبت نام کي د عکس معیار نه پوره کول دي، یعني دا چي د عکس اندازه مناسبه نه وي یا هم بیک‌ګرونډ یې ناسم وي. سمه طریقه یې په لاندي ويډیو کي لیدلی سئ 👇
https://youtu.be/eG-VuoEgYMA

۴- تصادفي سیستم (Random Selection)

دا یوه لاټرۍ ده نه امتحان. یعنې که حتی معلومات دې سم هم وي، انتخاب کېدل تصادفي او د قرعه کشۍ په ډول دي.

یادونه:
د راتلونکي ۲۰۲۷ کال لاټرۍ لپاره ثبت نام ۵ میاشتي وروسته په اکتوبر میاشت کي شروع کیږي، هیله ده لوړ ټکي په نظر کي ونیسئ او پر شرایطو برابر ثبت نام وکړئ. د ثبت نام ویډیو په لاندي لینک کي لیدلی سئ. 👇

https://youtu.be/ZCC5sPNabvE

که تاسو په دې اړه کومه پوښتنه لرئ په کمینټ کي یې ولیکئ

Muzamil irfan AFG

د ګرین کارټ لاټرۍ ګټونکو لپاره د DS-260 فورم اړوند مهمي لارښوونيد امریکا ګرین کارټ لاټرۍ ګټونکو لپاره تر ټولو مهم ګام د ...
06/05/2025

د ګرین کارټ لاټرۍ ګټونکو لپاره د DS-260 فورم اړوند مهمي لارښووني

د امریکا ګرین کارټ لاټرۍ ګټونکو لپاره تر ټولو مهم ګام د DS-260 فورم ډکول دي. که ته بریالی سوی یې، نو دا لاندې لارښووني درسره حتمي مرسته کوي:

۱- تر ثبت نام وروسته واده:

که تا د لاټرۍ لپاره ځان مجرد ثبت کړی وي، خو اوس دي واده کړی وي، کولی سې په فورم کې خپله مېرمن اضافه کړې ترڅو تا سره یوځای امریکا ته ولاړه سي.

۲- د ثبت نام وروسته د اولاد پیدا کېدل:

که وروسته له ثبت‌نام څخه دي اولاد زېږېدلی وي، کولی سې په فورم کي یې اضافه کړې.

۳- که مېرمن یا اولادونه امریکا ته نه وړې:

په فورم کې د هغوی لپاره جلا فورم ډک کړه، خو د دې پوښتنې ځواب “No” کړه:
Will this person immigrate to the U.S with you?

۴- که واده لرې خو مجرد ثبت سوی یې:

په فورم کي فقط خپل معلومات ولیکه.

۵- د معلوماتو صداقت:

په DS-260 فورم کې هر څه ریښتیا ولیکه؛ دروغ د ویزې ردېدو لامل کېږي.

۶- ژبه
ټول معلومات باید په انګلیسي ژبه ولیکل سي، مګر ځینې ځانګړې برخې په مورنۍ ژبه هم ضروري دي.

۷- اسناد:

اسناد اپلوډ نه غواړي، خو معلومات باید له اسنادو سره سم وي.

۸- پوښتنې او مرسته:

که کومه ستونزه لرې، کولای سې د KCC سره اړیکه ونیسې:
ایمېل: [email protected]
تلیفون: +16065267500
د امریکا وخت: 7am – 4pm

یادونه:
زه هڅه کوم چې د DS-260 فورم په اړه یوه بشپړه پښتو ویډیو جوړه کړم. تر هغه مهاله، کولای شئ یوټیوب کې د دې فورم اړوند انګلیسي یا دري ژبې ښوونیزې ویډیوګانې وګورئ.

👇 که پوښتنه لرئ، کمینټ کې یې ولیکئ!
Muzamil irfan AFG

د ۲۰۲۶ کال ګرین کارټ لاټرۍ ټولو کامیابو کسانو ته د زړه له کومي  مبارکي وایم. څوک چي نه دي بریالي سوي، کولی سي د راتلونکي...
04/05/2025

د ۲۰۲۶ کال ګرین کارټ لاټرۍ ټولو کامیابو کسانو ته د زړه له کومي مبارکي وایم. څوک چي نه دي بریالي سوي، کولی سي د راتلونکي ۲۰۲۷ کال لاټرۍ چي راتلونکي اکتوبر میاشت کي شروع کیږي بیا ځلي ثبت نامونه وکړي.

د ۲۰۲۶ کال ګټونکو ته د لاندي ضروري معلوماتو مطالعه کولو سپارښتنه کوم👇

۱- کېس نمبر 👇

https://www.facebook.com/share/p/18vpK8V7yZ/

۲- لوړ او ټیټ کېس نمبرونه 👇

https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=340120322403959&id=100092179824739&mibextid=ZbWKwL

۳- د Ds260 فورم ډک کول 👇

https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=341194238963234&id=100092179824739&mibextid=ZbWKwL

۴- د ds260 فورم اړوند د پوښتونو جوابونه👇

https://www.facebook.com/share/p/18sHgYap7N/

۵- د کېس نمبر کرنټ کېدل 👇

https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=342646305484694&id=100092179824739&mibextid=Nif5oz

۶- د Ds260 فورم وروستۍ نېټه 👇

https://www.facebook.com/share/p/1AVPgTiMor/

۷- مرکه (interview) 👇
https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=344280295321295&id=100092179824739&mibextid=Nif5oz

۸- لګښت (مصارف) 👇

https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=345944438488214&id=100092179824739&mibextid=Nif5oz

۹- روغتیایي معاینات لومړۍ برخه 👇

https://www.facebook.com/share/p/1BcHrwMvMi/

۱۰- روغتیایي معاینات دوهمه برخه 👇

https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=349840264765298&id=100092179824739&mibextid=Nif5oz

Muzamil irfan AFG

که د ګرین کارټ لاټرۍ د نتیجې کتلو پر وخت له دا ډول ستونزي سره مخ کېږئ، لومړی خو ځان باوري کړئ چي کنفرمېشن نمبر مو سم لیک...
04/05/2025

که د ګرین کارټ لاټرۍ د نتیجې کتلو پر وخت له دا ډول ستونزي سره مخ کېږئ، لومړی خو ځان باوري کړئ چي کنفرمېشن نمبر مو سم لیکلی دی، که بیا هم نه خلاصېدئ نو د تخلص پر ځای فقت نوم ولیکلئ، ځکه اکثره کسانو د ثبت نام په فورم کي د تخلص پر ځای اول نوم لیکلئ وي اوس د نتیجې کتلو پر وخت هم باید اول نوم ولیکل سي.

کنفرمېشن نمبر
نوم
تولد کال

د امریکا د ۲۰۲۶ کال ګرین کارټ لاټرۍ پایلې اعلان سوې  خپله نتیجه همدا اوس وګوري!  👇 لینک دا دی:  https://dvprogram.state....
03/05/2025

د امریکا د ۲۰۲۶ کال ګرین کارټ لاټرۍ پایلې اعلان سوې

خپله نتیجه همدا اوس وګوري!
👇 لینک دا دی:

https://dvprogram.state.gov/

📌 یادوني

۱- که پورته لینک خلاص نسي، نو په ګوګل کي دا ولیکئ:
dvprogram.state.gov

۲- هر کال په میلیونونو خلک لاټرۍ ته نوم لیکنه کوي. کله ناکله ویب‌سایټ زیات فشار وړي، نو که خلاص نسي، لږ وروسته بیا هڅه وکړئ.

۳- که نه پوهېږئ چې څنګه پایله وګورئ، دا ۴۸ ثانیې ویډیو درسره مرسته کوي:

https://youtube.com/shorts/7pYzlLjYu8U?feature=share

نور نو ښه بخت ولرئ او ټولو کامیابو کسانو ته مخکي له مخکي د زړه له کومي مبارکي وایم. که بریالي نه وئ، نو مه خپه کېږئ — راتلونکی کال ته چمتو اوسئ! 💪

Muzamil irfan AFG

د ۲۰۲۶ کال ګرین کارټ لاټرۍ پایلي دا چی نن ماښام اته نیمي بجې د ۲۰۲۶ کال ګرین کارټ لاټرۍ پایلي اعلانیږي، تاسو کولی سئ د ل...
03/05/2025

د ۲۰۲۶ کال ګرین کارټ لاټرۍ پایلي

دا چی نن ماښام اته نیمي بجې د ۲۰۲۶ کال ګرین کارټ لاټرۍ پایلي اعلانیږي، تاسو کولی سئ د لاندي ښوونیزي ویډیو په واسطه خپله نتیجه وګورئ.
که کومه پوښتنه لرئ، په کمينټ کي یې راته ولیکئ.

#لاتاری #لاټرۍ د امریکا ګرین کارټ لاټرۍ د 2025 کال پایلې (نتیجه) داسي معلومه کړئ!د ویب سایټ لینک:https://dvprogram.state.gov/

ایا ټرمپ د امریکا ګرین کارټ لاټرۍ ختمه کړې؟ دا یوه له هغو پوښتنو څخه ده چې ډېری خلک یې په کمینټونو او پیغامونو کې کوي.  ...
03/05/2025

ایا ټرمپ د امریکا ګرین کارټ لاټرۍ ختمه کړې؟

دا یوه له هغو پوښتنو څخه ده چې ډېری خلک یې په کمینټونو او پیغامونو کې کوي.

لنډ ځواب دا دی:

نه، ټرمپ لاټرۍ نه ده ختمه کړې، خو هڅه یې کړې ده.
هغه د مهاجرتي پالیسیو سخت دریځ غوره کړی او غواړي د لاټرۍ پر ځای "Merit-based immigration" (د وړتیا پر بنسټ مهاجرت) سیستم راولي، خو د لاټرۍ لغوه کېدل یوازې د کانګرس له خوا کیدای سي او تر اوسه داسې کوم قانون نه دی تصویب سوی، نو ځکه دا پروګرام لا هم روان دی.

د یادوني وړ ده چي د ۲۰۲۵ کال لاټرۍ کي د افغانستان څخه هم 4009 کسان ګټونکي سوي، خو په پاکستان کي د امریکا سفارت له خوا ځینې مرکې ځنډول سوي، ځکه چې د ټرمپ ادارې د مهاجرتي ویزو پروسې موقتاً بندې کړي دي.
اوس د ۲۰۲۶ لاټرۍ ګټونکو لپاره هم همداسې اندېښنه موجوده ده، خو تر رسمي اعلان مخکې قضاوت نسي کېدلی.

Muzamil irfan AFG

02/05/2025

که د ګرین کارټ لاټرۍ اړوند کومه پوښتنه لرئ، په کمینټ کي یې راته ولیکئ!

د ۲۰۲۶ کال ګرین کارټ لاټرۍ پایلي د روان ۲۰۲۵ کال د مې میاشتي په لومړۍ یعني همدا اوونۍ کي د امریکا ګرین کارټ لاټرۍ پایلي ...
01/05/2025

د ۲۰۲۶ کال ګرین کارټ لاټرۍ پایلي

د روان ۲۰۲۵ کال د مې میاشتي په لومړۍ یعني همدا اوونۍ کي د امریکا ګرین کارټ لاټرۍ پایلي اعلانیږي.
هغو کسانو چي شاوخوا اووه میاشتې مخکې یې نوم‌لیکنه کړې وه، کولای سي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له رسمي اعلان وروسته خپلي پایلي وګوري.
اوس پوښتنه دا ده: څنګه پوه سو چي بریالي یو که نه؟
د دې لپاره، لاندې په کمېنټ کې یوه ۴۸ ثانیې ښوونیزه ویډیو وګورئ 👇

د ګرین کارټ لاټرۍ ګټونکو ته! ۱- په ګرین کارټ لاټرۍ کي بریالی کېدل په دې مانا نه دي چي کامیاب شخص به حتمي امریکا ته ځي او...
27/10/2024

د ګرین کارټ لاټرۍ ګټونکو ته!

۱- په ګرین کارټ لاټرۍ کي بریالی کېدل په دې مانا نه دي چي کامیاب شخص به حتمي امریکا ته ځي او د امریکا دایمي وېزه (ګرین کارټ) به ترلاسه کوي، دا ځکه چي هر کال د ټولي نړۍ څخه میلیونونه کسان نوموړي لاټرۍ ته ثبت نامونه کوي چي له دې جملې څخه سل زره یا هم تر سل زره څه زیات کسان پکښي کامیابیږي، چي د کامیابو کسانو څخه فقت ۵۵ زره هغه کسان د امریکا دایمي وېزې ترلاسه کوي چي پر شرایطو برابر او کېس نمبرونه یې ټیټ( کښته) وي.
شاید تاسو ته دا پوښتنه پیدا سي چي که کېس نمبر لوړ وي، نو څه پېښیږي ؟
په دې اړه لاندي پوسټ مطالعه کړئ 👇
https://www.facebook.com/share/p/pr7rJDBzzHmVNaR7/

۲- اکثره کسان کامیاب سي، کېس نمبرونه یې هم ټیټ وي، خو پر شرایطو برابر نه وي نو ځکه پاته کیږي او پر ځای یې لوړ کېس نمبر والا ته چانس ورکول کیږي.
شرایط په لاندي ډول دي:
* په DS260 فورم کي نیمګړي او په غیر مسلکي توګه معلومات لیکل.
* د مکتب شهادت نامه نه لرل.
* د اسنادو لکه: تولد کارټ، نکاح خط، پاسپورټ، الکترونیکي تذکره یا هم تحصلي اسنادو نه لرل.
* پر وخت د صحي معایناتو نه کول.
* د انټروي وخت نه تعقیبول.
دا ټول هغه څه دي چي که یې پر وخت او فکر ترسره نکړئ، نو یو کامیاب شخص خپل د کامیابۍ ګټلی چانس د لاسه ورکوي.

۳- د ګرین کارټ لاټرۍ ګټونکی مکلف دی چي راتلونکي ټول مصروفونه پر خپله غاړه واخلي، ځکه د امریکا حکومت په دې اړه د ګټونکو سره هیڅ مرسته نه کوي.
دا چي تر امریکا پوري رسېدل څومره مصرف لري؛ په اړه یې لاندي پوسټ مطالعه کړئ👇
https://www.facebook.com/share/p/DYjbLG4DyE5N2z1Y/

یادونه: ګرین کارټ لاټرۍ ته تر غوره ثبت نام کولو وروسته تر ټولو مهم ستاسو خپل بخت دی، چي تاسو به کامیابۍ ته رسوي، نو
که کامیاب نسئ مه مایوسه کېږئ او مه هم خپل هدف بدلوئ،
ځکه زیاتي نوري لاري هم سته چي تاسو به خپلي موخي ته رسوي.

ستاسو د کامیابۍ په هیله!
Muzamil irfan AFG

02/10/2024

#لاتاری گرین کارت امریکا | مشکلات تخنیکی ویب سایت لاتاری گرین کارت امریکا| جنسیت| Genderد ګرین کارټ لاټرۍ په ثبت نام کي د جنسیت ستونزي ...

Address

Kabul
1001

Opening Hours

Monday 06:00 - 21:00
Tuesday 06:00 - 21:00
Wednesday 06:00 - 21:00
Thursday 06:00 - 21:00
Friday 06:00 - 21:00
Saturday 06:00 - 21:00
Sunday 06:00 - 21:00

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Muzamil irfan AFG posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share