08/11/2025
ترکیې د نتانیاهو او ۳۶ نورو اسرائيلي چارواکو د نیولو حکم صادر کړ.
د ترکیې د استانبول ښار لویې څارنوالۍ د جمعې په ورځ د اسرائيلو د لومړي وزیر بنيامین نتانیاهو په ګډون د ۳۷ لوړپوړو اسرائيلي چارواکو د نیولو حکم صادر کړ.
دغه افراد په غزه کې د ملکی وګړو پر ضد جنایتونو، نسل وژنې او له بشري حقونو پر سرغړونې تورن شوي دي.
د استانبول لویې څارنوالۍ په خپل بیان کې ویلي، چې د اسرائیلي پوځ او مامورینو اقدامات، چې له ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې څخه پیل شوي، په نظامي توګه د یوې توطیې په توګه پېژندل شوې دي.
په تورونو کې بشریت ضد جنایت، شکنجه، د مالونو غصبول، غیرقانوني نیونه او د ترانزیت وسایطو غصب هم شامل دي.
د اسرائيلو رژیم دا اقدام تبلیغاتي او سیاسي بللی او رد کړی یې دی.
د راپورونو له مخې دا اقدام ممکن نړیوالو اړیکو کې نوې کشمکشونه رامنځته کړي او په ځانګړي توګه د ترکیې ـ اسرائيلو ترمنځ اړیکې لاپسې ترینګلې کړي او د غزې پر ضد د اسرائیلو د عملیاتو پر مهال د ترکیې دریځ ته نوره پاملرنه زیاته کړي.